دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۵۱
د مطلب کود : 99326

په اوکراين کې روسيه پلوه جلاغوښتونکي وايي، د سپتمبرد شلمې د اوربند په احترام، دواړو خواوو د جګړې له لومړې کرښې څخه، توپونه پرشا کړي دي.
د اوربند د توافق له مخې، د اوکراين پوځ او د دونېڅک او لوهانسک ياغيان بايد په منځ کې ۳۰ کلوميتره خاوره پريږدي.
په جګړه کې ښکېل د دواړو خواوو پرشا کېدل به اوربند قوي کړي.
دا اوربند په سیمه کې د جګړې د ختمولو لپاره لومړی ګام دی.
په دې جګړه کې د اپرېل د مياشتې راپه دې خوا ۳۰۰۰ خلک وژل شوي دي.
د دې جګړې له کبله د روسيې او لويديځ خپل منځي اړيکې هم زيانمنې شوي دي.
د دونتڅک پرخپل سراعلان شوي صدراعظم الکساندر زاخراچنکو وويل، جلاغوښتونکو ځواکونو توپونه پرشا کړي دي خو يوازې په هغو سيمو کې چې په کې د اوکراين ځواکونو هم دا کار کړی دی.
په لوهانسک کې هم جلاغوښتونکو د اوکرايني ځواکونو د پرشا کېدو خبر ورکړی دی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcg3w9y.ak9yx4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته