دخپریدو نیټه :شنبه ۳ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 131093
یمن، دخلافت دجنګونو قربانی
دیو اخبار له مخی ویل کیږی چی امریکا د ۱٬۱۵ میلیاردو دالرو په ارزشت نظامی تجهیزات دعربستان سعودی پردولت باندی خرڅوی.

دیو اخبار له مخی ویل کیږی چی امریکا د ۱٬۱۵ میلیاردو دالرو په ارزشت نظامی تجهیزات دعربستان سعودی پردولت باندی خرڅوی.
دامریکا داتصمیم په داسی حال کی نیول کیږی ویل کیږی چی ددی هیواد سنا ددی کار سره مخالفت کوی.
قراردی چی په دی ورځو کی ددی نظامی تجهیزاتودخرڅولو دتصمیم لایحه ددی هیواد سنا ته واستول سی او ګمان پردی دی چی دالایحه به دسنا رضایت کسب نه کړی چی په هغه صورت کی داوباما ددولت دعکس العمل سره مخامخ کیږی.
په هر صورت کی، څه مذکور لایحه دامریکا دسنا دمجلس څخه پاس سی که نه؛ یو شکاره موضوع دی چی امریکا دخاورمیانه په جنګو کی ددی هیواد سره فعال حضور لری.
دډیرو کارپوهانو له نظره، دومره لوی او دروند حجمه تسلیحاتو خرڅونه وسعودی ته، یواځی اقتصادی ګټی په خاطر داوباما ددولت مقصد نه دی، او امریکا ددی اقتصادی معاملی په شا خپلو استعماری اهدافوته نظر لری.
دپوهانو په باور، سعودی وظیفه لری چی ددی دروند حجمه تسلیحاتو په لاسته راوړلو سره په یمن کی دامریکا دنیابتی جنګ سره یوځای سی او خپله په دی جنګ کی دیو فعال بازیګر په حیث وی.
لکه څرنګه چی پوهیږو څه ناڅه یواو نیم کاله کیږی چی عربستان سعودی پر یمن باندی هجوم کړی دی او شپه او ورځ ددی هیواد خلګ او زیربناوی تر بمباران لاندی راولی او په شکاره ستم دیمن ددولت او ملت په وړاندی، علاوه د ۹ دولتو په منطقه کی دائتلاف تر نامه لاندی دامریکا دولت هم په یمن کی ددی هیواد خلګ قتل عام کوی او په داطریقی سره دکاخ سفید موافقت دسعودی دتجاوز سره پر یمن باندی تائیدوی.
دآمارو له مخی دسعودی او دهغه همپیمانو دتجاوز دشروع څخه پر یمن باندی، تقریبآ ۱۰ زره خلګ له منځه تللی دی او ددی هیواد ډیر ساختارونه ترفقر لاندی راغلی دی او دخاوری سره یوشان سوی دی؛ او دزرهاوو په تعداد مجروح او معیوب خلګ په یمن کی د ائتلاف دهوایی حملو په واسطه دسعودی دولت په همکاری پرځای پریښی دی.
واضح خبره ده چی دامریکا په نیابتی جنګو کی دمنطقه ای دولتو په وړاندی روسیه یواځنی هیواد دی چی دمتحده ایالاتو فعال رقیب دی او دهغه پرلاس باندی لاس نه دی ایښی او په جدی توګه عرصی ته وارد سوی دی او دیمن او سوریی په شان دولتو سره دهمکاری لپاره راولاړسوی دی که دروسیی دا کمکونه او دخالتونه په سوریه او یمن کی نه وای، په حاضر حال کی موږ به په دی هیوادو کی دغربیانو دنوی دولتو شاهدان وای.
ځینی پوهان لکه استفان لندمن، درادیو مجری او لیکونکی دشیکاګو څخه په دی باوردی چی د امریکا په ریاستی انتخاباتو کی دآغلی کلینتون بری چی ددموکراتانو نماینده دی، په منطقه کی نیابتی جنګونه شدید اوترهغه هم سختوی او منطقه ای هیوادونه دومره ژیر امنیت او ثبات به نه ووینی.
خو واضح دی چی دا تحلیل نه سی کولای دواقعیته ډک وی؛ ځکه چی پوهیږو موجود پالیسی دکاخ سفید په خارجی سیاستو کی دیو فرمول او دمانفیست دکتاب حکم لری چی اصول یی ثابت دی او ددولتو په تګ او راتګ سره تغیر نه کوی.
دوهم داچی لنډمودته تاریخی تجربه شکاره کوی چی ددخالت او جنګ اچونی روحیه په جمهوریت غوښتونکو کی ددموکراتانو څخه ډیر دی او دتاریخ حافظه په ښه توګه شکاره کوی چی هغه جنګونه چی جمهوری غوښتونکی په منطقه کی رامنځته کړی دی او دموکراتان هم ددی جنګونو ادامه ورکوونکی دی.

https://avapress.com/vdccosqs12bq1x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته