کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نیویارک ټایمز شړل شوي خبریال ته اجازه ورکړل شوه چې افغانستان ته راستون شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 میزان 1393 ساعت 11:23


افغان حکومت د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه خبریال ته چې مخکې اېستل شوی و؛ افغانستان ته د ستنېدو اجازه ورکړې ده.
لویې څارنوالۍ په یوه فرمان کې چې پرون خپور شو؛ ویلي دي چې د نیویارک ټایمز خبریال ماتیوروزنبرګ Matthew Rosenberg که وغواړي د دې فرمان له خپرېدو وروسته افغانستان ته تللی شي.
د ولسمشراشرف غني احمدزي یوه نژدې همکار داودسلطانزوی له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ نوی حکومت د بیان آزادۍ ته ژمن دی او ځکه روزنبرګ ته د ستنېدو اجازه ورکوي.
د اګست میاشتې په وروستیو کې له افغانستانه د روزنبرګ د اېستلو پرېکړه د افغانستان د انتخاباتي لانجې په اړه د نیویارک ټایمز د یوه راپور له خپرېدو وروسته اعلان شوه. په دې راپور کې د جګپوړو افغان چارواکو له قوله ویل شوي و؛ چې که د انتخاباتو بحران حل نشي نو د چارو واګي به غصب او موقت حکومت به جوړ کړي.
د امریکا حکومت مخکې له افغانستانه غوښتي و؛ چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او دې امریکايي خبریال ته افغانستان ته د ستنېدو اجازه ورکړي.


د مطلب کود: 99967

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/99967/د-نیویارک-ټایمز-شړل-شوي-خبریال-ته-اجازه-ورکړل-شوه-چې-افغانستان-راستون-شي

آوا
  https://www.avapress.com