دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۱
د مطلب کود : 132038
امریکا د سعودی تر څنګ د یمن په جنګ کی!
د امریکا د دفاع وزارت وایی چی ددی هیواد یو جنګی بیړی او دیمن د سواحلو ته نږدی، د رادارو مرکز په دی هیواد کی تر هدف لاندی نیولی دی. پیتر کوک د امریکا د دفاع وزارت ویاند د چهار شنبی په شپه وویل: د پنجشنبی په ورځ سهار، امریکا دری راداره سایتونه د حوثی تر کنترول لاندی د یمن د سره دریا د ساحل تر څنګ تر هدف لاندی راوستل. هغه وویل چی لومړی ازموینه ددی مراکزو د نابودی څخه وو. ښاغلی کوک ددی حملی باعث یو دفاعی اقدام وبلل چی د دامریکایی بیړیو په وړاندی د موشکو په واسطه ترسره سوی وو او دهغه جملی څخه یو اس اس میسون. هغه وویل: امریکا به د هر تهدید په وړاندی عکس العمل وښیی او د سور دریا، باب المندب او نور نواحیو د بیړیو د چلونی آزادی به حفظ کړی. جالبه خبره دی! لیدل کیږی چی امریکا ډیر چمونه زده کړی دی. د دیپلماتیک عرف له نظره، د راداری مراکزو تر هدف لاندی قرارنیونه دامریکا پواسطه یو اشکار تهاجم د یمن په مقابل کی بلل کیږی او امریکا د یمن د درجه یو دشمنانو په قطار کی چی آل سعود دی راوړی. که امریکایان نظامی تجاوز د خپل ځان څخه دفاع بولی او وایی چی دا کاریی د بیړیو د آزادی لپاره کړی دی. خو د یمن د مسائلو پوهان د امریکا ادعا ردوی او وایی چی امریکا غوښتل چی د یمن جنګ په لږ وخت کی د آل سعود په ګټه تمام سوی وای او د خلګو د دولت پر ځای د آل سعود دولت رامنځته سوی وای چی د امریکا د ګټو ساتونکی دی. خو حادثی په بل شکل صورت نیسی او هغه جنګ چی انتظار کیدی د استعماریانو په ګټه تمام سی، ډیر وخت یی ونیوی او اوس هم ادامه لری او دایران او روسیی په مداخلاتو سره معلوم نه دی چی تر کومه وخته به ادامه ولری او دهغه بریالی به څوک وی. ددی پوهانو په نظر، اوس چی سعودی د یمن دجنګ څخه ناتوانه سوی دی، ددی وخت رارسیدلی دی چی امریکایان د عمل صحنی ته داخل سی او د حوثیانو د راداری مراکزو تر هدف لاندی راوستلو سره خپل تجاوزعلنی کړ او د خپل عربی حامیانو څخه دفاع شروع کړی او د شرم په اوج کی هغه د ځان څخه دفاع وبولی! جالب نکته دادی چی د امریکایانو د موشکونو حمله په هغه وخت کی صورت نیسی چی سعودی عربستان رهبران دیو دائتلاف په مرسته یو د عزاداری مراسم په صنعا، د یمن په پایتخت کی تر حملی لاندی راولی؛ داسی حمله چی ۱۴۰ کسه یی وژلی او ۵۰۰ تنه یی ذخمیان کړی دی. اوس دا چی امریکا ددی هملاسی څخه ځان تیر کړی، د تظاهر په مرسته داسی وایی چی حمایت یی د عربستان څخه یو سپین امضا سوی چک نه دی او دا هیواد به خپل لاره د ارزیابی لاندی راولی. لیدل کیږی چی عربستان د یمن د جنګ څخه په تنګ راغلی دی او هغوی به په نږدی وختو کی د یمن سره په مستقیم ډول په معرکه کی برخه واخلی؛ او په دی صورت کی د یمن دمتحدانو د ځواک داخلیدل د جنګ په ډګر کی، یو نامعلومه راتلونکی دیمن لپاره منځته راوړی.
https://avapress.com/vdcc1iqs42bq1x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته