کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل څخه تر کشمیر پوری؛ سوله او جنګ د پاکستان په سبک

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 19 میزان 1395 ساعت 12:11

مشاهد حسین سید؛ د پاکستان خاص نماینده د کشمیر په چارو کی وایی: یو جاده د کابل دسولی په ختمیدو سره د کشمیر څخه تیریږی. دا په دی معنی دی چی تاسو چی هر وخت دسولی په اړه خبری کوی، نه سی کولای هغه بخش بندی کړی او یو بخش جدا کړی. نه سی کیدلای چی په کابل کی سوله ولرو او کشمیر پریږدو چی وسوځیږی. دا ډول سوره نه رامنځته کیږی.


مشاهد حسین سید؛ د پاکستان خاص نماینده د کشمیر په چارو کی وایی: یو جاده د کابل دسولی په ختمیدو سره د کشمیر څخه تیریږی. دا په دی معنی دی چی تاسو چی هر وخت دسولی په اړه خبری کوی، نه سی کولای هغه بخش بندی کړی او یو بخش جدا کړی. نه سی کیدلای چی په کابل کی سوله ولرو او کشمیر پریږدو چی وسوځیږی. دا ډول سوره نه رامنځته کیږی.
هغه چی په واشنګتن کی خبری کولی، اضافه کړ: تاسو امریکایان هر وخت د جامع سولی څخه خبری کوی، نو پریږدی د جنوبی آسیا خلګ نور د خصومت میلمانه نه وی. پریږدی چی دوی مخته حرکت وکړی.
آغلی شیرزا منسب؛ د پاکستان د پارلمان غړی هم وایی: زموږ اصلی مساله له دی ځلی سوله په کشمیر کی دی او هیڅ سوله به په منطقه کی حاکم نه سی که دکشمیر مساله حل او فصل نه سی. دا یو بین المللی مساله دی، دا داخلی مشکل نه دی. خطر اوس هم ډیر پورته دی، موږ دوه ګاونډی هیوادونه د هسته ای قدرت لرونکی یو؛ نو ضرورت لیدل کیږی چی سوله دکشمیر په اړه ولرو او وروسته نور مسایل به حل سی.
کار پوهان وایی چی د پاکستان تازه موضع د افغانستان د سولی په قبال کی، په مضحک ډول سره، بی ربط، او دمبانی او لازم اصولو څخه د عملیاتی کیدولپاره خالی دی.
دا خبری ددی شرط لپاره غیری منطقی دی چی وویل سی په هغه صورت کی په سوریه کی سوله رامنځته کیږی چی دسولی توافقنامه دکلیمبیا او د فارک جدایی غوښتونکو ترمنځ سرته ورسیږی! لیدل کیږی چی ددی دوو مسالو ترمنځ هیڅ اړیکه نه لیدل کیږی.
پاکستان په دی شرط سره سوله په افغانستان کی هم د کشمیر دسولی د موضوع په شان بولی او په دی ترتیب سره، دیوی سولی رامنځته کیدل په بلی سولی پوری تړی. دا اساسآ غیری منطقی او بی اړیکه دی.
افغانستان، یو مستقل هیواد او یو رسمی دولت لرونکی او د یو بین المللی قانونی مشروعیت لرونکی دی؛ د کشمیر برخلاف چی یو دوه ځایه سوی هیواد د پاکستان او هند ترمنځ او فاقد استقلال او د حاکمیت نه لرونکی دی او دهغه سیاسی اداره او قیومیت ددی دوو ګاونډیو هیوادو په سلطه کی دی.
له بله خوا، د افغانستان دولت، د کشمیر د مسئلی په قبال کی، هیڅ مستقیم او غیری مستقیم منافع نه لری او هغه څه چی په دی هیواد کی تیریږی، هیڅ کوم اثر د افغانستان پر منافع باندی نه لری؛ خو که یو هیواد لکه پاکستان دیو غیری اصولی او مضحک سیاست پر بنا دا دوه موضوع ګانی یو بل ته اړیکه ورکړی او دیو هیواد سوله بل ته ربط ورکړی.
په دا کی هیڅ شک نسته چی د کشمیر مسئله هغه ډول چی د پاکستان د پارلمان غړی ویلی دی، بین المللی مساله دی او ددی ضرورت سته چی بین المللی سازمانونه لکه ملل متحد ددی مسئلی د حل لپاره نهایی، عادلانه او منصفانه تصمیم ونیسی؛ خو داکار هم هیڅ کوم اړیکه د افغانستان سره نه لری.
د افغانستان دولت، مخکی ډیر فرصتونه پاکستان ته ورکړی دی چی که پاکستان ددی هیواد دسیاسی او ضد دولتی چارو د مداخلی څخه لاس واخلی، حاضر دی چی د اسلام آباد او کابل ترمنځ مستحکم او پایداره اړیکی رامنځته کړی او په هغه ډول سره چی دهند اړیکی ته اهمیت ورکړی پاکستان ته به هم اهمیت ورکړی؛ خو پاکستان هر وخت ددی تلاش کړی دی چی د خپلو یو طرفه او سلطه غوښتنی اهدافو لپاره همیشه په غیری مشروع او نورو لارو څخه خپل منافع ته ورسیږی او ددوو مسلمانو هیوادو اړیکه په تهدید بدل سی او په دی ترتیب سره، حتی ددو هیوادو مشروع منافع د اسلام آباد د سرانو د غیری منطقی رویکردو قربانی سی.
په دی حساب سره، د ناظرانو په باور، هغه څه چی د افغانستان او کشمیر په اړه مطرح سوی دی بیاهم د اسلام آباد د مخکنیو سیاستونو څخه دی چی ددی رویکرد توابع او نتایج ناهیله کوونکی، اوس خپل ځان د پراخو بحرانونو په قالب کی شکاره کوی.
البته په دی منځ کی، باید د افغانستان د خارجی سیاست ځواک یو ځل بیا شفاف سازی وکړی چی د کابل رسمی موضوع د کشمیر په مساله کی څه دی او په دی برخه کی، کوم سیاست او رویکرد لیدل کیږی. که دا کار د پاکستان د صادقانه سولی سره یوځای هم نه وی، لږ تر لږه به یو تاریخی حقیقت شکاره کړی چی د کشمیر دسولی او دکابل د سولی ترمنځ هیڅ کوم اړیکه نسته او پاکستان، په دا برخه کی په شکاره ډول سره درواغ وایی او په دی غلطو شرطونو سره ددی په لټه کی دی چی د بین المللی جامعه او عمومی افکار خطا باسی.


د مطلب کود: 131838

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/131838/د-کابل-څخه-تر-کشمیر-پوری-سوله-او-جنګ-پاکستان-په-سبک

آوا
  https://www.avapress.com