دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 131930
عاشورا عینی تر سو/ دکندوز فاجعه او جنایت په یمن کی، دسکی دوه مخی/ د یزید زامن، اصلی عامل/ سازمان ملل داخل سی
یواځی د امام حسین او هغه د اجدادو او اولادو او اصحابو لاره زموږ لپاره بس دی چی د ژوند باعزته شرایط رامنځته سی او د آخرنی منجی تر ظهور پوری بشریت د اسلامی مبارزاتو په عرصه کی، په جګ قد او مطمئن زړه باندی مستحکم حضور ولرو. دهغه بغیر، دامام حسین (ع) په خبرو مرګ سعادت او دستمکارانو سره ژوند مرګ بولو.
د حسینی عاشورا په رارسیدو سره او دطالبانو وحشیانه حملی پر کندوز باندی او د آل سعود جنګ د یمن سره، حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری یو پیغام صادر کړ. په دا پیغام کی د کربلا دشهیدانو او د کندز او یمن د شهیدانو د تسلیت ترڅنګ، لیکلی دی: په حاضر حال کی د آل سعود جنګی ماشین په هر ځای کی، په افغانستان کی د طالبانو په نامه، په یمن کی د داعش او آل سعود د شاهزاده ګانو مستقیم حضور په واسطه تروریستی ډلی راهنمایی کیږی او په حقیقت کی دکندز او دیمن دواړه وهشتناکه فاجعه دسکی دواړه مخی د عربستان پواسطه هدایت سوی دی چی دهغه چمبازه سران، په ظاهر سره اسلام او حرمین شریفین دخادمینو په نامه، شکاره خیانت د اسلام د نړی سره کوی. د پیغام د متن شرح په لاندی ډول دی: بسم الله الرحمن الرحیم عاشورا عینی تر سو/ دکندوز فاجعه او جنایت په یمن کی، دسکی دوه مخی/ دیزید خلف زامن، اصلی عامل/ سازمان ملل داخل سی........ د سږ کال عاشورا په داسی حال کی مهم بولو چی په میلیونونو انسانان د هغه تجلیل لپاره تللی دی، د مراسمو په ترسره کولو سره او په لوی او کوچنی مجلسو سره هغه لمانځی چی د یزید خلف زامن دنړی په ځینو برخو کی د ډار او وحشت صحنی رامنځته کوی، په بی رحمانه ډول سره د عاشورا غم او حادثه عینی تر کوی. که څه هم تراژیک صحنی ډیر دی او په هغه باندی بحث کول مشکل کار دی خو دکندوز د ښار سقوط او د هغه د اوسیدونکی قتل عام او ددی ولایت د اساسی زیربنایایو تخریب یو د سلهاوو او زرهاوو څخه دی او که د افغانستان څخه څه هغه طرف ته وګورو او رامنځته سوی حادثی د اسلام په جهان کی د مشوری لاندی ونیسو، تازه فاجعه او لوی حادثه، د آل سعود جنګ کوونکی د یمن دماتم د جلسو څخه دی چی سلونه زخمی او وژل سوی درلودی او ددی هیواد خلګ د امام حسین(ع) د عاشورا په رارسیدو سره دوی هم د هغوی د خپلوانو پر ماتم کښینوله چی د یزید د خلفو زامنو پواسطه حیوانی کارونه نمایش ته ورکول کیږی. دکندز حادثه چی په افغانستان کی د سلهاوو څخه یو نمونه دی او د یمن قتل عام چی د اسلام په نړی کی د سلهاوو نشانو څخه لیدل کیږی، د تروریستی حملو څخه دی چی دهغه عاملین دیوه ځایه سرچینه اخیستی دی او په یو ځای پوری اړه لری او هغه آل سعود دی. د عربستان سران د ډیر وخت راهیسی د غرب او امریکا په حمایت سره دولتی تروریسم هدایت کوی چی ځینی وختونه په افغانستان او ځینی وختونه په یمن او سوریه او ځینی وختونه د اسلامی نړی په نورو برخو کی داسی حادثی رامنځته کوی چی د اسلامی نړی د پرمختګ د مخنیوی لامل ګرځی. په حاضر حال کی د آل سعود جنګی ماشین په هر ځای کی، په افغانستان کی د طالبانو په نامه، په یمن کی د داعش او آل سعود د شاهزاده ګانو مستقیم حضور په واسطه تروریستی ډلی راهنمایی کیږی او په حقیقت کی دکندز او دیمن دواړه وهشتناکه فاجعه دسکی دواړه مخی د عربستان پواسطه هدایت سوی دی چی دهغه چمبازه سران، په ظاهر سره اسلام او حرمین شریفین دخادمینو په نامه، شکاره خیانت د اسلام د نړی سره کوی. خو بیله کوم شک ددی تروریستی حملو بریالی به دافغانستان او یمن او نورو اسلامی هیوادو استقامت لرونکی زامن به وی او آل سعود به ددی عرصی اصلی ناکامان به وی او د فی سبیل الله مجاهدونو پواسطه به ماته وخوری. او په موجود شرایطو کی زموږ د شهیدانو د سالار حضرت ابا عبدالله الحسین(ع) او دهغه د یارانو دشهادت په کلیزه کی زموږ هموطنان په کندز کی او زموږ مسلمان وړونه په یمن کی د حسین او دهغه اولادو او دهغه د اصحابو د لاری په نیونی سره په سلهاوو هیلی او د کامیابی په هیله چنګیږی. بلی وو! یواځی موږ ته دامام حسین او دهغه اجدادو او دهغه د اولادو او دهغه د اصحابو لاره موږ ته بس دی، ترڅو د ژوند باعزته شرایط رامنځته سی او د آخرین منجی تر ظهور پوری د اسلامی مبارزاتو په عرصه کی، په لوړ قد او مطمئن زړه باندی حضور ولرو. دامام حسین (ع) په وینا مرګ سعادت او دستمکارانو سره ژوند مرګ وبولو. اینجانب لومړی حسینی عاشورا او د حضرت اباعبدالله الحسین(ع) او دهغه دیارانو او کندز اویمن دشهیدانو ماتم او سوګواری تاسو ته تسلیت وایم او د کندز قتل عام او د آل سعود هوایی حملی پر یمن باندی په شدت سره محکومومه، د جهانی مجامع او بالخصوص د سازمان ملل څخه او ددی سازمان د امنیت د شورا څخه غواړم چی قضایایو ته رسیدګی وکړی او د فاجعی دواړه عاملین نړی ته معرفی کړی او هغوی دهغوی داعمالو په سزا ورسوی او ددی حادثو مخه ونیسی. سید عیسی حسینی مزاری کابل- افغانستان د محرم الحرام نهمه د ۱۴۲۸ کال ( ۱۳۹۵/۷/۲۰ )
https://avapress.com/vdcc1sqsx2bq1o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته