دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 132220
هغه مفیان چی جنګونه مشروع او نامشروع کوی!
یو افغانستانی هیآت د ډاکتر عبدالله په مشری، دیو دری ورځنی په سفر عربستان سعودی ته تللی دی. جاوید فیصل، د ریاست اجرایی د ویاند معاون د (۱) تلویزیون ته وویل چی افغانستانی هیآت په دی سفر کی د عربستان د مقاماتو څخه غواړی جنګ په افغانستان کی نا مشروع اعلان کړی. فیصل اضافه کړ چی په اوسنی حال کی د افغانستان نا مشروع جنګ د هراس افګنانو پواسطه د مشروع اسلامی جنګ په نامه یادیږی چی باید د سعودی مفتیانو پواسطه دا جنګ نامشروع اعلان سی. دهر څه نه مخکی یو نکته لازم دی چی هغه د مفتیانو د فتوا تاریخ بالخصوص په عربستان کی ښیی. د تاریخ په وینا په ځینو اسلامی هیوادو کی د مفتیانو بازار او دهغوی عجیب او غریب فتواوی همیشه ښه بازار درلودی. د عجیبو او د عقل څخه لیری فتواوو بازار، د ابن تیعیه او دهغه وروسته بالخصوص په عربستان کی په عجیب ډول سره رواج پیداکړ. ابن تیعیه په هغه قصد او عمل سره چی دخارجیانو څخه په ارث اخیستی وو، د خوارجو د نظریو بقا دیو اندیشی او افراطی عمل پر دایره را جمع کړ ددی نتیجه د یو نوی فرقی درامنځته کیدو لامل سو چی عبارت دی له سلفیت او وهابیت څخه. وهابیت چی ښه مناسب زمینی درلودی دعربی هیوادو د سلطنتی هیوادو د استقبال سره مخامخ سو. په عربستان کی د آل سعود په واکمن کیدو سره، دا ډله یعنی وهابیت، نوی ژوند ترلاسه کړ که څه هم په لومړی سر کی وهابیان غوښتل چی د آل سعود حکومت ته هم مشکلات رامنځته کړی او د آل سعود سیاسی نظام د چالشونو سره مخ کړی؛ خو د آل سعود رهبران د ابن تیعیه غږ په یو نطفه کی له منځه یووړ او د ډیرو وهابی عالمانو د غوږونو او پوزی په پریکولو سره ډیر تعداد وټکول او باقی مانده یی مهار کړ او دخپل سلطنتی اهدافو په خدمت کی داخل کړ. د هغه حادثی څخه وروسته آل سعود مفتی او فتوا دواړه خپل په اختیار کی ونیول او د وهابیانو عالمان یی د خپل حکومت په خدمت کی کړ او هر وخت چی به لازم لیدل، د سلفی درباری علماوو پواسطه، متناسب فتواوی د خپل سیاسی اهدافو لپاره تهیه او تنظیم کړله. البته ددی فتواوو بازار د اسلام د پیغمبر(ص) څخه وروسته هم ښه کیدی او په هغه وخت کی هم همدا خوارج وو چی د ننی وهابیت د ریشی په عنوان، عجیب فتواوی صادرولی او دهغه دوری د هر حادثی لپاره دوه یا دری فوری او عاجل فتواوی یی په لاس کی درلودی! اوس داسی تاریخ چی د عربستان رهبران په فتوا ګری کی لری او دوست او دشمن او شرقی او غربی رسنی د عربستان دولت د تروریستانو لوی کارخانه بولی او خپله د افغانستان دولت هم په دی خبر دی، زموږ دهیواد څخه یو هیآت عربستان ته ځی تر څو د آل سعود د دولت څخه وغواړی خپل مفتیان وادار کړی چی د افغانستان جنګ نامشروع اعلان کړی! د ډیرو پوهانو په نظر په هر هدف چی غواړی عربستان ته هیات واستوی، شاید د ریاض د سرانو د رضایت لامل وګرځی او په ډک لاس هیواد ته راوګرځی؛ خو دا چی د ریاض دولت د خپل مفتیانو څخه وغواړی چی جنګ په افغانستان کی نامشروع اعلان کړی، دا یو خیال او توهم دی! د پوهانو په باور دا موضوع دومره د واقعیت څخه لیری دی چی حتی د کابل سران او استول سوی هیات هم پوهیږی او ناحقه دا سفر یی ترسره کړی دی، تر ډیره اندازه ګنګ او پوښنته رامنځته کوونکی دی! پوهان په دی باور دی چی د ریاض او اسلام آباد اړیکو ته په کتو سره او د ریاض او کابل لږ اړیکو ته په کتو سره، د ذهنه ډیر لیری دی چی دریاض رهبران د کابل دا غوښتنی ته توجه وکړی نو دا هیات په دی برخه کی به کوم لاسته راوړنه ونه لری او په تښو لاسو به د عربستان څخه وګرځی.
https://avapress.com/vdcf00dyxw6dm0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته