دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 118014
دیمن او عربستان جګړی خپله لار ورکه کړې ده
 د یمن او عربستان جګړې خپله لارورکه کړي. په یمن کې دیوه واده په مراسمو دسعودي هوايي برید لږترلږه(۱۳) تنه ووژل او(۳۸) تنه يې تپیان پرځای پرېښودل، تېره اونۍ يي هم د«المخا» په ښارکې، دیوه واده په مراسموباندې هوايي برید وکړ چې لږترلږه (۱۳۰) تنه يې ووژل، په همدې حال کې دتيرې چارشښې په ورځ نظامیانو او دانصارالله څواکونو، دسعودي په لارښوونه، دعربي ائتلاف اړوند یوه بپرۍ په«باب المتدب» کې ویجاړه کړه.

څوورځې ترمخه هم په «عدن» کې دعربستان دلاسپوڅي دولت په مقرباندې، دسه شنبې په ورځ، تردرې توغندويي برید ونو وروسته«اماراتو» وښودله چې پدې حمله کيې خپل (۴) تنه نظامیان له لاسه ورکړي دي.

همدارنګه داماراتوخبري ادارې په یوخبرکې دعربستان او دهغوئ دمزدورانو دائتلاف له ځواکونوڅخه په عدن باندي دسه شنبې دورځي په بریدکي د (۱۵) تنو دوژل کېدوخبرورکړ.

خبرونه دمنصورهادي دلمړي وزیر په نوم د«خالدبحاح» له تبپي کېدو هم حکایت کوي.

په یمن کې د اوضاع بهیرښیي چې انقلابیون همداسې برلاسي دي او دتیري کوونکي رژيم په لارښود نه ائتلاف دیمن په ځمکه اوآسمان کي خپله لار ورکه کړې ده! دارژیم په داسې حال کې چې دیمن دغیرنظامیانو دواده اوخوښۍ په مراسمو باندې په بمباران سره هرورځ دخپلو رسوايي ګانو اوکمزوریانو په ابعاد وکې ډېروالی راولي، هغه ضربې چي انقلابیون يې دسعودي په لارښوونه دپوشالي ائتلاف په زیان منونکي بدن باندې پورې کوي، هره ورځ تربلې کاري، اغیزمن اوزیان اړونکي کیږې.

یمني انقلابیون اودهغوئ ولسي ملاتړي، هره ورځ تربلې زیات پیاوړي کېږي، دتېري کوونکو ځواکونوستراتېژیک ځایونه، دهغوئ دنفوذ په خورا امن سیموکي لکه دعدن بندري ښارچې له سعودي عربستان سره په پوله موقعیت لري، په نښه کوي.

په عدن کي دقصرپرهوټل باندې وروسحتۍ توغند ويي حملې، چې دمنصور هادي په لارښودنه دځان غواړي دولت د آرامتیا محل دی، داوښود له چې عربستان دجګړې قافیه له لاسه ورکړې او دیمن انقلابیون په پوره توګه مسلط، منسجم اوسازماني عمل کوي. دیمن په نوروسیموکې هم اوضاع هېڅکله دعربستان اوددې رژیم دهمپیمانانوـ په تیره بیاد عربي متحده اماراتو په ګټه نه ده چي د« مارب» جګړه دهغوله نمونوڅخه یوه ده.

انقلابیون په پوره ځواکمنی سره عمل کوي اوهغه ضربې چې واردوي، بیله هېڅ ډول پایلواوغیرضروري لګښتونو، هغه څه دي چي دوئ يې په نظرکې لري. په«باب المندب» کې دسعودي رژیم په لارښوونه دعربي تیري کوونکي ائتلاف اړوند جنګي بیړۍ له منځه وړل هم په هغه معنادي چي دیمن دځمکنې، بحري او هوايي قلمروهېڅ نقطه، له تیري کوونکوځواکونو څخه په امن کي نه ده اوانقلابیون په هغوسیموکې شتون لري او داسي ځواکمن عمل کوي چې عربستان اودهغه عربي حقیرو متحدانوهېڅکله هم داسې فکرنه ووکړی! داټول په داسې حال کي دي چې سعودي ځواکونه دهغه هېواد دقلمرو دننه هم حصارشوي اودفاعي مورچل يې غوره کړی دی.

دعربستان د«جیزان» د ولایت مهمې سیمی چې دڅوستراتیژیکو نظامي قطواو دمرزي کتنوپوستې دې اوس دیمن دعسکرو او دانصارالله دځواکونو په ولقه کې دي اوسعودي ځواکونه حتا دامریکايي پرمختللو الوتکو او دانګلیسي او فرانسوي وسلو اوهم دصهیونیستي رژیم په ملاتړ قادر نه دي چې انقلابیون له خپلو ځایونوڅخه په شاوتمبوي.

تراوسه دسعودي څودرجې لرونکي اوڅوستوري لرونکي جنرالان، دعربستان په داخل کې، دیمني انقلابیونو دزهرلرونکو اوغافلوونکو برید ونونښه شوي اووژل شوي دی، دغه حالت اووضعیت داڅرګندوي چی سعودي عربستان اوددې رژیم عرب ملګری هره ورځ تربلې ډیردیمن په زرنه کي خښپږي او ددې جګړي لګښتونه ورځ په ورځ دآل سعود پراوږو درنېږي، داټول په داسي حال کې دي چې دیمن دخلکو له هراړخیزملاتړ او دانصارالله دانقلابي ځواکونو اودیمن دنظامي ځواکونو له ملاتړ څخه یوه ذره هم نه ده کمه شوې. دصنعا سرکونه چي هره ورځ دانصارالله دملاتړ اودآل سعود محکومیت له پاره دسل ګونو زرو کسانو دحضور شاهدان دي، ددي مدعا روښانتیاثبوتوي.

دآل سعود احمقانه تیروتني دغیرنظامیانو په نښه کولو او دیمنیانو دواده مراسمو یرغل، دیمن خلک دانصارالله ملاتړته هڅوي اوپه پایله کي دیمن دخلکودټولنیز انقلاب پایګاه ډیره اټینګوی.

په دي حساب، اوس هغه څه چي دآل سعود په وړاندې شتون لري، دادي چې دیمن له دي زرنې څخه دامن اوسوکاله وتلوله پاره يوه لار ولټوي!
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6an6y49n6w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته