کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عربستان، مسلمان علما او دافغانستان سوله او جنګ

10 عقرب 1395 ساعت 9:33


               د افغانستان سفارت په عربستان کی اعلان وکړ چی قرار دی په راتلونکی کی موږ یو بین المللی کنفرانس د افغانستان د سولی په اړه د اسلام د نړی د علماوو سره په ریاض کی جوړ کړو. 
سید جلال کریم وویل چی په دی کنفرانس کی د تروریزم سره مبارزه، د افغانستان د سولی روند او نور مسایل، و څیړل سی او د بین المللی کنفرانس د رامنځته کولو وروسته د اسلام دنړی د علماوو په حضور سره، د هغه نتیجه اعلان او د اسلام د نړی ټولو علماوو ته به پیغام واستول سی. 
دا لومړی بین المللی کنفرانس دی چی د اسلام د نړی دعلماوو په حضور د افغانستان د سولی په اړه رامنځته کیږی. 
د بین المللی کنفرانس رامنځته کونی موضوع د عبدالله عبدالله په اخیر سفر کی ریاض ته مطرح سو. 
ښاغلی عبدالله د محمد بن سلمان سره په لیدنه کی؛ د سعودی د دفاع وزیر سره ویلی وو چی افراط ګرایی، د اصلی مشکلاتو څخه دی او عربستان باید د خپل نفوذ څخه په استفادی سره د اسلامی هیوادو ترمنځ، بین المللی کنفرانس رامنځته کړی. 
کارپوهان وایی چی د افغانستان اوسنی شرایط دومره پیچلی دی چی په راتلونکی کی د سولی هیڅ نشانه هم نه لیدل کیږی؛ خو دا په دی معنی نه دی چی د سولی او امنیت لپاره تلاش ونه سی، حتی که دا تلاشونه د بدنامه رژیمونو په واسطه لکه عربستان پواسطه رامنځته سی. 
د پوهانو په باور، سعودی عربستان، په یو شکل سره د تروریستانو سره په نړی کی مالی او تسلیحاتی او ایدئولوژیک مرستی کوی. د سعودی عربستان د اسلام څخه انحراف دی. چی په ریاض کی خاندانی مستقر رژیم هغه په پراخ ډول سره تبلیغ اوترویجوی. 
وهابیت او سلفی ګری، قدرت، حیات او خپل پراختیا په تکفیر او فسق کی او داسلام د نقض په برخه کی صحیح بولی او له همدی امله د تروریزم سره مستحکمه اړیکه رامنځته کړی دی. 
شاید په همدی دلیل دی چی د آل سعود دشاهزاده ګانو د پشو رد د تاریخ په لوی تروریستی حملی کی یعنی د امریکا په نیویارک کی پردوو برجونو  باندی حمله وکړه او دنړی لومړی قدرت تحقیر او تضعیف کړ. 
په همدی مثال سره کولای سو د تروریزم اصلی لامل او د وهابیت او تکفیریت د نشر اصلی مرکز پیدا کړو او د پوښتنی لاندی ونیسو. 
دی مسایلو ته په کتو سره، لومړی بین المللی کنفرانس هغه هم د تروریزم لومړی ملاتړ کوونکی په حضور سره، شاید لږ څه عجیب او د نظر څخه لیری و بلل سی؛ خو د پوهانو په باور دا کار مهم او ضروری بلل کیږی چی شاید د اسلام دنړی عالمان یو تصمیم په دی اړه هم ونیسی. 
په ساده بیان سره، دا کنفرانس هغه وخت ګټور بلل کیږی چی ترویزم او د تروریزم څخه ملاتړ او ترویج او دهغه پرورش هم تر محکومتی لاندی ونیول سی او دهغه اساس او اصول د اسلام د مبین دین په اساس، مردود او مخشوش اعلان سی. 
ددی بغیره، مسلمان علما هم خپل دینی او اسلامی وظایف په صحیح ډول نه دی ترسره کړی؛ ځکه چی د یو مسلمان عالم یو وظیفه د سیاسی ستم کاره رژیم په وړاندی دریدل دی چی په اسلامی هیوادو کی لکه افغانستان کی د مسلمانانو د وینی تویونی څخه مخنیوی وسی. 
له دی لید څخه، د تحلیلګرانو په باور، د اسلام د نړی لوی عالمان تر اوسه د تروریستانو سره د ملاتړ کوونکی رژیم په وړاندی په سکوت سره د انتقاد لاندی دی او بی له شکه، دوی مسؤول بلل کیږی.

            


د مطلب کود: 132948

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/132948/عربستان-مسلمان-علما-او-دافغانستان-سوله-جنګ

آوا
  https://www.avapress.com