دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 99692
لغمان: د ایساف بې پیلوټه الوتکې ۲ وسله وال طالبان وژلي

چارواکي وايي، د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د ایساف ځواکونو د بې پیلوټه طیارې په هوايي برید کې ۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه وسله وال تیره شپه ناوخته د الینګار ولسوالۍ په سنګره درې سیمه کې وژل شوي دي.
ځواک زیاته کړه چې؛ وژل شوي وسله وال، د ذاهد په نوم دوسله والو طالبانو دیو مشهور قومندان ملګري وو.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه دي ویلي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccieqo.2bqoo8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته