دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۵۶
د مطلب کود : 119487
له قانون څخه یولوړقرمان ته د پارلمان منقي رأی
دپارلمان غونډې، دسرپرستۍ دقانون په اړه، دولسمشرله قانون ته پورته یوفرمان د رأیو په اکثریت ردکړ.

پدې فرمان کې ولسمشردپارلمان له غونډې څخه غوښتي ووچې دسرپرستي ګانو په قانون کې، دملي دفاع او داخلې وزارتونو او دملي امنیت په ریاست کې دافرادوسرپرست کولو له پاره یوه فقره زیاته کړي.

دفاریاب دخلکونماینده« بشیراحمد،ته ینج» په غونډه کې وویل.« ولسمشرغواړي چې دملې دفاع دوزارت سرپرست، خپل کارته ادامه ورګړي اوهمـ په هېوادکې امنیتي وضعیت په همدې توګه ادامه ومومي، مونږ ددې قانون دتعدیل مخالف یو».

دا دولسمشر پنځمـ فرمان دی چې په څووروسیتو میاشتولې د پارلمان دغړوله خواردېږي. تردې وړاندې د دپارلمان په غونډه کې، د موبایل تیلفون په مصرفي کارتونو باندې دماليې وضع کول، دګموکاتو دقانون تعدیل اودیو مستقل بود جوي واحد په توګه دآولسمشرۍ داقتصادي مشاورت ایجادول ردشول.
دحقوقي مسایلو کارپوهان اوايي چې پدې ټولو برخوکې د پارلمان غړو سمـ نیولي دي، ځکه چې ددې ټولو فرمانونو هېڅ یوهمـ قانوني اوحقوقي کافي بنسټ ندی درلودلی، له هغې جملې څخه يې د امنیتي ارګانونوپه ګټه دسرپرستۍ دقانون تعدیل ته اشاره وکړه. حقوق پوهان پوښتي چې دولسمشر استدلال پدې اړه څه دي؟ هسې استدلال چې دعقلي ضرورت اوددې اصلاحې په ملي مصلحت باندې دقانوني اوحقوقي متونوله مخې مستند همـ وي.
واقعیت دادی چې ددې فرمان له پاره داسې کومـ ملاتړشتون نه لري.

داستثنا اوتخصیص کولو اصل پدې معنا دی چې ولسمشر هڅه کوي څوله قانوني متن څخه یوشمېرکسان لېرې کړي، خو داکار دقانوني متونودټولیز بهیرخلاف دی.

یوقانون هغه مهال قانون وي چې دخپلې موضوع په ټولو افرادو باندې پلی شي.امنیتي ارګانونه په کومـ دلیل باید دسرپرستي ګانوله بهیرڅخه معاف اومستثنا شي؟
له سیاسي نظر او پېښ شوي جاري وضعیت څخه همـ دغه ډول اړتیا نه یوازې داچې نه احساس کېږي، بلکې برعکس، حتا که چېرې دغه ارګانونه دسرپرستي ګانوله قانون څخه ترمخه مستثنا شوي وي، باید ددې قانون موضوع شي؛ ځکه چې دافغانستان امنیتي وضعیت سیال، بې ثبات سیال او دپېشبیني وړنه دی او په بحراني شرایطوکې قرارلري. پدې حساب هغه افراد چې دامنیتي ارګانونو په راس کې قرارلري، په ترتیب سره دې دپارلمان دغړوله خوا ترازموینې لاندې ونیول شي، دهغوئ لارې چارې دې دجاري امنیتي وضعیت د امورو اوعبورلپاره په دوامداره توګه، وخت په وخت ارزیابې اووسنجول شي، څو پدې ترتیب سره مشخص شي چې دکارغوټه چېرې ده؟ دبحران جرړې له کومـ ځای څخه پېل کېږي؟ اوڅه تدبیرونه باید ونیول شي؟ څووضعیت بهبودومومي.

امکان لري هغه کس چې دکومـ مهمـ امنیتي ارګان په راس کې ځای ولري، د پارلمان دغړو معیارونوته په پاملرني سره دهغه پست وړتیا به نه لري، هغه به کېدای شي له پوهې، تجربې، تخصص او دبحران په په شرایطوکې له لازموتدبېرونو نیولوڅخه به بهرمن نه وي، کيدای شي د قومي انګېرنو، سیاسي اوشخصي ملا حضو پربنسټ، دیوې امنیتي دندې په راس کې ګمارل شوي وي او دوئ ته ورته نورمسایل. پدې اساس لازمـ دی چې امنیتي ادارې، دپارلمان په څېردیوې نظارت کوونکې ادارې ترمستقیم اومستمرنظارت لاندې قرارولري. یوشمېر کار پوهان همدارنګه دولسمشر په دې فرمان کې دسیاسي انګېرنو دګډون احتمال همـ نه رودي. هغوئ پدې هکله، په پارلمان کې دفاریاب دخلکو د نماینده « بشیراحمدته ینج» خبروته اشاره کوي چې ويې ویل: ددې فرمان موخه، په ملي دفاع وزارت کې دمعصومـ ستانګزي دسرپرستۍ پاته کېدل دي.

هغه تردې پخوا دپارلمان له خوا ردشوی ؤ، خو په خبرونوکې د پارلمان دځینوغړوله قوله وویل شول چې اشرف غني ویلي دي چې ښاغلې ستانګزی، زما ددفاع وزیردی او ده ته مهمه نده چې دپارلمان دغړو نظر دهغه په برخه کې څه دی؟
دتحلیل کوونکو په عقیده که دا ادعا سمه وي، دایوه خطرناکه خبره ده، دواکمنۍ اوحاکمیت مسئلې ته دداډول، نظريې پراخیتا، دهېواد په اداري اوقانوني نظامـ کې د پارلمان په څېر دخلکو دیوې نظارتي ادارې حاکمیت اورول لږوي او په ټولوچارو او برخوکې د یوفرد دمطلقې ارادې دخوندي کولو لپاره لاپرا نېزي!!

دیو داسې چلند دوامـ، بالاخره، دواک په سیمه کې دمطلقې اوکمنۍ اومطلق فکر په پای تمامېږي اودافغانستان په څېردیواستبداد ځپونکي هېواد لپاره په ژوره توګه خطرناک اوتهدید ونکی دی!

دپارلمان په پرونۍ غونډه کې چې دامنیتي مسئولینو په ګټه دسرپرستۍ قانون تعدیل اوله قانون څخه پورته فرمان رد شو، تمه کېږي چې ولسمشربه د پارلمان نظارتي مسئولیت په رسیمت وپېژني او په دې برخه کې به دخپلې ادادې له تحمیل څخه ډ ډه وکړي، لدې پرته به،« مردم سالاري اوقانونمداري» دلوري په له منځه تلوسره به دواکمنۍ او ځواکمنۍ سرعت ډېر او داکړته به اندېښمنه پایله ولري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfc1dyew6dyja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته