خوښ ديک ۰

د مدینی څخه تر کربلا پوری د سید الشهداء امام حسین( علیه السلام) سره

موږ اهلبیت پر تاسو باندی دولایت او حکومت لپاره ترټولو مناسب یو دهغه مدعیانو څخه چی د عدالت په اساس عمل نه کوی او ستاسو په حق کی ظلم کوی. ای خلګو! زه ستاسو لوری ته نه یم راغلی تر څو چی تاسو خپله زه دعوت کړم. نو که زما دراتلو څخه راضی نه یاست، بیرته وګرځیږم
د مدینی څخه تر کربلا پوری د سید الشهداء امام حسین( علیه السلام) سره

موږ اهلبیت پر تاسو باندی دولایت او حکومت لپاره ترټولو مناسب یو دهغه مدعیانو څخه چی د عدالت په اساس عمل نه کوی او ستاسو په حق کی ظلم کوی. ای خلګو! زه ستاسو لوری ته نه یم راغلی تر څو چی تاسو خپله زه دعوت کړم. نو که زما دراتلو څخه راضی نه یاست، بیرته وګرځیږم
د ابی عبدالله الحسین (ع) د قیام فلسفه د هغه په خبرو کی چی د مدینی د حرکت د پیل څخه وویل پیدا کولای سو.
مدینه زمان: دهجرت ۶۰ کال د رجب دمیاشتی دوهمه نیمایی د مدینی حاکم(ولید بن عتیقه) دستور ترلاسته کړ چی د امام حسین څخه دیزید لپاره بیعت ترلاسه کړی. حضرت وفرمایل: یزید یو فاسق او شراب خوړونکی شخص دی او دخلګو وینه په ناحقه تویوی او دفساد اشاعه کوونکی دی او لاس یی دبی ګناه خلګو په وینه لړل سوی دی او زه دهغه سره بیعت نه کوم. هغه وخت چی مروان بن حکم د یزید بیعت د حضرت څخه وغوښته امام حسین (ع) وفرمایل: ای دخدای دشمنه! لیری سه، ما د خدای درسول څخه واوریدل چی وویل: خلافت د ابوسفیان د زامنو لپاره حرام دی که معاویه مو زما پر منبر ولید هغه هیڅته کړی. او دهغه امت داسی ولیدل او هیڅ عمل یی ونه کړ دا چی الله (ج) هغوی دیزید په شر ګرفتار کړ.
امام حسین (ع) د هجرت په ۶۰ کال د رجب دمیاشتی په ۲۸ شپه د خپلو کورنی سره او یو څو تنو یارانو سره، د خپل جد حضرت محمد (ص) څخه دوداع کیدلو وروسته دمدینی څخه مکه ته حرکت وکړ. امام حسین (ع) د خپل خروج هدف د مدینی څخه په خپله وصیتنامه کی داسی بیانوی:... ددی بغیر نه دی چی دخپل جد دامت د اصلاح لپاره وتلی یم. غواړم چی دامر بالمعروف او نهی عن المنکر په کولو سره دخپل جد حضرت محمد(ص) او خپل پلار علی(ع) په روش عمل وکړم. هغه څوک چی د خدای لوری ته دعوتوی نیک عمل ترسره کوی او ووایی چی دمسلمانانو څخه یم، دخدای او دهغه درسول څخه نه جدا کیږی ... که خپل پیغام کی دی زما خیر غوښتلی وی، خدای دی ستا پاداش درکړی.
مکه زمان: د هجرت ۶۰ کال د شعبان د ۴ څخه د ذی الحجه تر ۸ پوری امام حسین (ع) د شعبان پر دریم مکی ته ورسیدل او دعباس بن عبدالمطلب په کور کی ساکن سو. د مکی خلګ او حاجیان چی داطرافو څخه راغلی وو د حضرت دلیدلو څخه برخمن کیدی. امام حسین (ع) د ۱۲۰۰۰ نامو رسیدو دابوسفیان لخوا څخه وروسته مسلم بن عقیل یی دخپل نمایندی په حیث د رمضان په ۱۵ کوفی ته واستول. حسین (ع) په خپلو پیغامو کی د حکومت لپاره اهل البیت (ع) د حکومت کولو لپاره لایق او سزاوار معرفی کړ او... حضرت د مسلم بن عقیل د پیغام په رسیدو سره دهغه سره دکوفی دخلګو دبیعت پر مبنا او له بله خوا د خدای دکور د حرمت دساتلو لپاره – چی په هغه ځای کی دحضرت دکتل تصمیم یی نیولی وو حج یی په عمره تبدیل کړه او دذی الحجه په ۸ د ډیرو دوستانو په مخالفت سره عراق ته روان سو.
دحضرت ځینی آخری خطبی په مکه کی: موږ اهل البیت دخدای په رضا راضی او خوشحاله یو ... هر څوک چی غواړی زموږ په لار کی جانبازی وکړی او خپل وینه د خدای د رضا لپاره نثار کړی، زموږ سره دحرکت لپاره آماده اوسی. دهغه وخت صفاح: د هجرت په ۶۰ کال د ذی الحجی په ۹ د چهار شنبی په ورځ دعراق دتللو مخالفینو په ځواب کی ورته وفرمایل: دخدای رسول می په خوب ولید او مهم امر می ترلاسه کړ او باید هغه تعقیب کړم. په دا منطقه کی فرزدق یو شاعر دهغه حضرت سره ملاقات وکړ او دحضرت په ځواب کی چی دعراق دخلګو څخه جویا سوی وو، وویل: دخلګو زړونه ستاسو سره دی خو شمشیرونه یی د بنی امیی سره. امام حسین(ع) فرزدق ته په خطاب کی وویل: که مخکی راتلل دمراد په اساس وی، خدای ته د هغه دنعمتونو لپاره شکر باسو. که مخکی راتلل دمراد په اساس نه وی هغه یو چی دحق او تقوا نیت دهغه پر زړه باندی حکومت کوی، د صحیح مسیر څخه نه خارجیږی او زیان نه وینی. دهغه وخت عرق ذات: د هجرت ۶۰ کال د ذی الحجه ۱۴ او ددوشنبی په ورځ په دا ځای کی وو چی عبدالله بن جعفر، دحضرت زینب(سلام الله علیها) میړه یو امان نامه د مدینی د حاکم ( عمرو بن سعید ) څخه چی په هغه وخت په مکه کی وو، واخیستل او حضرت ته یی راوړ چی مضمون یی داسی وو: زه تا دتفرقی څخه منع کوم او ستا دهلاک کیدو څخه بیریږم!! نو زما لوری ته وګرځیږه تر څو زما ترامان لاندی واوسی! حضرت په ځواب کی داسی وویل: هغه یو چی دخدای لوری ته دعوت وکړی نیک عمل ترسره کړی او ووایی چی مسلمان یم، دخدای او دهغه درسول څخه نه بیلیږی ... که په خپل پیغام کی دی زما خیر غوښتلی وو خدای دی درته اجر درکړی. عبدالله خپل زامن( عون او محمد ) د حضرت دخدمت او ددشمنانو سره د جهاد لپاره سفارش وکړ او خپله مکی وګرځیدی.
د حضرت دپیغام ځینی برخی چی عمر بن سعید ته لیکلی وو: ښه امان، دخدای امان دی. دخدای څخه، بیریدل په دنیا کی غواړو چی په آخرت کی موږ ته امان راکړی.
حاجر زمان: د هجرت په ۶۰ کال د ذی الحجی ۱۵ د سه شنبی په ورځ حضرت یو پیغام د قیس بن مسهر پواسطه دکوفی ځینی خلګو ته واستول او داسی ولیکل: د مسلم بن عقیل پیغام چی ستاسو داجتماع څخه زما دهکاری او حق لپاره وو ماته ورسیدل خدای(ج) ستاسو دنصرت او یاری لپاره لوی اجر ستاسو په نصیب کړی ... هغه وخت چی قیس تاسو ته رالی دخپل کار لپاره محکمه واوسی، زه هم په همدی ورځو کی تاسو ته رسیږم. قیس دلاری په اوږدو کی ونیول سو. هغه د ناچاری له لاسه دامام پیغام څیری کړ تر څو دهغه دمضمون څخه خبر نه سی. له هغه وروسته هغه یی د دارالامان ماڼی ته عبیدالله ته یووړ. دهغه څخه وغوښتل چی دهغه کسانو نوم چی امام حسین ته پیغام ورکړی دی افشا کړی او یا دخلګو په مقابل کی حسین او خپل پلار او خپل ورورته شکنځل وکړی. هغه دقصر پر سر په پورته کیدو سره دحضرت علی (ع) په تمجید دهغه زامن او خپل ځان دمعرفی کولو لپاره، او ابن زیاد او دهغه یاران نفرین کړ او دحضرت د حرکت څخه یی خبر ورکړ او دخلګو څخه وغوښتل چی دامام دعوت مستجاب کړی. نو عبیدالله دستور ورکړ چی هغه دقصر څخه لاندی واچوی او بدن یی قطعه قطعه سو او په داډول په شهادت ورسیدی.
د امام حسین (ع) خبری د مکی او کربلا په لار کی: زه مرګ د سعادت بغیر بل څه نه وینم او دظلم کارانو سره ژوند د ننګ بغیر بل څه نه بولم. خزیمیه زمان: د هجرت په ۶۰ کال د ذی الحجی ۱۸ د جمعی

مدینه زمان: دهجرت ۶۰ کال د رجب دمیاشتی دوهمه نیمایی د مدینی حاکم(ولید بن عتیقه) دستور ترلاسته کړ چی د امام حسین څخه دیزید لپاره بیعت ترلاسه کړی. حضرت وفرمایل: یزید یو فاسق او شراب خوړونکی شخص دی او دخلګو وینه په ناحقه تویوی او دفساد اشاعه کوونکی دی او لاس یی دبی ګناه خلګو په وینه لړل سوی دی او زه دهغه سره بیعت نه کوم. هغه وخت چی مروان بن حکم د یزید بیعت د حضرت څخه وغوښته امام حسین (ع) وفرمایل: ای دخدای دشمنه! لیری سه، ما د خدای درسول څخه واوریدل چی وویل: خلافت د ابوسفیان د زامنو لپاره حرام دی که معاویه مو زما پر منبر ولید هغه هیڅته کړی. او دهغه امت داسی ولیدل او هیڅ عمل یی ونه کړ دا چی الله (ج) هغوی دیزید په شر ګرفتار کړ.
په ورځ امام او دهغه هملوری یو شپه او ورځ په دی ځای کی متوقف سو، ځینی د زهیر بن قین یوځای کیدل د امام سره په دا ځای کی ویلی دی. امام حسین (ع) زینب کبری(ع) ته په خطاب فرمایی: خوری! هغه څه چی دخدای رضا وی هغه به وسی. زرود زمان: دهجرت په ۶۰ کال د ذی الحجه ۲۱ ددوشنبی په ورځ زهیر بن قین چی دعثمانی عقیدی لرونکی وو، په هغه کال کی دحج مراسم په ترسره کولو سره کوفی ته ګرځیدی. ډیر بد څه هغه ته د حسین (ع) سره په یو محل کی مخامخ کیدنه وو. هر دواړه دناچاری څخه دا محل ته راله په داسی حال کی چی زهیر د هغه همراهانو سره په ډوډی خوړلو مشغول وو، حضرت دیو نمایندی پواسطه زهیر و خیمی ته دعوت کړ، خو هغه تاملی وکړ. دهغه ښځه هغه ته وویل: سبحان الله د خدای درسول زوی تا راغواړی او ته نه قبلوی! زهیر په اکراه سره دحضرت لوری ته ولاړ. خو دبیرته ستنیدو په وخت کی دهغه د چهری څخه د خوشحالی آثار معلومیدی او همراهانو ته وویل: زه به د حسین (ع) سره یو ځای سم، هر څوک چی میل لری د خدای د رسول د زوی سره یوځای سی زموږ سره راسی او هر یو چی زموږ سره نه دی دهغه سره وداع کوم. نو دهغه ښځه هم هغه پرینښوده او د عاشورا ترواقعی پوری او دزهیر تر شهادت پوری، د حسینی کاروان سره یوځای وو. امام حسین(ع) د زهیر د شهادت وروسته وفرمایل: ای زهیره! خدای دی تا دخپل رحمت څخه لیری نه کړی او ستا قاتلین دی لعنت کړی او په خنذیر سره لعنت سی. تعلبیه زمان: د هجرت په ۶۰ کال د ذی الحجی ۲۲ دسه شنبی په ورځ امام په شپه دا منزلګاه ته وارد سو او د مسلم بن عقیل او وهانی بن عروه شهادت خبر یی حضرت ته ورکړ. دهغه بعده حضرت وفرمایل: انا لله و انا الیه راجعون؛ ټوله دخدای یو او بیرته دهغه لوری ته مو ستنیدل دی، نو ژوند کوم ددی بغیره کوم ګټه نه لری. هغه وخت اوشکی یی پر مخ جاری سو او همراهان یی هم وژړله. لیکلی دی: امام حسین (ع) د هغه یارانو سره اتمام حجت وکړ. خو هغه ډله چی دمال او مقام لپاره د امام سره راغلی وو، ددی خبری په اوریدو سره د امام څخه بیل سو. د امام حسین خبری د یو کوفی سره: په خدای قسم که ستا سره می په مدینه کی ملاقات کړی وای، د جبرئیل اثر په خپل کور کی، او دهغه نزول دوحی لپاره زما پر جد باندی، تا ته شکاره کړی وای. ای وروره! ټول خلګ علم زموږ څخه ترلاسه کړ ... زباله زمان: د هجرت په ۶۰ کال د ذی الحجی په ۲۳ چهار شنبه حضرت حسین (ع) په دی ځای کی داسی وفرمایل: د کوفی شیعیان موږ بی یار او یاور یواځی پریښودل. هر یو ستاسو څخه چی غواړی کولای سی وګرځی او زما دلوری کوم حق دهغه پر غاړه نسته. امام حسین دیو سړی په ځواب کی چی د ( یوم ندعوا کل اناس بامامهم) آیی څخه پوښتنه کړی وو و فرمایل: یو پیشوا، خلګ سمی لاری ته دعوت کړ ځینی قبول کړ، او یو پیشوا خلګ ګمراهی ته دعوت کړ او ځینی خلګ قبول کړ. لومړی ډله به په جنت او دوهمه ډله به په دوزخ کی وی. بطن العقبه زمان: د هجرت په ۶۰ کال د ذی الحجی ۲۵ د جمعی په ورځ د امام دخبرو څخه په دی ځای کی: بن امیه ما نه پریږدی ترڅو چی ما ونه وژنی. که داسی وکړی، خدای پر هغوی باندی داسی کسان مسلطوی چی هغوی خوار او ذلیلوی. شراف( و ذو حسم) زمان: د هجرت په ۶۰ کال د ذی الحجی ۲۶ د شنبی په ورځ حضرت د شراف په منزلګاه کی دستور ورکړچی ډیر اوبه واخلی او او سهار حرکت وکړی. د لاری په اوږدو کی او د مازدیګری په شاوخوا کی دیو لشکر سره مخاخم سو او امام حسین په سرعت سره او ددشمن څخه مخکی د ذوحسم په منزل کی مستقر سو.
هغه وخت امام امر ورکړ چی ددشمن لشکر او دهغوی اسباب دی هم سیرابه کړی. دامام لشکر او ددشمن لشکر د حر په امر د مازدیګر او عصر لمونځ د حضرت په امامت سره ادا کړ.خو د حر سپاه ته داسی خطاب کړ: موږ اهلبیت پر تاسو باندی دولایت او حکومت لپاره ترټولو مناسب یو دهغه مدعیانو څخه چی د عدالت په اساس عمل نه کوی او ستاسو په حق کی ظلم کوی. ای خلګو! زه ستاسو لوری ته نه یم راغلی تر څو چی تاسو خپله زه دعوت کړم. نو که زما دراتلو څخه راضی نه یاست، بیرته وګرځیږم.
حضرت غوښتل چی وګرځی، خو حر مانع سو. حضرت وفرمایل: موردی ستا په عزا کشینی! څه غواړی؟ حر وویل: مامور یم چی تا د عبیدالله بن زیاد حضور ته یوسم. اوس که نه قبلوی، حد اقل یو لاره انتخاب کړه چی نه مدینی خواته وی او نه کوفی خواته. د امام خبری په دی ځای کی: نه وینی چی په حق عمل نه کیږی او دباطل څخه پرهیز نه کیږی. په دی حال کی حتمی دی چی مومن، د خدای رضا وغواړی. بیضه زمان: د هجرت په ۶۰ کال د ذی الحجی په ۲۷ د یکشنبی په ورځ د امام حسین لشکر او حر چی دیو بل سره موازی حرکت کوله په دی محل کی راغلی. حضرت په دی ځای کی دحر لشکریانو ته په خطاب کی وویل: بنی امیه د شیطان په امر د خدای دفرمان څخه مخ ګرځولی دی او فساد وکړ. د خدای حدود اجرا نه کړ او بیت المال یی په خپل ځان منحصر کړ. د خدای حرام حلال او دخدای حلال حرام کړ... . تاسو ماته پیغامونه ولیکل او ومو ویل چی زما سره مو بیعت کړی دی، اوس که په خپل بیعت پابند اوسی نو عاقلانه کار مو کړی دی چی زه د خدای د رسول د لور زوی یم او ستاسو لپاره اسوه یم. که خپل بیعت مات کړی، په خپل ځان قسم! چی ستاسو څخه هم لیری نه دی، ځکه چی زما پلار علی(ع) او زما ورور حسن(ع) او زما د اکا دزوی مسلم سره مو هم بیعت مات کړی دی. پوه سی که مو داسی کړی وی خپل سعادت مو دلاسه ورکړی دی. د حضرت دخبرو څخه په دی ځای کی: ای خلګو! دخدای رسول وفرمایل: هر یو چی ستمګر سلطان، پیمان ماتونکی، دحرامو حلال کوونکی او دخدای درسول دسنت مخالف ووینی او دهغه په مقابل کی پورته نه سی، دهغه سره به یو ځای په دوزخ کی وی. عذیب الهجانات زمان: د هجرت په ۶۰ کال د ذی الحجی په ۲۸ ددوشنبی په ورځ دکوفی څخه څوتنه دحضرت سره ملاقات وکړ او د ښار اوضاع داسی بیان کړ: د کوفی اشرافو ته ډیر رشوی ورکړ او دا چی په یو زړه او یو ژبه ستا سره دشمنی کوی او نور خلګو زړونه ستا سره دی. خو سبا به دهغوی شمشیرونه ستا پر لوری وکشل سی. امام په دی اړه یو ایات تلاوت کړ: په مومنانو کی ځینی خلګ سته چی دخپل پیمان پر سر ولاړ دی او په خپل عهد وفا وکړ او په شهادت ورسیدی او ځینی د شهادت په انتظار کی دی ... .
د بنی مقاتل قصر زمان: هجرت په ۶۱ کال د محرم په اوله د کوفی څخه یو ډله په دی ځای کی خیمی وهلی وو، حضرت دهغوی څخه پوښتنه وکړ: آیا زما یاری ته راځی؟ ځینی وویل چی زموږ زړه مرګ نه قبلوی او ځینی وویل: موږ ډیر ښځی او زامن لرو، دډیرو خلګو مالونه زموږ سره دی اوددی جنګ د سرنوشت څخه کوم خبر نه لرو، نو ستا دیاری څخه معذور یو. حضرت ځوانانو ته امر وکړ چی اوبه واخلی او په شپه حرکت وکړی. حضرت په دی منزل کی عبیدالله جعفی ته داسی وویل: که زموږ سره یاری نه کوی نو دخدایی څخه پرهیز وکړه او دهغه کسانو په ډله کی به واوسی چی زما سره جنګیدلی دی. په خدای قسم هغه څوک چی زما فریاد واوری او زموږ سره یاری ونه کړی خدای هغوی پرمخ اورته اچوی. نینوا(کربلا) زمان: د محرم الحرام دوم پنج شنبه نینوا یو ځای دی چی حر دستور ترلاسه کړ چی حضرت په یو داسی ځای کی راولی چی اوبه او شینګیاوی ونه لری. امام د مناسب محل داقامت لپاره خپل حرکت ته ادامه ورکړ تر څو یو ځای ته ورسیدی. دهغه ځای دنوم پوښتنه یی وکړ؛ تر څو د کربلا نوم یی واوریدی، پس له هغه وفرمایل: پیاده سی، دلته زموږ د وینی توییدو او زموږ د قبرو ځای دی، او په همدی ځای کی به زموږ قبرونه زیارت سی، او زما جد دخدای رسول داسی وعده راکړه. عبیدالله بن زیاد یو پیغام په دی موضوع حضرت ته ولیکل: ستا خبر و کربلا ته دداخلیدو رالی . زه دیزید بن معاویه له لوری مامور سوی یم چی یا تا ووژنم او یا زموږ سره بیعت وکړی! والسلام. امام(ع) وفرمایل: دا پیغام ته کوم ځواب
امام حسین (ع) د هجرت په ۶۰ کال د رجب دمیاشتی په ۲۸ شپه د خپلو کورنی سره او یو څو تنو یارانو سره، د خپل جد حضرت محمد (ص) څخه دوداع کیدلو وروسته دمدینی څخه مکه ته حرکت وکړ. امام حسین (ع) د خپل خروج هدف د مدینی څخه په خپله وصیتنامه کی داسی بیانوی:... ددی بغیر نه دی چی دخپل جد دامت د اصلاح لپاره وتلی یم. غواړم چی دامر بالمعروف او نهی عن المنکر په کولو سره دخپل جد حضرت محمد(ص) او خپل پلار علی(ع) په روش عمل وکړم. هغه څوک چی د خدای لوری ته دعوتوی نیک عمل ترسره کوی او ووایی چی دمسلمانانو څخه یم، دخدای او دهغه درسول څخه نه جدا کیږی ... که خپل پیغام کی دی زما خیر غوښتلی وی، خدای دی ستا پاداش درکړی.
نسته! ځکه دعبیدالله لپاره الهی عذاب لازم دی. امام حسین چی دیزید پیغام یی وویل، وفرمایل: هغه ډله دی کامیابه نه سی چی د خلګو رضایت د پروردګار په غضب رانیوی. ( دخلګو رضایت یی دخدای پر غضب مقدم کړ) د نظامیانو تعداد چی دامام حسین (ع) سره دجنګ لپاره دبنی امیه په امر راغلی وو تقریبا ۳۰۰۰۰ کسه وو.
کربلا زمان: د محرم الحرام دریمه جمعه عمر بن سعد د ۴۰۰۰ لشکرو سره دکوفی څخه کربلا ته وارد سو. دامام حسین (ع) خبری و کربلا ته د واردیدو په حال کی: خلګ، د دنیا بنده ګان دی او دهغوی دین بیله دهغوی دژبو دخبرو څخه بل څه نه دی. تر څو چی ژوند یی وڅرخی، دین پسی ځی. او هر وخت چی د امتحان او ازمایش وخت راسی دینداری کمیږی. کربلا زمان: دمحرم الحرام په څلورمه په شنبه کی عبیدالله بن زیاد په مسجد کی خلګو ته داسی خطاب وکړ: ای خلګو! د ابوسفیان کورنی مو امتحان کړ او هغوی مو هغه ډول چی مو غوښتل پیدا مو کړل!! او یزید پیژنی چی د نیک عمل لرونکی دی چی فقراووته احسان کوی او دهغه بخششونه پرځای دی! اوس یزید دستور ورکړی دی چی ستاسو ترمنځ پیسی وویشم او تاسو دهغه ددشمن حسین جنګ ته واستوم. شمر بن ذی الجوشن د ۴۰۰۰ کسو سره او یزید بن رکاب د ۲۰۰۰ تنو سره حصین بن نمیر د ۴۰۰۰ تنو سره او مضایر بن رهیه د ۳۰۰۰ تنو سره او نصر بن حرشه د ۲۰۰۰ تنو سره د امام حسین د جنګ لپاره دآمادګی اعلام وکړ او دکربلا په لوری حرکت شروع کړ. امام د قیس بن اشعث ته په ځواب کی چی د یزید سره دبیعت کولو سفارش کوله وویل: په خدای قسم، د ذلت لاس دهغوی په لاس نه ورکوم، د غلامانو په شان د جنګ دصحنی څخه نه تښتم.
