کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مودي: امریکا به له عراقه د ځواکونو د ایستلو تېروتنه په افغانستان کې تکرار نه کړي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 3 میزان 1393 ساعت 12:27


تاند- د هند صدراعظم وايي چې امریکا به هغه تېروتنه چې په عراق کې وکړه په افغانستان کې تکرار نه کړي.
نریندرا مودي سي این این تلویزیون ته په یوه مرکه کې پرون وویل:« امریکا به په عراق کې له خپلې تجربې زده کړي وي. باور نه لرم چې ورته کار به له افغانستان سره وکړي.»
له عراق څخه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته ناامنۍ زیاتې شوې تر دې چې د داعش یا اسلامي دولت وسله واله والې ډلې سر راپورته کړ او نه یوازې عراق بلکې د سوریې پراخې برخې یې لاندې کړې.
په افغانستان کې هم وېره ده چې د نړیوالوړ ځواکونو له وتلو وروسته به طالبان بیا سیمې ونیسي او نه یوازې خپل افراطي قوانین به اجرا کړي بلکې یو ځل بیا به د القاعده په شمول تروریستي ډلو ته خالې برابرې کړي چې په لوېدیځ او نورو هیوادونو کې د تروریستي حملو پلانونه په افغانستان کې جوړ کړي.
د هند صدراعظم ښاغلي مودي، چې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په ۶۹ غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی، همداراز وویل، هیواد یې غواړي چې افغانستان خوشاله او سوکاله اوسي. افغانان باید له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي او داسي شرایط رامنځته شي چې افغانستان پرمختګ وکړي.
د هند صدراعظم وویل، په هند کې هر څوک له ماشومتوبه داسي احساس په زړه او ذهن کې لري چې افغانان ډېر ریښتوني او د ښه زړه خاوندان دي.
ده همداراز وویل:«له افغانستان سره زموږ اړیکې په دغه هیواد کې د پاکستان له لاسوهنو سره تړاو نه لري. موږ خپل ګډ کلتوري میراث لرو چې ژورې ریښې لري. موږ غواړو چې دوی خوشاله وي او غواړو چې په دې بهیر کې ټول شریک واوسي.
د هند صدراعظم نریندرا مودي له پاکستانه هم وغوښتل چې د افغانستان او افغانانو د خوشالۍ لپاره په هلوځلو کې دوی ته لاس ورکړي.


د مطلب کود: 99414

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/99414/مودي-امریکا-له-عراقه-د-ځواکونو-ایستلو-تېروتنه-په-افغانستان-کې-تکرار-نه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com