کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دانش: له امنیه قومندانانو او والیانو سره د ولسمشر خبرې به پر امنیت مثبت اغیز وکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 میزان 1393 ساعت 17:28


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هیله څرګندوي چې له والیانو او امنیه قوماندانانو سره د جمهور رییس اشرف غني احمدزي خبرې به د افغانستان پر امنیت وضعیت مثبت اغیز وکړي.
ښاغلي احمدزي د شنبې په ورځ له والیانو، د قول اردوګانو له مشرانو او امنیه قوماندانانو سره د امنیتي وضعیت پر څرنګوالي خبرې کړې دي.
د کورنیوچارو د وزارت ویاند نجیب دانش نن ازادي راډیو ته وویل؛ دا چې ولسمشر په مستقیم ډول له امنیه قوماندانانو او والیانو سره په تماس کې وي، له وضعیت سره مرسته کولای شي.


د مطلب کود: 99995

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/99995/دانش-له-امنیه-قومندانانو-او-والیانو-سره-د-ولسمشر-خبرې-پر-امنیت-مثبت-اغیز-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com