کربلا زمان: د محرم الحرام پنځم د یکشنبی په ورځ ځواکونه په کوفه کی دعمر بن سعد د لشکر سره یوځای کیږی. عبیدالله ځینی کسان مامور کړ چی دهغه کسانو مخه ونیسی چی دکوفی څخه دامام سره دیوځای کیدو لپاره ځی، ځکه چی ځینی کسان پوه سول چی دامام سره جنګ دخدای او دهغه درسول سره جنګ دی د لاری په اوږدو کی د عمر بن سعد دلشکر څخه جدا کیدی او تشتیدله.
دامام خبری و دشمن ته: هیڅ وخت به موږ ذلت ته ځان نه سپارو. خدای او دهغه رسول او مومنان هیڅ وخت زموږ لپاره ذلت نه دی قبول کړی. پاکی لمنی چی موږ لوی کړی دی، او غیرتمند خلګ هیڅ وخت به دذلت څخه اطاعت ونه کړی او مردانه به وجنګیږی. کربلا زمان: دمحرم الحرام ۶ ددوشنبی ورځ عمر بن سعد یو پیغام د عبیدالله څخه ترلاسه کوی چی داسی په کی لیکل سوی دی: زه د سپاره او پیاده لشکر څخه کوم څه ستا څخه می نه دی لیری کړی او زما مامورینو ته توجه وکړه چی هر وخت ماته احوال راوړی. حبیب بن مظاهر د حضرت څخه اجازه اخلی چی بنی اسد طایفی ته ولارسی او هغوی د یاری لپاره وغواړی، حضرت اجازه ورکوی. حبیب هغوی ته ولاړ او وویل: نن زما څخه فرمان ترلاسه کړی او د حسین یاری ته راسی تر څو ددنیا او آخرت شرف ستاسو وی. ۹۰ کسان ولاړ سول او حرکت وکړ او دلاری په اوږدو کی دعمر بن سعد دلشکر سره مخامخ سو او دا چی دمقاومت تاب یی نه درلودی پراکنده او بیرته وګرځیدل. حبیب حضرت ته رالی او جریان یی معرفی کړ. امام وویل: لا حول ولا قوه الا بالله .
دامام حسین (ع) پیغام د کربلا څخه و ورورته یی محمد بن حنفیه او بنی هاشم ته: ... لکه داسی چی دنیا اصلا وجود نه لری او آخرت سته او دایمی دی. حضرت زهیر بن قیس یی د راسته پوځ قوماندان او حبیب بن مظاهر یی د چپه پوځ قوماندان وټاکل او بیرغ یی خپل ورور عباس(ع) ته ورکړه. که څه هم دشمن خیمو ته نږدی کیدی، خو حضرت کوم تیر ونه وهل ځکه چی ویل: ددی ډلی سره دجنګ شروع کولو میل نه لرم.
کربلا زمان: سه شنبه د محرم الحرام ۷ نظامیان چی جنګی کالی او سلاح ورسره وو او دامام حسین سره دجنګ لپاره راغلی وو تقریبا ۳۰۰۰۰ تنه وو. عمر بن سعد د عبیدالله څخه یو پیغام ترلاسه کړ چی په کی لیکل سوی وو: خپل سپاهیان د امام حسین او دهغه اصحابو ترمنځ او دفرات داوبو ترمنځ فاصله منځته راوړه داسی چی یو قطره اوبه هم امام ته ونه رسیږی، هغه ډول چی د اوبه ورکولو څخه عثمان بن عفان څخه خودداری وسوه! عمر بن سعد ۵۰۰ تنه سپاره د فرات ترڅنګ مستقر کړ. یو دهغو څخه فریاد کړ یا حسین! په خدای قسم ددی اوبو څخه به یو قطره هم ونه څشی تر څو د تږی توب څخه مړ سی! حضرت وفرمایل: خدایا! هغه د تږیتوب څخه هلاک کړه او او هغه هیڅ وخت د خپل رحمت څخه برخمن نه کړی. حمید بن مسلم وایی چی په خپلو ستګو می ولیدل چی دامام حسین نفرین تحقق پیدا کړ. امام حسین (ع) ددشمن سپاه ته داسی شراوی وکړه: خدایا! داسمان باران ددوی څخه لیری کړه، او پر دوی باندی قحطی او تنګی راوړه، او حجاج بن یوسف پر دوی باندی مقرره کړه چی د زهرو جام په دوی وڅشی ځکه چی دوی ماته درواغ وویل او موږ یی خوار کړ او خدای دی دهغه غلام پواسطه زما او زما داصحابو او زما د اهل بیت انتقام ځینی واخلی.
کربلا زمان: چهار شنبه په خیمو کی تږیتوب پراختیا موندله، امام حسین خپل ورور عباس یی دځینو سره په شپه دحرکت امر ورکړ. هغوی په یو حساب سوی برنامی سره ددشمن صفونه مات کړ او مشکونه یی د اوبو ډک خیمو ته راوړ. دامام حسین ملاقات د عمر بن سعد سره: حضرت وفرمایل: ای عمر بن سعده! ایا زما سره مقاتله کوی او دخدای نه نه بیریږی؟ ابن سعد وویل: که ددی ډلی څخه بیل سم کورمی راخرابوی او زما اموال راڅخه اخلی او زه پر خپل کورنی باندی د ابن زیاد دخشم څخه بیریږم. حضرت وفرمایل: په تا څه کیږی؟ خدای دی ستا ژوند واخلی او او تا دقیامت په ورځ ونه بخشی... ګمان کوی چی د ری حکومت ته رسیږی؟ په خدای چی داسی نه دی او خپل ارزو ته به ونه رسیږی.
د امام حسین خطاب و دشمن ته: وای پر تاسو! کوم زیان وینی که زما اواز واوری؟! زه تاسو سمی لاری ته راغواړم او تاسو زما دفرامینو څخه نافرمانی کوی، ځکه چی ستاسو نسونه د حرام څخه ډک سوی دی.
کربلا زمان: د محرم الحرام په ۱۰ د جمعی په ورځ امام حسین د خپلو یارانو سره دسهار لمونځ په جماعت سره ادا کړ او وروسته هغوی ته داسی وویل: خدای زما او ستاسو په شهادت فرمان راکړی دی. تاسو باید صبر وکړی.
حضرت زهیر بن قیس یی د راسته پوځ قوماندان او حبیب بن مظاهر یی د چپه پوځ قوماندان وټاکل او بیرغ یی خپل ورور عباس(ع) ته ورکړه. که څه هم دشمن خیمو ته نږدی کیدی، خو حضرت کوم تیر ونه وهل ځکه چی ویل: ددی ډلی سره دجنګ شروع کولو میل نه لرم. عمر بن سعد تیر په کمان کی نیولی او دهر طرفه دامام دیارانو پر طرف یی تیر غورځوله او ویل: ګواه واوسی چی لومړی کس وم چی دحسین دلشکر په مقابل کی می تیر وغورځوله! او وروسته د عمر بن سعد لشکر تیرونه غورځوله. امام وفرمایل:زما یاران ولاړ سی او شهادت لپاره تلاش وکړی او خدای دی تاسو وبخشی. په اوله حمله کی ۴ تنه په شهادت ورسیدله او وروسته هر یو په یواځیتوب سره میدان ته تلل او شهید کیدل او وروسته نوبت د بنی هاشم خاندان ته ورسیدی او هغوی هم د شهادت شربت وڅښله. امام حسین چی یواځی پاته سوی وو مطهرو جسدو ته کتی او هغوی ته راغوښتله. حضرت د اخری وداع لپاره خیمو ته رالی. هغه وخت چی شمشیر یی ددشمن په مقابل کی نیولی وو جنګ یی ددشمن سره عیانی کړ. دشمن دهر طرف څخه هغه محاصره کړ، ناګهانه دری سری تیر دهغه مبارک پر زړه ولګیده او په داسی حال کی چی یو سلو څو تیره دهغه مبارک پر تن وو، پرځمکه کشینستی او دهغه مبارک روح دبدن څخه جدا سو. خو دښځو ، کوچنیانو او حتی د فرشتګانو اوازونه پورته سو. ( وسیعالم الذین ظلموا ای منقلب ینقلبون)
سرچینه: د ولی عصر(عج) د اطلاع رسانی پایګاه د مدینه څخه تر کربلا د کتاب څخه په نقل سره، د حجت الاسلام محمد باقر روشندل لیکنه

چهارشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود: 131605 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *