کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

درانه چنگونه په کندوز کی،نوی ازموینه د حکومت دپاره

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس تحلیل و پژوهش اخبار , 31 حمل 1395 ساعت 21:13

پس له هغه چی طالبان د خپلی پسرلنی عملیاتونه د عمری عملیات په نامه پیل کړی دی جنګونه په شمالی او کندوز او جوزجان کی ډیر سوی دی.


په داسی شپي او ورځو کی ډول ډول خبرونه اورو چی د طالبانو جګری او دولتی ځواکونو په مابین کی دی.
پس له هغه چی طالبان د خپلی پسرلنی عملیاتونه د عمری عملیات په نامه پیل کړی دی جنګونه په شمالی او کندوز او جوزجان کی ډیر سوی دی.
دولتی سرچینی د طالبانو د ۵۴ کسان د وژلو څخه خبر ورکوی چی د کندوز په شمالی ولایت اوجوزجان کی د درانه عملیاتو په پیل کی مړه سوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د یو اعلامیه په نشر کی لیکلیدی جی ۴۴ کسان د حمل پر۲۸ د یو پاکسازی عملیات په جریان کی دچهاردره اودشت ارچی اوخان اباد کی مړه سوی دی.
اعلامیه زیاته کړه چی د طالبانو یو مشهور قومندان د قاری حبیب په نامه په دغه عملیات کی وژل سوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وایی : په دغه عملیات کی ۶۱ طالبان ټپیان سوی دی. دغه وزارت زیاتوی چی تر اوسه دغه عملیات دپاکسازی جریان لری.
طالباان هم په مقابل کی ادعا کړی دی چی مونږ له دری خوا پر شمال اوغرب اوشرق باندی حملی کړی دی او په دغه عملیات کی هم مخ ته تللی یو.
بل ریپورت خبر ورکوی چی محمد رضا غفوری د جوزجان والی ویان رسنوته ویلی دی چی د طالبانو ډلی په حملو کی لس کسان وژل سوی دی او ۱۵ نور تپیان دی.ښاغلی غفوری زیاتوی چی د یرغلګرو او دولتی ځواکونه جنګ د قوش تپه کی جریان لری . د هغه په باور کی طالبان په دغه خاطر حملی کوی ځکی چی غواړی خپلی اجساد او زخمیان د علاقی څخه لیری کی.
طالبان د تیره کال په مابین کی د یو لږ وخت دپاره د قندوز ښار یی نیولی وو اود ملی وحدت پرستیژ یی په هیواد او نړی کی خراپه کړی دی.
که یو څه هم د ملی وحدت حکومت ډیر کمزوره کار پیل کړی دی او دغی ښآر یی د یرغلګرو او دښمنانو لاس ساتلی دی؛ منګر د کندوز ښارساتل په داسی شرایطو چی د هغه کورنیو کی د مالی اوجانی صدماتوسره مخامخ وو او دری شپی اوورځو کی د دوی ټول شیان دطالبانو او ددوی ملګرو په اختیار کی وو له اکثر پوهانو په نظر کی دا لاس ته راوړنه نه تنها د ملی وحدت حکومت دپاره فخرنه دی بلکی په اصل هم د دغی دولت او حکومت د ولسو خدمتګذار او دولت دپاره هم د پوښتنه لاندی راوړی .
د افغانستان ولس انتظار او توقع درلوده چی هغه حکومت چی ځان یی د ولسو او ټولو قومونه نماینده معرفی کړی وو او د ملی وحدت عنوان د ځان سره وړی، په اساس کی نباید داسی پیښه د کندوز ولس دپاره پیښه سوی وای او نه هم نباید د نور ولایتونه دپاره پیښه سی.ځکه چی دلیل نسته چی یو ولسی حکومت او دولت او یو نظام چی د ټولو ځایونوڅخه یونماینده دی په یو ښار چی د پایتخت څخه لیری هم نه دی د هغه ولس د خطر او د دښمنانو تهدید سره سی چی په یوه شپه ټوله د دښمن په لاس کی راسی.
واقعیت دادی چی د کندوز تیره کال نبرد یو مهمه ازموینه د ملی وحدت حکومت دپاره وو چی په هغه کی حکومت نسوای کولی چی د کامیابی نمبر د افغانستان ولس او علی الخصوص د کندوز ولس دپاره وګټی
ځکه د خلګو توقع د ملی وحدت حکومت مدعیانو څخه ډیر وو او دوی اعتقاد درلوده چی داسی پیښه په اصل او اساس کی د پوښتنه وړ دی او دوی پوښتنه کوی چی ولی په داسی امکانات بی له هیڅ ومقاومت او جنګ ټوله ښار یی خوښه کړی دی او دخپلی ښکست باندی بسته ښار یی دښمنان ته سپارلی دی.
بیا هم د طالبانو یو ځل بیاحمله پر دغه ښار باندی داسی معلوموی چی یو بل آزموینه په مخه دی. او د خلکو او ملی وحدت حکومت مشران په نیګرانه ستیرګی د جاری اوضاع ته ګوری او باید ووینو چی نوی مشران او دولتی کسان د دښمنانو دحملی په مقابله به څه کوی؟
اوبګورو چی ملی وحدت حکومت په دغه ازموینه او اخرنی او نهایی آزموینه به څنګه کوی.خلګو هم د یو سیره دو پلا نه چیچل کیږی.
زمونږ دولتی خلک باید خپلی سترګی خلاصه کړی اوپوه سی چی د یو ولس په مقابل کی ولاړ دی. داسی خلک چی د زورمنده دښمنانو ملا مات کړی دی او باید پوه سی د دغی خلکو او ولس چپتیا د دوی د ضعف او کمزوری نښانه نه ده او نه هم بیریږی . نن ورهر قسم فشارچی دوی تحمل کوی یوازی یو دلیل لری او هغه هم دا دی چی نغواړی بله ستونزی او بحرانه د امنیت او هیواد دپاره جوړه کړی، نو دوی ته لازمه ده چی د ملی وحدت مشران تر دا زیادتره د خلکو احساسات او عواطفو اوحوصلی څخه لوبه ونه کړی او د لومړنی ځل دپاره و افغانستان او ولس دښمنانو ته لکه طالبان او داعشیان اجازه ورنکی چی په چپه سترګی و دغی خاورو او خلکو ته ووګوری او یو ښار لاهم د دوس پلاس کی ورکړی چی یو ځل بیا د نهایی آزموینه کی لوړه رتبه وګټی.


د مطلب کود: 125244

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/125244/درانه-چنگونه-په-کندوز-کی-نوی-ازموینه-د-حکومت-دپاره

آوا
  https://www.avapress.com