دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 131400
د تروریزم د حمایت کوونکو څخه شکایت؛ امریکا د څه شی په اندیښنه کی دی؟
باراک اوباما؛ دامریکا رییس جمهور ددی هیواد قانون ګزارانو اقدام د مصوبی د ماتولو لپاره د تروریزم د حامیانو څخه شکایت یو غلطی وبلل.

باراک اوباما؛ دامریکا رییس جمهور ددی هیواد قانون ګزارانو اقدام د مصوبی د ماتولو لپاره د تروریزم د حامیانو څخه شکایت یو غلطی وبلل.
د امریکا سنا د ۹۷ قاطع رایو سره د باراک اوباما د وتوی په وړاندی د تروریزم د حامیانو څخه دشکایت د حصوبی په اړه رای ورکړه چی د سپتامبر د ۱۱ د حادثی د قربانیانو کورنیو ته اجازه ورکوی چی د سعودی درژیم څخه شکایت وکړی.
د نمایندګانو د مجلس اکثریت غړی هم دسنا تصمیم تایید کړ او په دی ترتیب د اوباما وتوی بی اثره سوه.
ښاغلی اوباما ویلی دی چی دا طرحه کیدلای سی د امریکایی شرکتونو په وړاندی، ددی هیواد د ځواکونو او مقاماتو په وړاندی د حقوقی دوسیو د مطرح کیدو باعث سی.
جان برنان؛ د سیا رییس هم ویلی دی چی دا مصوبه ( درانده پیامدونه ) د امریکا د امنیت ملی لپاره به ولری.
اوباما په یو پیغام کی د سنا ددوو حزبو رهبرانو ته ددی مصوبی د قانونی کیدو څخه هشدار ورکړی او ددی مصوبی د خبرو څخه د ( د دولتونو دمصونیت داصل نقض ) دامریکا ضد تروریستی عملیاتونه د نړی په مختلفو برخو کی په خطر کی اچوی.
کارپوهان وایی چی هغه څه چی دامریکا کنګره د باراک اوباما د تصمیمونو په وړاندی ترسره کړه، بی له شکه د قانون ګزارانو یو بی سابقی اقدام بلل کیږی.
دا اقدام ددو طرفو څخه داهمیت وړ دی: لومړی دا چی د امریکا د کنګری دواړه نماینده ګان دسعودی درژیم په وړاندی چی دامریکا لوی هم پیمانه او دتسلیحاتو رانیونکی بلل کیږی په وړاندی ودریدل او دا یعنی، چی دوی دا ګټی ددا کار څخه نادیده ونیول او په دا ترتیب، تلاش کړی دی چی دامریکا قربانیانو ته حق ورکړی.
ددی اقدام بله مهمه موضوع دادی چی د امریکا قانونګزاران د ۸ کالو په جریان کی لومړی ځل دی چی د باراک اوباما د وتوی په وړاندی دریدلی دی او په دی توانیدلی دی چی په قاطع رای سره د رییس جمهور دوتوی رای مات کړی.
البته په لومړی برخه کی، پوهان وایی چی دامریکا دکنګری نماینده ګان، په دوو اولویتو داخلی او خارجی سیاستو کی، حق و داخلی سیاست ته ورکړی دی او په دی ترتیب، د امریکا د قربانیانو طرفداری یی کړی دی؛ هغه څه چی د کاخ سفید په نظر د امریکا د سیاست په عرصه کی بالخصوص د سعودی رژیم دتعامل او ددی مالی او اقتصادی او تسلیحاتی ګټو په وړاندی، دقبول وړ نه دی او دباراک اوباما په تعبیر غلط دی.
په دی حال سره، د تحلیل ګرانو په عقیده، دا ټوله ماجرانه دی. هغه توجیه چی باراک اوباما او دسیا دسازمان رییس د کنګری د تصمیم په اړه مطرح کړی دی، دمهمو نقطو حاوی کوونکی دی.
ښاغلی اوباما وایی چی دا تصمیم، د ددولتو حقوقی مصونیت اصل تر سوال لاندی واقع کوی، د امریکا ضد تروریستی عملیاتونه دنړی په مختلفو برخو کی په خطر کی اچوی او د امریکایی شرکتونو، ځواکونو او مقاماتو په وړاندی چی په خارج کی دی د حقوقی دوسیو د مطرح کیدو باعث ګرځی.
دا توجیه، شکاره کوی چی دامریکا دولت، ددی تصمیم څخه اندیښنه لری. په سوریه، عراق، لیبی، افغانستان، فلسطین، یمن او نور مناطق کی دامریکا عملکرد داشکاره کوی چی امریکا د ځینو تروریستی جریاناتو حمایت کوونکی دی.
دا چی باراک اوباما د کنګری د تصمیم په وړاندی، دوتو دحق څخه داستفادی اقدام وکړ او په دی ترتیب، حتی دقربانیانو حق یی نادیده ونیول او دسعودی رژیم طرفداری یی وکړه، شکاره کوی هغه وخت چی ددی هیواد ګټی اقتضاوکړی، نه یواځی خپل خلګ نادیده نیسی؛ بلکه په شکاره ډول سره د تروریزم او دتروریزم څخه دحمایت کوونکو هیوادو لکه عربستان څخه حمایت کوی.
له بله طرفه، د پوهانو په عقیده، د امریکا رییس جمهور او دسیا دسازمان رییس ددی اندیښنه کوی چی دا تصمیم به دامریکا او دهغه نظامیانو په وړاندی چی دتروریزم څخه حمایت کړی دی د حقوقی دعاوو دطرحی لامل ګرځی.
ډیر پراخ دوسیی په دا برخه کی په مختفلو هیوادو لکه افغانستان، عراق، سوریه، پاکستان او... کی د امریکا دنظامی ځواکونو په وړاندی سته؛ هغه موارد چی د امریکا د رییس جمهور په اصطلاح د ضد تروریستی عملیاتو کی منځ ته راغلی دی؛ خو په عمل کی، د تروریستی عملیاتو سره هیڅ فرق نه لری او دا ټول هغه څه دی چی دامریکا دولت اندیښمند کوی.

https://avapress.com/vdce7z8z7jh8xei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته