دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۱۰
د مطلب کود : 125179
د راستانه شوو پنا غوښتونکو ملاتړ د غیر قانوني مهاجرتونو مخنیوی کولی شي
د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د عملياتي چارو مرستيال جورج اکوټ اوبو ویلي، که افغانستان د بېرته راستنېدونکو او بېځايه شوو ملاتړ ونه کړي، ګڼ شمېر نور افغانان به هم خپل هېواد پرېږدي.
د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د عملياتي چارو مرستيال جورج اکوټ اوبو ویلي، که افغانستان د بېرته راستنېدونکو او بېځايه شوو ملاتړ ونه کړي، ګڼ شمېر نور افغانان به هم خپل هېواد پرېږدي.

نوموړي وويل، په دې سفر کې به اروپا کې د افغان پناه غوښتوونکو د کړکېچ او د کورنيو بېځايه شوو کسانو ستونزې او ننګونې و څېړي او راتلونکو ورځو کې به پاکستان او ايران کې د شاوخوا دوو ميليونو او ٤٠٠زرو افغان کډوالو وضعيت لپاره يادو هېوادونو ته هم سفر وکړي.
د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ مرستيال د کورنيو بېځايه شوو د ژوند شرايطو ته په اشارې سره ګواښ وکړ چې روان کال کې به له افغانستان څخه بهرنيو هېوادونو ته زيات شمېر افغانان کډه شي.
تېرو درې نيمو مياشتوکې شاوخوا ٢٢٠٠ کډوال له پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راستانه شوي او په دې موده کې څه باندې ٨٠زره نور کسان د جګړو او ناامنيو له امله د هېواد بېلابېلو سيمو کې ځاى په ځاى شوي دي چې له دې څخه يو کال وړاندې موده کې ٣٨٠زره کسان بېځايه شوي وو.
جورج اکوټ زياته کړه: ((د امنيت نه شتون، ښو روغتيايي، روزنيزو او د پالنې اسانتياوو ته نه لاسرسى، د مېشتېدو او کار نه شتون د بېځايه شوو افغانانو له عمده ننګونو څخه دي، که نړيواله ټولنه د پراختيايي پروګرامونو له لارې د هغوى ستونزو ته لاسرسى و نه کړي، زيات شمېر افغانان به خپل هېواد پرېږدي.))
د پناه غوښتوونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ ياد چارواکي په ورته وخت کې له افغان حکومت څخه هم غوښتنه وکړه څو بې ځايه شوو کورنيو ته چې د ناامنيو له امله يې د هستوګنې اصلي ځايونه پرېښى دي، د دايمي اوسېدو ځاى برابر کړي او د هغوى اړتياوو ته د دولت پراختيايي بوديجه کې ځاى ورکړي.
اکوت د دې مطلب په څرګندولو سره چې تېره ورځ يې له پاکستان څخه له ځينو راستنو شوو او کور دننه بېځايه شوو کورنيو سره کابل کې کتلي، وويل چې دا کسان د بنسټيزو روغتيايي خدمتونو له کمښت سره مخامخ دي او په موقتي هستوګنځايونو کې ژوند کوي.
د امنيت نه شتون، ښو روغتيايي، روزنيزو او د پالنې اسانتياوو ته نه لاسرسى، د مېشتېدو او کار نه شتون د بېځايه شوو افغانانو له عمده ننګونو څخه دي، که نړيواله ټولنه د پراختيايي پروګرامونو له لارې د هغوى ستونزو ته لاسرسى و نه کړي، زيات شمېر افغانان به خپل هېواد پرېږدي.
هغه د خپلو خبرو بله برخه کې، د افغان ولس ناسم امنيتي او اقتصادي وضعيت ته په اشارې سره وويل چې له دې امله لږ شمېر افغان کډوال هېواد ته د راستنېدو زړه ښه کوي.
د جورج اکوټ په وينا، تېرو درې نيمو مياشتوکې شاوخوا ٢٢٠٠ کډوال له پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راستانه شوي او په دې موده کې څه باندې ٨٠زره نور کسان د جګړو او ناامنيو له امله د هېواد بېلابېلو سيمو کې ځاى په ځاى شوي دي چې له دې څخه يو کال وړاندې موده کې ٣٨٠زره کسان بېځايه شوي وو.
دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې د هېواد د کډوالو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي ويلي، اوسمهال شاوخوا يو ميليون کسان له خپلو اصلي سيمو څخه هېواد کې دننه نورو سيمو ته بېځايه شوي او د دې ترڅنګ تېر يو کال کې کابو ٢٥٠زره افغانان بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه اروپا ته کډه شوي دي.
https://avapress.com/vdca0mn6o49nu61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته