دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۹:۰۷
د مطلب کود : 99329
مشرانو جرګه: افغان نوی حکومت دې په انتخاباتي کمیسیونونو کې اصلاحات راولي

د افغانستان مشرانو جرګې له نوي حکومته وغوښتل چې؛ د انتخاباتو په کمیسیونونو کې اصلاحات راولي.
د دې جرګې مرستیال محمدعلم ایزدیار نن د یادې جرګې په عمومي غونډه کې د انتخاباتو د کمیسیونونو اصلاح د راتلونکو انتخاباتو او ولسواکۍ لپاره مهم وبلل.
″وکیل صاحبانو یوه بله نقطه چې ډیره مهمه ده هغه د انتخاباتي نهادونو اصلاح کول دي، د انتخاباتي نهادونو اصلاح کول د ولسواکۍ  لپاره ډیر مهم دي.″
د مشرانو جرګې نورو غړو د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون انتقاد وکړ، چې ولې یي له مشخصې نتیجې پرته نوی ولسمشر اعلان کړ.
که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په وار وار ویلي وو، چې د خلکو فرمایشونو اوغوښتنو ته به غوږ نه ږدي، خو تیره یکشنبې دې کمیسیون د انتخاباتو دقیقه نتیجه اعلان نه کړه او یوازې یې نوی ولسمشر معرفي کړ.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjhteh.uqeh8z,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته