کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان او القاعده؛ د سکی دوه مخی؟

16 عقرب 1395 ساعت 12:31


د سازمان ملل د امنیت شورا بیانیه ورکړی دی چی ۴۵ زره مسلح جنګیدونکی د افغانستان ددولت سره په جنګ کی دی. 
د سازمان ملل د کارپوهانو ډله چی د طالبانو پر تحریمونو باندی د نظارت مسؤول دی، دا بیانیه یی جوړ کړی دی. دا کارپوهان د سازمان ملل امنیت شورا ته ویلی دی چی ددی جنګیدونکی یو پر څلورمه برخه خارجیان دی. 
د افغانستان د دفاع وزارت د سازمان ملل د بیانیی په غبرګون سره اعلان کړی دی چی ۴۵ زره طالبانو شتون په افغانستان کی ثابت نه دی. 
وزیری دولت؛ د دفاع وزارت ویاند وویل چی دا ځواکونه د کال فصلونو ته په کتوسره، تغیر کوی. 
دهغه په خبره، د بهار په فصل کی ددی جنګیدونکو شمیر مخ په زیاتیدو او په ژمی کی تعداد یی کموالی پیدا کوی. 
سازمان ملل د بیانیی په ادامه کی راوړی دی چی جنګیدونکی چی په القاعدی پوری مربوط دی د جنګ په دی دوران کی، مهم نقش د طالبانو د حمایت لپاره لری. 
په دی بیانیه کی راغلی دی چی د داعش د جنګیدونکو شمیر د افغانستان په ختیځ کی د ۳۵۰۰ نفرو څخه تر ۱۶۰۰ تنو پوری کموالی پیدا کړی دی چی تقریبآ ۷۰۰ تنه یی خارجی جنګیدونکی تشکیلوی. 
دا بیانیه په داسی حال کی خپریږی چی تر اوسه د افغانستان ددولت رسمی سیاست د تحلیلګرانو په نظر، استراتژی یی  د طالبانو، القاعدی او نورو تروریستی ډلو ترمنځ د فاصلی په ایجادولو پوری ولاړ دی. 
د افغانستان دولت د څو اخیرو کلو په ترڅ کی، تلاش کړی دی چی د مسالمت لرونکو لارو او د سولی پواسطه د افغانستان بحران ته خاتمه ورکړی. 
د القاعدی او طالبانو تفکیک او همداسی، د پاکستانی او افغانستانی طالبانو تفکیک ددی تلاشونو څخه دی. 
په دی وصف سره، د کارپوهانو په باور، د طالبانو لخوا هیڅ کوم تمایل نه لیدل کیږی چی د القاعدی څخه فاصله پیداکړی؛ لکه څرنګه چی افغانستانی او پاکستانی طالبان د خپلو فعالیتونو لپاره هیڅ کوم مرز نه پیژنی. 
د افغانستان امنیتی مقامات، د طالبانو د نیولو څخه خبر راکړی دی چی پاکستانی اصالت یی درلودی او ویل کیږی چی تقریبآ ټول تروریستی فعال ځواکونه د افغانستان دمرز هغه خواته په پاکستان کی تربیه کیږی او افغانستان ته استول کیږی. 
که څه هم د القاعدی د تروریستی دلی خراب فعالیتونه نه یواځی په افغانستان کی؛ بلکه د نړی په سطحه، کلونه کیږی د رکود سره مخ دی؛ خو د بن لادن په مرګ سره، د طالبانو ډیر هواداران بالخصوص په پاکستان کی، د القاعدی سره د همبستګی او همدردی ابراز کړی دی تر هغه ځایه چی ویل کیږی چی د القاعدی د استقرار د مقتول رهبر د اوسیدو ځای اسلام آباد ته نږدی، تر یو څو وخت پوری په زیارتګاه باندی تبدیل سوی دی او د پاکستانی طالبانو د پراخ رجوع وړ ګرځیدلی دی. 
دا په واقعیت کی روشانه نشانونه دی چی د طالبانو او القاعدی د سازمانی او فکری تنیدګیو شکاره کوونکی دی؛ دا امر چی د داعش د ډلی د ظهور پسی چی دشمن یا لږترلږه د دواړو مشترک رقیب دی، تقویت پیداکړی دی. په دی موضوع کی د طالبانو او القاعدی د تفکیک موضوع، په واقعیت کی بغیر دهغه څه څخه دی چی شکاره کیږی او دسازمان ملل د کارپوهانو دا اخیر بیانیه دا تائید کړ. 
له بلی خوا، د ناظرانو له نظره، نه لیدل کیږی چی دسازمان ملل تنبیهی اقدامات ددی سازمان ترسره سوی تحریمونه د طالبانو د رهبرانو سرانو په وړاندی د چشمګیر کارآیی او د تاثیرګزاری لرونکی وی؛ ځکه د طالبانو اقتصادی مجاری او منافذ هم د هغوی د تفکراتو په شان سنتی او غیری مدرن دی او اوسنی مدرن تحریمونه نه سی کولای هغوی کنترل کړی؛ هغه هم په داسی شرایطو کی چی د سازمان ملل غړی ټوله یو ډول تصمیم په دی اړه نه لری او د تروریستی ډلو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوی. 
په دی اساس، د پوهانو په نظر، لکه څرنګه چی د تحریمونو وضع د طالبانو په نسبت، کوم لازم کارآیی نه دی درلودلی، ددی تحریمونو لغوه کیدل او یا هم د ترسره سوی تحریمونو تفکیک د طالبانو په وړاندی د القاعدی څخه هم د خاص اهمیت لرونکی نه دی. 
همدارنګه ددی نکتی یادونه لازم دی چی هر څومره د افغانستان دولت د سولی لپاره کوشش کوی طالبان خپل کار ته ادامه ورکول او د طالبانو دا کار د سولی راتلونکی نامعلوم کړی دی او داکتر عبدالله؛ اجرایی رییس هم د خبرو په اخیر کی د شانګهای په ناسته کی د سولی پر بی نتیجګی باندی ټینګار وکړ. 
له بله خوا د دولت د سولی عدم شفافیت او د خلګو کناره ګیری او نور سیاسی بازیګران په دی مهم ملی مساله کی ددی روند توفیق د تردید سره مخ کړی دی.


د مطلب کود: 133282

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/133282/طالبان-او-القاعده-د-سکی-دوه-مخی

آوا
  https://www.avapress.com