دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۰۱
د مطلب کود : 99316
جمهور رئيس کرزی: د افغانستان سوله په امریکا او پاکستان پورې تړلې ده
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي له ملکي کارکوونکو سره د مخه ښې په مناسبت په جوړ شوې غونډه کې وویل چې افغانستان نن د یوه دولتي نظام خاوند دی، حکومت لري او دولتي دستګاه لري.
دغه غونډه چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوې وه جمهور رئيس کرزي د افغانستان ټولو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه ويې ویل چې د یوه قوي او په ځان بسیا حکومت جوړېدل، په صداقت او راستۍ سره په کارکولو شونی دی.
جمهور رئيس کرزي څرګنده کړه چې د کابینې په ډېرو غونډه کې يې د کابینې او حکومت غړو ته، په ځانګړې توګه د اصلاحاتو ادارې ته ویلي دي چې د افغانستان د ملکي خدمتونو خپلواکه اداره په قوانینو برابر د یوه منظم سیستم له لارې ټيګېدلی شي.
جمهور رئيس کرزي وویل: " په تېرو ۱۳ کلونو کې هېچا ته مې نه دي ويلي چې څوک رئيس او څوک معيين وټاکۍ. هېڅ ولسوال زما په مستقيم امر نه دی ټاکل شوی. د ملکي خدمتونو او د سیمه ییزو چارو ادارې د خپلو اصولو له مخې ټاکنې کړي دي."
د هېواد جمهور رئيس د ملکي خدمتونو نوي سیستم ته په اشارې سره وویل چې ډېره هڅه يې وکړه چې هغه سیستم چې په هند کې کارول کيږي په دې مانا چې د کانکور د آزموينې له لارې ملکي کارکوونکي ټاکل کيږي، په افغانستان کې هم جوړ شي؛ خو ځينې خنډونه يې د مخنيوي لامل شول.
جمهور رئیس کرزي وویل په تېرو ۱۳ کلونو کې له نړۍ سره د افغانستان اړيکو او مستقل بهرني سیاست ته په اشارې سره وویل: " موږ که له یوې خوا له امريکې سره عمیقه رابطه درلوده، له بلې خوا مو له چین سره ډېره عمیقه رابطه ایجاد کړه. موږ که له یوې خوا له غرب سره عمیقه رابطه درلوده له بلې خوا مو ګاونډی هېواد ایران هم په غېږ راسره نيولی و او عمیقه رابطه مو ورسره ایجاد کړه. "
جمهور رئيس له افغانستان سره له مرسته کوونکو هېوادونو د مننې په ترڅ کې وویل: " له ټولو هغو هېوادونو سره چې له افغانستان سره يې مرسته کړې ده مننه کوم. خصوصآ له هغو هېوادونو څخه چې له افغانستان سره يې بې مطلبه دوستي وکړه. ځينو هېوادونو په موږ يې خاص اهداف نه لرل او صرف زموږ د پالنې او زموږ د ترقۍ لپاره يې له موږ سره مرسته کوله لکه چین، ایران، ترکیه، سعودي عربستان، جرمني."
جمهور رئيس کرزي په خپله دغه وینا کې په افغانستان کې سوله په امریکا او پاکستان پورې تړلې وبلله او ويې ویل: د افغانستان سوله په امریکا او پاکستان پورې تړلې ده، ځکه که امریکا او پاکستان وغواړي په افغانستان کې سوله راتلی شي، نو جګړه د افغانانو ترمنځ نه ده، جګړه د پرديو د اهدافو او ګټو جګړه ده، چې په منځ کې افغانان قرباني کيږي.
جمهور رئیس کرزي زیاته کړه: " له امریکا او پاکستان سره دوستي غواړو او له امریکا سره ژوړې او ښې ستراتيژېکې اړيکې غواړو، خو امریکا دې له افغانستان سره د صداقت او دوستۍ لاره غوره کړي. افغانستان د امریکا ښه دوست کېدی شي په دې شرط چې خبره او عمل يې یو وي."
جمهور رئيس کرزي غونډې ته د امریکا د دومخي سیاست په اړه وویل:
په ښکاره نارې وهم چې اور يې مړ کړه
پټ په لاس کې مې مچس اور لګومه
جمهور رئيس کرزي دې ته په اشارې سره چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په موخه يې ۲۰ ځلې يې پاکستان ته سفر کړی وویل چې په افغانستان کې د سولې د نه ټينګښت لامل د امریکا لخوا په افغانستان کې د سولې ټينګښت ته نه لېوالتیا او د پاکستان دوې غوښتنې چې د ديورند د کرښې د رسمیت غوښتل و او د افغانستان د خارجي سیاست کنترول و هغه څه چې موږ ابدآ حاضر نه یو."
د هېواد جمهور رئيس راتلونکي حکومت ته له لويديځ سره د اړيکو د ساتلو په اړه وویل چې آینده حکومت ته مې توصیه دا ده چې دواړه وروڼه دې دغې نقطې ته ټينګ متوجه شي، له امریکا او غرب سره دې په ډېر احتیاط څخه کار واخلي. هغه وویل چې له امریکا سره دوستي کوو، خو د افغانستان منافع دې مهمې ګڼي او موږ دې یو ملت او یوه خاوره او یو منفعت و ګڼي بیا دوستي ورسره کوو."
د هيواد جمهور رئيس د ۲۰۱۴ کال انتخاباتو ته په اشارې سره وویل چې افغانانو سمت او قوم ته نه بلکې د خپلې خوښې وړ کانديد ته رایه ورکړه او دا يې نړیوالو ته ثابته کړه چې افغانان به هېڅ کله د پردیو په تبلیغاتو سره متفرق نه شي.
جمهور رئيس حامد کرزي د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا غږ وکړ چې دولتي کارکوونکي دې له نوي جمهور رئيس او حکومت سره په مطلق وفاداری کار وکړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvmd1.w6d1yaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته