کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترور چاړه خپلی لاس نه خوږوی!

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس تحلیل و پژوهش اخبار , 9 حمل 1395 ساعت 14:39


د امریکا د دفاع وزارت، پنتاګون، اعلام کړی دی چی امریکایی ځواکونو ځینی داعش مشران یی چی د هغو په مابین باندی د داعش دوهم مشر پکښی پیژندل سوی دی وژلی دی.
امریکایی مشران، عبدالرممان مصطفی القادولی، عراقی چی تلخص یی حاجی ایمان دی د داعش د دارایی وزیر په نامه معرفی کړی دی او ویلی دی چی دا سړی پس له امریکایی ځواکونو په یو حمله باندی وژل سوی دی.
دا سړی پس له ۲۰۰۴ عیسوی کال کله چی ابومصعب الرزقاوی د القاعدی شبکی مشر د امریکایانوپه لاس وژل سوی وو و دغی ډلی سره ګډ سوی دی.
امریکاییان وایی چی عبدالرحمن مصطفی القادولی د القاعدی په ګروپ کی د زرقاوی معاونت په حیث خدمت کاوه.
د امریکا دولت او هغه متحدینو سو کال کیږی چی د تروریستی ګروپونه لکه داعش غوندی په سوریه کی په خپل حمایه کی نیسی؛ منګر په دغه باره کی هر کله چپ دی او شی نه وایی؛ منکر کله چی د دغی ډلی یو سړی وژل کیږی د امریکا د ځواکو په لاس کی د هغه خبری ټول نړی ډکوی معنی چی ډیر غټ کار یی کړی دی او د خپلی په وینا کی د داعش دوهم نمبر سړی یی د بینه وړی دی.
په اول قدم معلومه نه دی چی ایا دغه خبری ریښتیا ده او که یعه او په حقیقت کی دوی القادولی یی دوی وژلی دی که یعه دا خبر مونږ ریشتیا وګنو د داعشیانو یو مشر که دوهم سړی هم یی بیا هم چندانی مهمه نه ده او دوغونی رشیدی په کار نه دی چی داسی فکر وکی چی یو لویه کار یی کړی دی.
په دوه دلیل د مصطفی القادولی وژنه لویه کار نه دی؛ اول دا چی داعش کولای سی په هوسایی بل سړی د هغه پر ځای وټاکی او دغه هم کیدای سی چی داسی یو سړی و ټاکی چی تر القادولی زورور او ظالم هم دی معرفی وکی.
دوهم دلیل چی تر اوله دلیل لا مهمه ده دا دیچی متحده ایالاتو او د هغو غربی متحدین او منطقوی متحدین، یو ډله په پټه طریقه او بله ډله په نیمه پټه او نیمه ښکاره، همداسی خپلی حمایت د داعش او نور تروریستانو څخه په سوریه او عراق کی کوی او چپ نکښینی او داعش او نور تروریستی ګروپونه په نړی او منطقه کی چی داسی پټه او ښکاره حامیانی لری هیڅ دلیل نلری چی د یو نفر په وژلو جشن ونیسی او د تروریزم کار پای ته وبلی.
امریکا او د هغه د نړی متحدین یو خطرناکه پالیسی د تروریزم پرضد باندی نیولی دی په داسی حال چی دوی د ترویریزم څخه د خپلی اهداف دپاره استفاده کوی تر سو چی خپلی بیشرمانه اهدافوته ورسیږی تر هغه وخت پوری تروریزم دغسی جریان لری او د هغو وخت نه پوره کیږی.
نو داسی معلومیږی چی تر هغه وخت پوری استعمار او استکبار سته چی تروریزم خپلی ژوند ته ادامه ورکوی او هیڅ دولت یا ملت دوی نه دروی، ځکه چی دوی داسی لوی او قدرتمنده حامیان لری چی د خطرو په وخت کی د دوی سره مرسته کوی او په چم چی زده یی دی د خطرونه څخه بچتوی.
نن ورځو کی په سوریه او عراق او یمن کی، د تروریزم جبهه د سعودی عربستان او ترکیه او نور دولتونه په مرسته تقویه او علنی حمایه کیږی او د امریکا مشران او اروپایی متحدین یی هم د دغی قصه خبره ده؛ منګر تر اوسه پوری نه دی لیدل سوی چی یو خاصه کار د تروریزم پر ضد باندی وکی او یا د عربی مشرانو څخه وغواری چی د تروریزم د حمایی څخه په یمن سوریه او عراق کی لاس وژغوری.
منګر ځینی وختونو هم د غربیانو مشران او امریکاییان او جرمنی د ال سعود څخه ځینی انتقادونه کړی دی او غواری چی عربستان او نور هیوادونو د تروریزم د حمایه څخه قطعه کی؛ منګر د هغو غوښتنه په سمه توکه او قاطعانه نه دی او یوازی نمایشی دی چی یوازی عام خلک خطاباسی ؛ تر سو چی نریوال امریکا او د هغه متحدینو ته د تروریزم د اصلی حمایه کوونکی او د پوښتنی لاندی ونه کی او د غربیانو د بشردوستانه مشرانو هم په هغو په تورن و نه نیسی.
امریکایی مشران او اروپایی مشران خامخا پوهیږی چی د داعشیانو یو کس یا سو کسه چندانی مهمه نده او د هغو کار چاره نه کیږی او در هیڅ درد دوا نه دی ځکه که دوی ریښتیا وایی او دهغو هدف د ترور او جنایت د نابودولو دی باید د دغی رژیم اصلی پایګاګانی چی په منطقه کی معلومه دی په هدف ونیسی.
منګر دا کار هغه وخت کیږی چی امریکا او ناتو پخپله د تروریزم د حمایه په تورن په ټول نړی کی ونیول سی چی کار امکان یی نسته او د دماغ څخه لیری دی.


د مطلب کود: 124223

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/124223/د-ترور-چاړه-خپلی-لاس-نه-خوږوی

آوا
  https://www.avapress.com