دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 131929
د امام حسین(ع) د قیام او د عاشورا دغورځنګ په اړه نا ویل سوی خبری
هیڅ شک نسته چی د امام حسین(ع) او دهغه د یارانو قیام د یزید د غیری مشروع نظام په مقابل کی، دهغه پدیدو څخه دی چی د بشریت د تاریخ سترګه او دهغه روشانه او تاریکی صفحی، په خپل ځان کی لیدلی دی. د ابا عبدالله الحسین قیام ته چی په هر ډول نظر وکړو؛ که امام پوه یا خبر شهید وبولو چی په پوره خبرتیا سره د غورځنګ لاره ونیوله او د کربلا حادثه د شروع څخه تر پایه پوری دانه په دانه پوهیدی او که امام تل پاتی شهید وبولو چی د حادثی د شروع څخه تر پایه پوری دشمنان ورته مشکلات پیش کړ، په هر دواړو صورتو کی، قیام د یو منحصر او بی بدیل شخص قیام دی چی د هغه مطالعه د هر انسان فکر په مثبتو او منفی خواوو بیایی. مثبت فکر یی د کربلا او عاشورا دواقعی څخه دی چی د هغه هنداره کی کامل انسانان د تاریخ تر پایه پوری ګورو او هغوی ته به ناست یو؛ هغه انسانان چی په واقعیت سره انسانان دی او دهغوی په وجود فلک او ملک فخر کوی او هغوی یو عملی ځواب د فرشتګانو د اعتراض په وړاندی چی د انسان پر خلقت کړی وو وبولو چی یو قانع کوونکی او حقانی ځواب هم دی. له دی برخی څخه د عاشورا قیام او غورځنګ آزادګی دی چی د کربلا په حادثه کی لیدل کیږی چی امام حسین د ددین د ټول عیار او انسانیت استاز په حیث، توانیدلی دی چی د اسلام انسانیت جوړونکی ډیر مهم خبری د خلګو مخته په نمایش کښیږدی او بشریت، ښه انسانی کیدنه او ښه ژوند کوونه زده کړی. بنا پردی ددواړو لوری که د خبر شهید له لوری وی او که د تلپاتی شهید له لوری وی، د کربلا ځینی برخی د امام حسین او دهغه دیارانو پواسطه بالخصوص خور یی زینب او ورور یی عباس پواسطه د انسانیت د بهترینو اسلامی پند لرونکو خبرو بدل سو. په دی برخه کی د اهمیت وړ خبره دادی چی که دا ومنو چی امام حسین (ع) یو تلپاتی شهید دی لکه څنګه چی د تلپاتی شهید کتاب لیکونکی معتقد دی چی امام حسین او د هغه یاران دهغه حوادثو څخه خبر وو چی هغوی ته په انتظار کی وو، بیا هم د مهم موضوع د اصل څخه کوم څه نه کموی او امام هم د خدای د الهی پیغام دترویج لپاره غوښتل کوم سستی او کوتاهی ونه کړی. نو ددی نظر په اساس د دواړو کتابو لیکونکی ( باخبره شهید ) او ( تلپاتی شهید )، په دا نکته کی اشتراک نظر لری چی د کربلا حادثه، د اسلام د اعتقادی او اخلاقی مهمو پندونو څخه دی چی دیو حاذق استاد او دهغه یارانو په واسطه د هغه قرن بی خبره خلګو مخته په نمایش کښیښول سو او هغه هم داسی نمایش چی جنګ یی دامام او دهغه یارانو او دهغه پر کورنیو باندی محدود کړ او پر هغوی باندی یی ټولی لاری مسدود کړلی او دتاریخ په نقل سره امام حسین ته حتی ددی اجازه ور نه کړل سو چی دیزید د قلمرو څخه خارج خپل ژوند ته ادامه ورکړی. په هر صورت کی، د کربلا حادثه په هغومره شایسته والی او زشتیو په درلودلو سره د څو تعدادو پواسطه دهمدی مسلمانانو پواسطه پر امام او دهغه پر همسفرانو باندی تحمیل سو او هم د اهل البیت دشمنان خپل کار ترسره کړ او هم امام حسین؛ د اسلام د پیغمبر کړوسی او دهغه بی ماننده یاران، که څه هم د یو لوی توطئه یی او له مخکی نه طراحی سوی توطئی په مقابل کی قرار ونیوی؛ خو مهم دادی چی ځان یی له لاسه ورنه کړ او حتی دهغه توان څخه دالهی او انسانی اهدافو لپاره وجنګیدل او د کربلا په مهمو او شایسته نقشو کی همت وکړ؛ تر څو یو نمونه واوسی د ټولو عصرو لپاره او نسلو لپاره او دنړی او انسانیت په ټول تاریخ کی.
https://avapress.com/vdcau6n6o49neo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته