دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 132584
د ملی وحدت په حکومت کی د اصلاحاتو مانع او لاره
جاوید فیصل؛ د اجرایی رییس ویاند وایی چی ډیر ژیر به د ملی وحدت د حکومت رهبران به  د اختلافاتو د مخنیوی  لپاره لیدنه او خبری اتری وکړی؛ خو دهغه په باور، د تفاهم بغیر، دچالشونو څخه دباندی تلل، به سخت وی. جاوید فیصل وویل: اختلافی مسایل وجود لری او هغه دیدارونه چی رییس جمهور او اجرایی رییس درلودی، ددی مسایلو ځینی برخی حل سوی دی؛ خو ځینی مسایل هم تر اوسه پرځای پاته دی. په هغه جلسو کی چی په راتلونکی کی جوړیږی، پردی بحث کیږی او مناسب لاری ورته لټول  کیږی. په اخر کی جنرال دوستم؛ د  ریاست جمهوری لومړی معاون او احمد ضیا مسعود؛ د رییس جمهور نماینده د اصلاحاتو او حکومتداری په چارو کی د خپل توان دانحصار او په  ارګ کی د خپل ځان د نقش د نادیده نیولو لپاره انتقاد کړی او د نارضایتی حالت یی څرګند  کړی دی. دا په داسی حال کی دی چی تیر ورځ، د المان خاص نماینده هم دافغانستان  رهبرانو ته وویل چی په موثره توګه خپل کارونه مخته یوسی. سبین سپارواسر د حکومت درهبرانو څخه وغوښتل چی په خپلو وعدو د اصلاحاتو لپاره عمل وکړی. دی مسایلو ته په توجه سره، په لومړی نظر، د وحدت ملی د حکومت څخه یو تصویر لاسته راځی، یو پاشل سوی حکومت، غیری منسجم او دداخلی مریضیو لرونکی دی؛ هغه څه چی جدی اقداماتو ته ضرورت لری. هغه علتونه چی د ښه حکومتداری په برخه کی رامنځته سوی دی، انحصار طلبی او د  قدرت د لاسته راوړلو تلاش او هڅه ده؛ هغه څه چی دیو تمامیت غوښتنی ارادی او  مسلط توتالیتر پر ټولو چارو دی. بنا پر دی، لومړی ګام د تغیر او اصلاح لپاره، د انحصاراتو له منځه وړل په عالی مقاماتو کی دی. په شکاره بیان سره، په هغه ډول سره چی هر ډول اصلاح او بهبود، مستقیما د ریاست جمهوری د ارګ څخه تیریږی، هغه موانع چی په دی لاره کی رامنځته سوی دی هم د ارګ پر ارادی مسلط دی. بنا پردی، باید لومړی ګام په دی برخه کی اشرف غنی واخلی. هغه څوک چی د پرون د منتقدانو او ننی منتقدان، ټوله ځینی د نارضایتی خبری کوی. د نمونی په عنوان، جنرال دوستم او احمدضیا مسعود  د اشرف غنی دوه نږدی یاران  په انتخاباتی پروسو کی او دداکتر عبدالله اصلی رقیبان په انتخابات کی وو؛ ددوی څخه یوهم د اشرف غنی څخه خوشحاله زړه نه لری. دقیقا په هغه دلیل چی داکتر عبدالله د خپل ملګری څخه د ملی  وحدت په حکومت کی شکی دی. په دی حساب سره، په دی برخه کی چی اصلی مشکل د کوم ځایه شروع کیږی، تقریبآ هیڅ شک وجود نه لری. د متمرکز ریاستی حکومتو کی، ټولی لاری د رییس جمهور لپاره ختمیږی؛ خو انتظارکیدی چی په  یو کم ماننده مدل سره د ملی وحدت د حکومت په پنځوس پنځوس حکومت شاهدان اوسو. دا چی داهیله تراوسه نه دی تحقق پیداکړی؛ بلکی د  نورو مشکلاتو شاهدان هم یو. دا مشکلات یواځی د حکومت د سقوط او پاشل توب لامل نه دی سوی؛ بلکی د بروکسل د بین المللی ناستی کی په برخه کی هم په حکومت کی نوی مشکلات رامنځته سوی دی. دملی وحدت حکومت په هغه ناسته کی، د مرسته کوونکو ټول  مرستی د اصلاحاتو او دحکومتداری د ښه والی او دفساد دمبارزی او د بشر دحقوقو د دآزادی تامین لپاره قبول کړی دی. دا یعنی که اشرف غنی وغواړی که ونه غواړی مجبور دی دداکتر عبدالله او نور شریکانو سره باید تعامل وکړی او د مرسته کوونکو بین المللی هیوادو شرطونه یو په یو پرځای کړی. که هغه انحصار ګرایی ته ادامه ورکړی، هغوی هم  دا امکان لری چی داصلاحاتو په برخه کی مانع رامنځته کړی او دا همغه څه دی چی په نهایت کی، په بندون خاتمه پیداکړی چی دهغه اصلی ماته خوړونکی  به اشرف غنی وی؛ که څه هم د هغه نور شریکان هم  ددی بازی ګټونکی به نه وی.
https://avapress.com/vdcivraz5t1apw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته