دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 133605
د ترامپ بریالی کیدل، حکمتیار هیله مند کړل؟
ګلبدین حکمتیار؛ د اسلامی حزب رهبر د دونالد ترامپ؛ د امریکا نوی رییس جمهور څخه غوښتلی دی چی د افغانستان څخه امریکایی ځواکونه وباسی.

حکمتیار په هغه پیغام کی چی ترامپ ته استولی دی لیکلی دی: د امریکا حضور په افغانستان کی نه د ددی هیواد او نه ددی هیواد دخلګو په ګټه دی. 
همداسی په دا پیغام کی ویل سوی دی چی د امریکایی ځواکونو نظامی حضور نور هیڅ ګټه نه لری او دا به ښه وی چی ددی هیواد څخه خارجی ځواکونه ووځی. 
حکمتیار ترامپ ته په خطاب کی لیکلی دی: د امریکا تیر رهبران تاسو ته او امریکا ته بد جنګونه په میراث پریښی دی چی د ۱۵ کالو څخه ډیر دوام کړی دی. 
د حکمتیار په وینا، په دی جنګ کی ۳۰۰ زره تنه مظلوم افغانان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د ۲ میلیونو څخه ډیر افغانان مهاجر سوی دی. 
همداسی په دی پیغام کی حکمتیار د ترامپ څخه غوښتلی دی چی هغه وخت چی هغه سپین کاخ ته د اوباما پرځای ننوتی نو افغانستان او امریکا خلګ ددی جنګ او وینی تویونی څخه خلاص کړی. 
پوهان وایی چی د اسلامی حزب د رهبر په پیغام کی چی د امریکا نوی رییس جمهور ته استول سوی دی، تریخ حقایقو ته اشاره سوی دی چی د پیغام ځینی برخی د افغانستان د بی ځایه جنګ په اړه حسابیږی؛ هغه جنګ چی امریکا او همکاران یی شروع کړی دی؛ خو په دی نه دی توانیدلی چی هغه پای ته ورسوی او یا لږ تر لږه یو بریالی راتلونکی ورته رسم کړی. 
دا جنګ تر اوسه هم ادامه لری؛ البته په ډیر کم شدت سره او په پراخ ډول سره او د کشتار او جنایت سره. 
په دی منځ کی، د ځینی نظرلرونکو په باور، البته دا یواځی امریکا نه دی چی ددی جنګ د ویرانیو او قربانیو لامل سوی وی؛ بلکه هغه ډلی چی په یو ډول سره د امریکا د نظامی ماموریت او دهغه د همکارانو په وړاندی راپورته سوی دی هم د افغانستان د خلګو په وژنو او په دی هیواد کی د زیانونو لاملان دی. دا چی تر اوسه هم طالبان او نور مسلح او مخالف ډلی د سازمان بین المللی په بیان کی ددی هیواد د جنګونو اصلی لامل بلل کیږی او ددی دردناک حقیقت یو شکاره نشانه دی؛ خو د پوهانو په باور، د امریکا او هغه د همکارانو په ناتو کی د افغانستان په مرګباره جنګو، یواځی په مرګباره وژنو سره نه خلاصه کیږی؛ بلکه امریکا له دی وجهی څخه چی د جنګ شروع کوونکی دی هم مسؤول دی. دا چی اوس په زرهاوو امریکا یی سرتیری په افغانستان کی حضور لری او دا حضور، لوی بهانه د تروریستانو د لوی پراخ فعالیتونو لپاره زموږ په هیواد کی سوی دی، خپله یومشکل دی چی جنګ د امریکا په رهبری په افغانستان کی منځته راوړی دی. 
په دی حساب او د ګلبدین حکمتیار پیغام ته په کتو سره چی ترامپ ته یی استولی دی، آیا د اسلامی حزب رهبر تر دی مخکی چی د اشرف غنی ددولت سره د سولی تړون امضاکړی د امریکا پر ضد د یو مسلح جریاناتو رهبر او د امریکا د دولت د ملاتړ څخه په افغانستان کی په حساب راتلی د ترامپ په انتخاب سره، د جنګ د ختمیدو په نسبت او د خارجی ځواکونو دخارجیدو د افغانستان څخه هیله مند دی؟
کارپوهان وایی چی ددی پیغام لحن او محتوا، د ښاغلی حکمتیار شکاره هیله مندی ښیی. هغه چی تر کلو کلو پوری د هغه یو اصلی غوښتنه د دولت سره د مصالحی په برخه کی، د خارجی او دهغه په وینا د اشغالګرو ځواکونو په وتلودافغانستان څخه وو؛ خو په نهایت کی، د سولی پر طرحی باندی غاړه کښیښوده چی هیڅ وخت دا شرط یی نه قبلوی. 
بنا پر دی، ښاغلی حکمتیار ترامپ ته ددی پیغام په استولو، غواړی بل ځل پر دی نکتی باندی ټینګار وکړی چی د خارجی ځواکونو وتل، همچنان د هغه د اصلی اولویتونو څخه او حتی د افغانستان د سولی د شرایطو د قبلولو څخه وروسته به وی. 
همداسی دا کیدلای سی د حکمتیار تلاش د خپل منتقدانو د قناهت لپاره وی چی څو ځلی ویلی دی چی هغه د کابل سره د سولی په کولو سره، خپل مخکنی شرط چی باید خارجی ځواکونه د هیواد څخه ووځی په شکاره ډول سره شاتګ کړی دی. 
په هر حال، د ښاغلی حکمتیار هیله مند توب، ناظران وایی چی هیڅ انتظار په دی برخه کی د ترامپ څخه نه سو درلودلای؛ ځکه چی هغه مخکی هم ویلی وو چی د امریکا د نظامی ځواکونو حضور په افغانستان کی د پاکستان د نظارت او کنترول لپاره ضروری دی؛ ځکه چی دهغه په خبره، پاکستان یو اتومی هیواد دی. 
په دی حساب سره، لکه څنګه چی افغانستان تر اوسه د پاکستان د تروریست پروری زیانونه ورکړی دی، له دی وروسته باید د امریکا د نظارت تاوان پر پاکستان باندی متحمل سی.

https://avapress.com/vdcdzs0fkyt0s96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته