دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۱۳
د مطلب کود : 133989
د دیورند خط ته د رسمیت ورکولو لپاره د پاکستان نوی ګام
 

پاکستان خپل مرزی قبیلوته افغانستان ته اعلام کړ چی د راتلونکی کال د جنوری د میاشتی د ۳۱ نیتی څخه پاکستان ته د پاسپورت او ویزی بغیره هیڅ څوک نه سی داخلیدلای. 
دا مرزی قبیلی تر اوسه کولای سوای چی یواځی د یو کارت پواسطه چی د افغانستان د دولت لخوا ورته ورکول سوی دی، افغانستان ته سفر وکړی. 
ددی منطقی خلګ د دواړو هیوادو د خدماتو څخه ګټه اخلی او ځینی وختونه د افغانستان د مقاماتو لخوا افغان هم ورته ویل کیږی. 
ددی نه مخکی، د ډیرو افغانانو تلل او راتلل پاکستان ته هم بیله کوم پاسپورته او ویزا صورت نیوی؛ خو په اخر کی پاکستان د افغانانو تلل او راتلل پاکستان ته د پاسپورت او ویزا بغیر بند کړ. 
خو د سرحداتو وزارت مقامات، د افغانستان قومونه او قبیلی وایی چی د پاکستان سره میښت قبیلی د تلل او راتلل لپاره افغانستان ته ویزه ته اړتیا لری. 
عبدالغفور لیوال؛ ددی وزارت سرپرست وویل چی په دی اړه د پاکستان تصمیم په دوی پوری اړه لری او افغانستان د داسی خلګو سره د نور وختونو په شان رفتار کوی. 
منطقه ای مسایلو کارپوهان وایی چی دا دپاکستان لومړی هڅه د دیورند د کرښی درسمیت لپاره نه دی او نه به آخری هڅه وی. 
ددی نه مخکی د اسلام آباد دولت هم تصمیم نیولی وو چی د تاسیساتو او استحکاماتو په واسطه د دیورند هغه خوا، د یو دروازی په ایجادولو سره ددواړو هیوادو ترمنځ، د افغانستان خلګ مجبورول د پاسپورت او ویزی لپاره، د افغانستانی خلګو د مخنیوی لپاره او... ډیر هڅی کړی دی چی د دیورند د رسمیت لپاره سرعت ورکړی. 
ددی نوی تصمیم په اساس، ټولو قبایلو ته چی د دیورند په هغه خوا ژوند کوی، باید افغانستان ته د سفر لپاره، پاکستانی پاسپورت او افغانستانی ویزا، تر لاسه کړی. 
که څه هم دا تصمیم، له همدی وخته څخه د افغانستان دولت او مرزی قبایلو د سرانو سره مخ سوی دی؛ خو لیدل کیږی چی ددا عملی کیدنه د پاکستان دولت او مرزوانانو پوری اړه لری. 
هغه دلیل چی مرزی قبایلو سران مطرح کړی دی، په ظاهر سره ساده دی. هغوی ویلی دی چی دا افغانستان دی چی باید ویزا وغواړی نه پاکستان؛ خو په نه لیدل کیږی چی دا دلیل، ددی تصمیم تغیر ته کوم تاثیر نه لری؛ ځکه پاکستانی مرزوانان په آسانی سره کولای سی د قبایلی ښځو او نارینه وو په مجبور کولو سره د پاسپورت د ارائه کولو لپاره د خروجی مهر د وهلو لپاره، هغوی مجبور کړی دی چی دا تازه قانون قبول کړی. 
دا تصمیم که د مرز دواړو خواوو اوسیدونکو ته لوی مشکلات کړی دی هغه کسان چی مشترک قومی ریشه او رګونه لری او نور مستحکمه کورنی اړیکی برقراره کړی دی. ددی اړیکو او حلقو کمول نه دا چی د پاکستان او افغانستان د دولت لخوا د امکان وړ نه دی؛ خو داسی تصمیمونه کولای سی پر داسی اړیکو باندی منفی تاثیر ولری او د سرحد دواړو خواوو قبیلی د اړیکو په کمولو مجبوره کړی. 
د هغه قبیلو لپاره چی د افغانستان سره د مرز هغه خوا کی ژوند کوی، دا کار لوی درانده زیانونه د ځان سره لری؛ ځکه چی هغه کسان چی په کارت سره کولای سی افغانستان ته تلل او راتلل وکړی او زامنان یی په پوهنتونونو او مکتبونو کی  درس وایی ددی وروسته به په احتمالی ډول سره ددی امتیازاتو څخه به محرومه سی. 
که څه هم د افغانستان دولت اعلان کړی دی چی د افغانستان له نظره، کوم تغیر د مرز هغه لوری ساکنانو وضعیت کی نه دی راغلی؛ خو ظاهرآ پاکستان، داسی اراده نه لری. 
د سیاسی او امنیتی له لحاظه دا حرکت کولای سو د دیورند د رسمیت د پیژندلو لپاره یو هڅه وبولو. پاکستان او د نړی ډیر هیوادونه دا کرښه د یو بین المللی کرښی په نامه پیږنی؛ خو کابل همداسی ددی کرښی د رسمیت د منلو څخه مخنیوی کړی دی؛ هغه سیاست چی د ډیرو پوهانو په باور ډیر زیانونه هم افغانستان ته اړولی دی چی دهغه جملی څخه د افغانستان په داخلی چارو کی د پاکستان مداخلات دی او د پاکستان مرستی د مسلح تروریستی ډلو سره  او همدارنګه د ۲۴۰۰ کیلومتره مرزی کرښی ناامنه کول وبولو. 
که ددی مرز څخه ددواړو هیوادو د خلګو تلل او راتلل قانونی سی، د ناظرانو په باور، دا تحول کولای سی د امنیت د ښه کیدو او تروریستی پاکستانی ډلو د ورود څخه افغانستان ته مخنیوی وکړی؛ خو د کابل موضع په دی برخه کی په ظاهر کی شکاره کوی چی د دیورند کرښی د حساسیت مسئله، اوس هم اجازه نه ورکوی چی د افغانستان ملی حاکمیت، منافع او امنیت، د یو عاقلانه او عملی سیاست پر اساس، تنظیم سی.

https://avapress.com/vdcivpaz3t1ap32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته