خوښ ديک ۰

افغانستان او شانګهای!

افغانستان او شانګهای!

د ملی وحدت د حکومت اجرایی رییس د شانګهای په ناسته کی د شرکت کولو لپاره د قزاقستان لوری ته روان سو. 
شانګهای لومړی منطقه ای سازمان نه دی چی افغانستان په هغه کی غړیتوب لری او د هغه په ناستو کی شرکت کوی. 
ددی لپاره چی پوه سو چی افغانستان کوم ځای په شانګهای کی درلودلای سی، لومړی باید پوه سو چی شانګهای د څخه لپاره تاسیس سوی دی او د هغه آهداف څه دی او افغانستان ددی منطقه ای سازمان کی په ګډون سره کوم اهداف تعقیب کړی دی او خپل کوم اهدافو ته رسیدلی دی؟
په منطقه ای سازمانونو کی د غړیتوب تاریخچه شکاره کوی چی په دی سازمانونو کی غړیتوب یواځی نه سی کولای د هیوادونو مشکلات حل کړی؛ ځکه افغانستان د سارک او ایکو د سازمانونو غړیتوب هم لری. خو په دی برخو کی مشکلات سته چی د هغوی د غړو ترمنځ وجود لری او ددی سازمانونو غړی د اهدافو د رسیدو لپاره تړلی دی. 
د شانګهای سازمان د تاریخچی په اړه داسی راغلی دی: د شانګهای د همکاریو سازمان د لویو قدرتونو د رقابت د زړه څخه د ژئوپولیتیک میانه آسیا پر سر ظهور کړی دی. ددی سازمان لومړی هدف د چین او شوروی ترمنځ د مرز غیری نظامی کول وو چی په ۱۹۹۶ م د وخت د رهبرانو د قزاقستان، د چین جمهوری خلق، قرقیزستان، روسیه او تاجیکستان ترمنځ د نظامی اعتماد د تعمیق په منظور  منځ ته راغلل. 
دا هیوادونه د ۱۹۹۷ کال د آپریل په ۲۴ تاریخ کی یو توافق نامه د مرزی منطقو د نظامی ځواکونو د کموالی په خاطر په مسکو کی امضا ته ورسیدل. د ۵ شانګهای د ناستی غړیتوب هیوادونه په ۱۹۹۸ کی د قزاقستان آلماتی ښار کی، په ۱۹۹۹ کی د قزاقستان په مرکز کی په بیشکک کی په ۲۰۰۱ کی ددوشنبی په ښار کی رامنځته سو.هغه عمده فعالیتونه چی ددی منطقه ای سازمان لپاره په نظر کی نیولی دی اقتصادی همکاری، لکه د تجارتی سطحی پراختیا، بانکی مرستی، فرهنګی مرستی، په نړی کی ددوه قطبی قدرت توازن تشکیلوی. 
افغانستان په ۱۳۹۱ ددی سازمان د غړی په حیث وشمیرل سو. او تر اوسه هم ددی سازمان غړی دی. ځینی پوهان د افغانستان دایمی غړیتوب په دی سازمان کی مثبت بللی دی. 
هغه پوښتنه چی پیداکیږی دادی چی دا ډول منطقه ی سازمانونه د منطقه ای تعامل لپاره منځته راغلی دی اود هیوادو لپاره د اهمیت وړ دی چی یو څه دورکولو او اخیستلو لپاره ولری. 
پوښتنه دادی چی افغانستان کوم څه د ورکړی لپاره لری او څنګه کولای سی په عینی حال کی ناظر او موثر وی په دی سازمان کی؟
افغانستان د سارک په سازمان کی غړی دی. د سارک سازمان په ۱۹۸۵ کی رامنځته سو او افغانستان په ۲۰۰۷ کی ددی سازمان غړیتوب لاسته راوړه. د ډیریو پوهانو په وینا تر اوسه یو مثبت ګام هم ددی سازمانونو د اهدافو لپاره نه دی اخیستل سوی. 
اساسی علت هم دادی چی تر اوسه ددی سازمان غړی چی د یو میلیارد څخه ډیر جمعیت لری او په آسیا کی لوی سازمان حتی په نړی کی لوی سازمان بلل کیږی نه دی توانیدلی چی اساسی اختلافات حل کړی او ددی سازمان نورو اهدافو ته ورسیږی. 
ددی لپاره چی افغانستان وکولای سی ددی سازمانونو موثر غړی سی باید لومړی خپل اولیتونه وپیژنی او خپل اساسی مشکلات حل کړی. دوهم داچی افغانستان د کوم پتانسیل څخه برخمن دی تر څو وکولای سی ددی سازمانونو په حضور کی ځینی استفاده وکړی؟
افغانستان تر ټولو نه مخکی د تروریزم سره د مبارزی لپاره ضرورت لری، تروریزم نه یو لاسی دی او نه هم فکری او یو اندیشه لری. پیچلی پدیده دی چی وافر او ډیر تلاش ته ضرورت لری. 
دوهم داچی یو ډول عزم هم د تروریزم سره د مبارزی لپاره وجود نه لری. د افغانستان په حکومت کی تراوسه یوډول سیاست د تروریزم سره دمبارزی لپاره وجود نه لری. 
ځینی حکومتی مشران، د حکومت ځینی رهبران د تروریزم سره په اړیکی متهموی. که د حکومت رسمی رهبران وجود ونه لری ځینی سیاست مداران حکومت ته نږدی رسمآ د طالبانو څخه حمایت کوی او دا سیاست نه یواځی د حکومت په دننه کی مشکلات شکاره کوی د نورو ابعادو پر مختلفو برخو هم منفی تاثیر منځته راوړی. 
نو لومړی قدم د تروریزم سره د هماهنګ مبارزی لپاره، یو نواخت د تروریسم سره دی چی تراوسه نه دی منځته راغلی او هیڅ منطقه ای سازمان هم په دی برخه کی مرسته نه دی کړی. 
که څه هم د تروریزم سره مبارزه د سارک د سازمان په اهدافو کی تصریح سوی دی. 
دوهم نکته چی داهمیت وړ دی، د تروریسم سره د مبارزی مصارف او تمویل په افغانستان کی د خارجی منابعو لخوا صورت نیسی. خارجی منابع هم د خپلو منافعو لپاره دا پیسی ورکوی او دهغه په برنامه ریزی کی دخالت کوی. هغه څه چی خوښوی په هغه کی دخالت کوی. 
د شانګهای د سازمان یو هدف اقتصادی مرستی دی چی متاسفانه سیاست د اقتصاد سره په اوس وخت کی تړلی دی او دا دواړه یو د بل څخه نه سو بیلولای. 
دا عمده مشکلات دی چی زموږ د هیواد د تعامل په لاره کی د منطقه ای سازمانونو سره وجود لری. که دقیق وکتل سی، زموږ دهیواد د تعامل څخه پورته نور موانع هم سته. 
هغه څه چی زموږ د خلګو لپاره د اهمیت وړ دی دادی چی حکومت باید خپل ټوله فکر دی نکتی ته معطوفه کړی او پرځان فشار راوړی چی ددی وضعیت څخه ځان دباندی وباسی. 
متاسفانه د کرزی د حکومت په وخت کی ټول فکر د خپل حکومت د رقبا د برکناره کولو لپاره وو، لکه څنګه چی کرزی د امریکا دهغه وخت د خارجی وزیر ته ویلی وو چی د هغه اصلی دشمن د شمال اتحاد دی نه طالبان! په اوسنی حکومت کی که څه هم په صراحت سره نه اعلانیږی خو زورآزمایی ګانی په دا دوو کالو کی شکاره کړی چی د رقیب لیری کول د قدرت د صحنی څخه لپاره ډیر کوښښ کیږی.
بنا پردی که وضعیت په دی شکل وی، نه دا چی په منطقه ای سازمانونو او بین المللی سازمانونو کی غړیتوب کوم ګټه د افغانستان لپاره نه لری بلکه یو بی نتیجی مصروفیت وی. 
نو دهمدی لپاره د منطقه ای ساختارونو سره د ځان د برابرولو لپاره لومړی باید د حکومت دننی مشکلات حل سی او د هیوادوسره د تعامل توانایی پیداسی، زموږ د هیواد د رهبرانو شرکت کول په داسی مجالسو کی کوم ګټه به ونه لری. 

پنجشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود: 133134 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *