دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 132949
د روشنایی غورځنګ بل برنامه څه دی؟

               د روشنایی غورځنګ غړی د ملی وحدت حکومت د ترکمنستان د مسیر څخه د ۵۰۰ کیلو واټو د برق انتقال په مذاکره کی په صداقت نه درلودلو تورن کړ. 
ددی غورځنګ د خلګو عالی شورا د میزان په پنځم ورځ د حقوق بشرد کمسیون په غوښتنه او د ځینی مدنی نهادو او دحکومت آمادګی د مذاکری لپاره، د میزان د ښپږمی ورځی برنامه ریزی سوی مظاهری وځنډولی. 
خو ددی غورځنګ رهبران د عقرب په اتمه اعلان وکړ چی حکومت صادق نه دی او دتیرو څو هفتو په تیریدو سره تر اوسه مذاکرات نه دی ترسره سوی. 
د روشنایی غورځنګ د رهبرانو په نظر، حکومت دبرق د انتقال دی لاری ته سیاسی او امنیتی نظر لری او په همدی دلیل د مدنی رفتار د درک لپاره ظرفیت نه لری؛ هغه څه چی یو هشداریه د دموکراسی لپاره بلل کیږی. 
دا په داسی حال کی دی چی د ریاست جمهوری د دفتر یو ویاند ویلی دی چی د رییس جمهور یو مشاور په حاضر حال کی د دخلګو دعالی شورا سره چی کریم خلیلی د هغه په راس کی په خبرو اترو بوخت دی. 
په دی حال، کارپوهان وایی چی دروشنایی د غورځنګ د رهبرانو روایتونه د حکومت په اړه واقعیت ته نږدی لیدل کیږی؛ ځکه د پوهانو په باور، حکومت ددی نه مخکی هم د سیاسی او اجتماعی سازمانو قولونو او قرارونو په وړاندی بی اعتنا سوی دی او هغه په آسانی سره نادیده نیولی دی. 
دی مسئلی ته په توجه سره، تحلیلګران وایی چی یو د مهمو پوښتنو څخه چی رامنځته سوی دی دادی چی د روشنایی غورځنګ راتلونکی به څه وی. په بهتر بیان سره، د روشنایی غورځنګ، کوم برنامه لری چی دحکومت سره دمذاکراتو په نه کیدوسره هغه په اجرا ورسوی؟
دا پوښتنه، د روشنایی غورځنګ د سیاسی او اجتماعی ژوند پایداری ته معطوف دی. 
د غورځنګ رهبران څو ځلی اعلان کړی دی چی دهغوی هدفونه د برق د مسیر څخه لوړ دی. د سیستماتیک تبعیض خاتمه د امتیازاتو او فرصتونو برابر ویښنه، دعدالت برقراره کول د حکومت په عامالو او قدرت کی او په دولت کی د اقلیتونو ته سهم ورکونه، ددی غورځنګ د ځینی اهدافو څخه بلل کیږی. 
خو کارپوهان وایی چی ددی مسایلو ماسیوا، ددی غورځنګ رهبران، یو موازی او د قوم دننه مبارزه هم مخته وړی او هغه، د هزاره او اهل تشیع د سنتی قومی رهبرانو هیڅته کول او دهغوی بدلول په تازه رهبرانو دی. 
په دی حساب سره، د روشنایی غورځنګ چی لومړی ځل کی دبرق د لاری دانتقال لپاره منځته راغلی وو، خو اوس عملآ په یوسیاسی او تشکیلاتی حزب بدل سوی دی چی د قدرت په برخه کی د سنتی او نوی شیعه او هزاری رهبرانو ترمنځ د قدرت پر سر دی تبدیل سوی دی. 
دا غورځنګ نور نه سی کیدلای چی په سادګی سره رخصت سی. 
که د ترکمنستان د برق انتقال هم تغیر وکړی، د روشنایی غورځنګ مجبور دی چی د سیاسی او اجتماعی چشم اندازیو په تغیر سره، خپل ژوند ته ادامه ورکړی. 
البته دا د شیعه او هزاره ځوانانو لپاره یو مطلوب فرضت بلل کیږی؛ خو د اهدافو سازمادهی او سیاسی چشم اندازیانی چی دی غورځنګ ته د حیات د ادامه والی لپاره وینه ورکړی، یو جدی چالش یا مشکل بلل کیږی. 
ناظران وایی چی ددی غورځنګ رهبران به تر کومه وکولای سی د خلګو په راټولولو سره د حکومت په وړاندی د هغه اعتراضاتو ته ادامه ورکړی، جدی تردیدونه وجود لری؛ خو واقعیت دادی چی دا غورځنګ د اسد ددوهمی فاجعی وروسته عملآ نه دی توانیدلی چی خلګ راټول کړی او هر ځل چی دا تصمیم نیولی دی، په یوبهانی سره مجبور سوی دی چی هغه وځنډوی. 
که بل ځل هم خلګ په دښتونو او میدانونو کی راټول کړی دا پوښتنه پیدا کیږی چی تر کومه د خلګو داحساساتو سره بازی کوی او خلګ د خپل سیاسی اهدافو د لاسته راوړلولپاره سوقوی؟

            
https://avapress.com/vdcdox0fnyt0sn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته