دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۱۲
د مطلب کود : 125712
تر هغه وخته پوری چی پر اصول باندی پښه ایږدو، استکبار زمونږ غاړه نیسی!

په قران کریم کی یو ایه سته چی کولای سو هغه د مانفیست د اسلام دحنیف په ایین کی قبوله کړو او د هغه په اساس کی د اسلامی جوامعو د حساس روابطو اوراهبردی روابطو یی د کفر نړی اوشرک پی ریزی وکو. د دغی آیه ترجمه داده چی د خدای تبارک و تعالی خپلی رسول او مونږ ته وایی چی یهود او نصارا ستا څخه نه راضی کیږی تر هغه وخته پوری چی د دوی څخه تبعیت او پیروی وکی.
د ملیت کلمه يو عربی کلمه ده او د لار او روش په معنی ده. په قران کریم هم دغی کلمه په دغه معنی راغلی دی. د غه کلمه پنځه لس پلا په ۱۵ ایه د قران شریف کی راغلی دی، منګر د هغه مفهموم چی په قران کریم کی راغلی دی د هغو مفهوم چی فارسی زبانان د هغه د مشتغاتو استفاده کوی سره فرق لری.
ملت د قران شریف په اصطلاح کی د لار او روشونه او طریقی دی چی له یو مذهبی رهبر لخوا پر خلکو باندی عرضه کیږی. د مثال په توکه وایی: مله ابیکم ابراهیم معنی ستاسو د پلار ابراهیم لار
بل ځای وایی: مله ابراهیم حنیفا
راغب اصفهانی د مفردات القران کتاب کی لیکی: ملت او املال چی هغه املا دی له یو ریښی څخه نیول سوی دی . فلیملل ولیه بالعدل
ژباره: د هغه ولی په عدالته املا وکی. راغب وایی سبب یی چی باید د یو الهی طریقی څخه ملت نومیږی دادی چی له الله جل جلاله لخوا املا او دیکته سوی دی.
نو د قران شریف له نظره یو فکری او علمی مجموعه او یو روش چی خلک باید د هغه په مبنا باندی عمل وکی ملت نومیږی. له دی نه ، ملت او دین یو معنی ورکوی، په دغه فرق چی یو شی په یو اعتباره دین او په بله اعتبار ملت نومیږی، په هغه اعتبار ملت نومیږی چی هغه شی له خدای جل جله لخوا پر نبی باندی املا کیږی تر سو چی خلک ته ابلاغ سی او د هغه په مبنا باندی ولس یی رهبری وکی.
د فقه الغه عالمان وایی: یو فرق د دین او ملت په کلمو کی دادی چی د دین کلمه کولای سو پر خدای باندی اضافه کړو د مثال په توکه ووایو چی دین الله معنی د خدای په دین او همداسی کولای سو ووایو د زید په دین کی او یا د عمر په دین کی . منګر د ملت په کلمه کی نسو کولای چی خدای جل جلاله اضافه کړو او داسی نه ویل کیږی چی ووایو د خدای ملت یا د عمر ملت یا د زید ملت، یوازی د هغه رهبر چی د خدای له طرفه مامور دی او د یو خاص طریقه په مطابقت باندی اضافه کیږی د مثال په توګه ویل کیږی چی: ملت ابراهیم یا ملت عیسی د حضرت محمد صلی الله علیه و اله ملت .
له دی نظره کولای سو چی ووایو چی د ملت کلمه د مکتب په کلمه کی سره نیږدی دی. د مکتب کلمه کله کله د یو رهبر اومسلک په معنی هم اضافه کیږی. که له دغی خوا چی ملت کلمه لکه مکتب املا او دیکته کیږی استفاده وکو ډیر شباهتونه او نږدی توبی سره معلوموی.
د پورتنی مقدمه په نظره داسی معلومیږی چی د ملت دپاره یو مناسبه او سمه تفسیر په ایه کی چی کولای سو ارایه وکو، یو لار او روش دی چی د یو لویه بینش په قالب باندی د او مانیتسی له غربی فلاسفه د انسانانو د فکری او ذهنی استثمار کی طرح او برنامه ریزی سوی دی او هدف یی دا دی چی د ادم علیه السلام د دین او الهی ملت څخه په کلونوکی لیری کی.
اوس په دغه ترجمه او تفسیر، خدای تبارک و تعالی د خپل لومړنی قدم کی یهوداو نصارا یی و نبی اکرم او نورو مسلمینوته معرفی کوی چی څومره کینه او لجاجت د مسلمانانو سره لری او په عین حال کی چی د اسلام حقانیت دوی ته ثابته سوی دی منګر بیا هم په باندی ایمان نه راولی دوهم دا چی حق نه قبولوی او غواړی چی خپلی باطله باورونه پر مسلمانان او نبی صلی الله علیه و اله باندی تحمیل وکی تر سو چی سل فیصده نبی اسلام او د هغه پیروان و نه سی اود اوسنی اصطلاح کی د دوی پالیسی و استعماری سیاستونه د اسلامی هیوادونه کی دانه په دانه اجرا ونه کی دوی هیڅکله د نبی اسلام او اسلامی امتیان پوری نه رضا کیږی.
حضرت امام خمینی هم دغه واقعیت یی ښه پوه سوی وو او دغه ایه یی د ایران دولتیان او نو مسلمانانوته هر کله تکرارول او وویل: هر کله چی احساس وکی چی د استکبار جبهه ستاسو څخه راضی سوی دی په ځان باندی شک وکی؛ معنی داسی کار موکړی دی چی د دوی د استعماری د اهدافو په لار یو قدم اخیستی دی چی زمونږ څخه رضا سوی دی اوپه بله معنی مونږ د دوی د ملت او روش او ایدیولوژی کی تبعیت او پیروی کړی یو.
د امریکا دوه اړخیره لوبه د ایران د هسته ای توافقونه د اوسنی وخت کی، یو ځل بیا د جهان بینی او انسان پیژندنه پر حق او د قران کریم ښاګرد امام خمینی ره د تایید ټاپی ایښی دی چی څومره دوی د خبری او ادعا باندی یو شی دی او په رفتار او تعهد کی د خپلی دخبرو کی بل شی.
بی له دا چی د سپین کاخ مشران د ایران د داراییو کی تقریبا دو میلیارد ډالر یی بندیز کړی دی او دخپلی ترفندونه کوښښ کوی چی امریکایی او اروپایی بانکونه د ایران د معاملاتو کی بیروی او کوښښ کوی چی ځینی شایعات چی ایران نا امن دی او د تاجرانو او خارجی سرمایه دارانو لپاره نه دی سم، و تلاش کوی چی خپلی بندیزونه ادامه ورکی. دا کارونه ټول یو معنی بالا نه لری هغه هم دا دی چی ایران دولت او ازاده ملت د دوی څخه تبعیت نه کوی او د هغه نتیجه هم دا دی چی اروپایی او امریکایی قدرتونه د دوی څخه راضی نه دی.
https://avapress.com/vdcdfk0fxyt0x56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته