کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي له شهزاده کریم آغاخان سره وکتل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 8 میزان 1393 ساعت 13:32


د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د نړۍ د اسماعیلیه فرقې له مشر والاحضرت شهزاده کریم آغاخان سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې پرون په ارګ کې ترسره شوه، شهزاده کریم آغاخان د افغانستان د منتخب جمهور ریس په توګه د ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د ټاکل کېدو له امله هغه ته  مبارکي وویله.
شهزاده کریم آغاخان وویل چې ماته د ویاړ او خوښۍ ځای دی چې ستاسو د لوړې په مراسموکې مې ګډون وکړ. ده وویل: زه ستاسو د پوهې او د افغانستان اساسي قانون ته ستاسو د درناوي تر اغیز لاندې راغلی یم.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي شهزاده کریم آغاخان ته ښه راغلاست و وایه او له هغه څخه یې مننه وکړه چې په افغانستان کې یې د پانګې اچونې په برخه کې لومړی ګام پورته کړی دی.
د هېواد جمهوررئیس د افغانستان د تاریخي ابداتو د بیا رغونې په برخه کې د شهزاده کریم آغاخان د موسسو له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دغه موسسې د کابل د بالا حصار د بیا رغونې په برخه کې هم  مرسته او همکاري وکړي.


د مطلب کود: 99697

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/99697/ډاکتر-محمد-اشرف-غني-احمدزي-له-شهزاده-کریم-آغاخان-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com