دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 131842
دشمنان غواړی زموږ دلاس څخه دتقوا او ایمان وسله واخلی/ فکری جهاد ته ضرورت لرو!
د عزاداری او ماتم نیونی مراسم د محرم الحرام په شپږم شپه کی د ( څنګه عاشورایی سو ) تر عنوان لاندی د مهاجرینو د مختلفو طبقو په شتون د تبیان د اجتماعی او فرهنګی فعالیتونو دمرکز په صالون کی په مشهد مقدس کی، تر سره سوه.

د عزاداری او ماتم نیونی مراسم د محرم الحرام په شپږم شپه کی د ( څنګه عاشورایی سو ) تر عنوان لاندی د مهاجرینو د مختلفو طبقو په شتون د تبیان د اجتماعی او فرهنګی فعالیتونو دمرکز په صالون کی په مشهد مقدس کی، تر سره سوه.
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری په بیان سره، استاد مرادی تهرانی، ددی مراسم خطبه ویونکی و معتبرو اسنادو او روایاتو ته په اشاری سره اظهار درلودی: د هر عمل او عبادت د مهمو اصولو څخه د خدای تعالی حضور ته یو د نږدی والی قصد دی چی هغه هم دالهی تقوا سره یوځای وی.
استاد مرادی وویل: که څه هم د ټولو عباداتو او اعمالو دقبلیدو شرط دی خو باید انسانان ددی برخی څخه مایوسه نه سی، ځکه چی تقوا هم دنورو اصولو په شان مراتب او درجی لری چی مومنان کولای سی هغه لاسرسی ولری.
هغه اضافه کړ: د اسلام ډیر دشمنان د پراخی پلانونو پواسطه تلاش کوی چی د مسلمانانو مهم سرمایه یعنی ایمان اوتقوا دهغوی څخه واخلی او نابود کړی او په مقابل کی مومنان باید ددی سرمایی څخه حفاظت وکړی چی د ائمه معصومینو بشارت له لاسه ورنه کړی.
ښاغلی مرادی تهرانی دخپلو خبرو په جریان کی امام خامنه ای ته اشاره وکړه چی فرمایی: ای مسلمانانو؛ عاشورا دی چی نړی ږغورلای سی، په هغه شرط چی شه او صحیح تبیین سی.
دا دینی پوه اسنادو او قرآنی آیاتو ته په اتکا سره وایی: مومنان باید الهی شعائر عظیم وشمیری تر څو دزړه و تقوا ته ورسیږی او د عاشورا مراسمونه او دامام حسین (ع) ماتم په دی شرط چی دهغه د معرفت او عظمت په خاطر وی د اسلامی او الهی لویو شعائرو څخه دی.
هغه د اسلامی او حسینی شعائرو د اهمیت پر حفظولو ټینګار وکړ او وویل: ځینی افراد وایی چی باید په دی مراسماتو کی دمصارفو پرځای فقیرانو او نیازمندانو سره مرسته وسی او باید هغوی ته په ځواب کی وویل سی بیله دی چی د عاشورا مراسم لږ سی او کوم زیان ورته ورسیږی باید نیازمندانو او فقیرانو ته جدی توجه صورت ونیسی او دا دوه موضوع دیو بل په مقابل کی نه دی بلکی په یو مسیر کی قرار لری.
استاد مرادی تهرانی اضافه کړ: موږ نن تر ټولو نه مخکی دامام حسین(ع) و مراسمو او حسینی معارف ته نیازلرو او کولای سو د فعلی او بالقوه ظرفیتونو په استفادی سره د حسینی شعائرو تعظیم ولرو.
استاد مرادی د اسلامی انقلاب کامیابی او د شاهی ستم حکومت نابودی د حسینی شعائرو تعظیم په سیاسی شکل وبلل او اضافه کړ: بدبختانه ځینی منحرفین د ماتم او عزاداری داهمیت څخه بی خبره دی او یا تلاش لری هغه تحریف کړی په داسی حال کی چی دا پیروی او تمسک د سیدالشهداء سیره وو چی ددی باعث سو چی د اسلام نړی په مختلفو عرصو کی بالخصوص په ۱۳۵۷ کال بریالی سی.
دا سیاسی فعال او پوه د ایران دځینو مسئولینو عملکردونو ته په انتقاد سره د مهاجرینو په قبال اظهار درلودی: متاسفانه ځینی بی سلیقی مسئولین ددی پرځای چی دخپل افغانستانی ورونو سره مرسته وکړی هغوی ته مشکلات پیشوی او یا داسی اقدامات ترسره کوی چی دمهاجرینو په ګټه نه دی او دا ډول کارونه هیڅ وخت د امام رضایت ترڅنګ نه لری او نن هم د امام خامنه ای تر اعتراض لاندی دی.
دا دینی کارپوه او عالم د علماء وظیفی ته په ټینګار سره وویل: زموږ علما باید د دشمنانو د تبلیغاتو په مقابل کی ودریږی او حتی په لیرو منطقو کی هم فکری جهاد وکړی او خلګو ته دینی معارفت ورسوی.
هغه د اسلام ددشمنانو پلانونو ته په اشاری سره وویل: دشمنان تلاش لری چی د شیعیانو څخه د ایمان او تقوا سلاح واخلی او موږ خالی سلاح کړی او موږ باید په دی اړه هوشیار اوسو.

https://avapress.com/vdceez8zwjh8xvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته