دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۴۴
د مطلب کود : 131018
امریکا باید تاوان ورکړی؛ دامریکایی ځواکونو حمله دافغان پولیسو پریوپوستی باندی په ارزګان کی
دامریکایی ځواکونو هوایی حمله دارزګان ولایت دیو پولیسو پر قرارګاه باندی د ۸ پولیسو ژوند واخیستی او دسناتورانو خشم یی راپورته کړی دی.

دامریکایی ځواکونو هوایی حمله دارزګان ولایت دیو پولیسو پر قرارګاه باندی د ۸ پولیسو ژوند واخیستی او دسناتورانو خشم یی راپورته کړی دی.
دافغان غږ خبری آژانس دګزارش له مخی، دیکشنبی په مازدیګر دترینکوت دښار په کته سنګ منطقه کی، خارجی ځواکونه دپولیسو پر یو پوستی باندی دوه حملی ترسره کړه چی په نتیجه کی ۸ تنه ملی سرتیری خپل ژوند دلاسه ورکړه.
نثار احمد حارس، دسنا دمجلس غړی نن( سه شنبه، ۳۰ سنبله) ددی مجلس په عمومی ناسته کی وویل چی مسوول نهادونه باید ددی موضوع څخه په سادګی تیر نه سی.
ښاغلی حارس اضافه کړه چی یواځی دامریکایی ځواکونو تاسف کافی نه دی، امریکا باید دی سرتیروته دخپل سرتیرو په شان تاوان ورکړی.
محمد حسن هوتک، دسنا دمجلس بل غړی دارزګان دولایت پر پولیسوباندی حمله یو ظالمانه کار بللی دی او په دی باره کی دتحقیقاتو غوښتونکی سو.
ښاغلی هوتک وویل: امریکا څرنګه چی خپلو اتباعو ته په پاکستان کی یو نیم میلیون دالره تاوان ورکړه، باید دافغانستان شهید سرتیروته هم تاوان ورکړی.
په همدی حال کی، حسیب الله کلیمزی وردک، دسنا دمجلس دوهم معاون چی دنن جلسی ریاست په غاړه درلودی، وویل چی پرسرتیرو باندی حمله په ارزګان کی دامریکایی ځواکونو دبی احتیاطی له امله دی.
ښاغلی کلیمزی په دی بیان سره چی دارنګه حملی هیڅ وخت دتوجیه وړ نه دی اضافه کړه: ددی حملی ترسره کوونکی باید تر قانونی پیګرد لاندی ونیول سی.
په دا حال کی، دافغانستان دداخلی وزارت اعلان کړ چی دخارجی ځواکونه داحمله چی په ارزګان کی ترسره سوی دی او ۸ سرتیری یی شهیدان کړی دی، ترڅیړنی لاندی نیسی.
په هغه خبرنامه کی چی نن سهار ددی وزارت لخوا رسنیوته واستول سو، راغلی دی چی دا وزارت یو حقیقت یابه هیات ددی څیړنی لپاره ټاکلی دی.
په دی حال: دناتو قاطع حمایت کوونکی ماموریت په کابل کی دا حمله منی؛ خو وایی چی ددی حملو پسی مسلحه طالبان چی ددی تلاش درلودی افغان امنیتی ځواکونه تر حملی لاندی راولی، تر هدف لاندی ونیوی.
همزمان ددی سره دافغانستان دداخلی وزارت وایی چی ددی حادثی نور جزییات به دڅیړنی وروسته ارائه سی.

https://avapress.com/vdcjvvevouqetyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته