خوښ ديک ۰

کله چی سیاست د قضاوت پر مسند کښینی!

کله چی سیاست د قضاوت پر مسند کښینی!

د یو سارنوال محاکمه کیدل د رشوت په تور سره په کابل کی او ددری میاشتو مجازات، نه داچی د خلګ ناامیده کړ او د خلګو اعتماد پر دولت باندی د اداری فساد سره د مبارزی لپاره هم لاسته رانغلل او د خلګو مخسری یی پورته کړاو دا ګمان رامنځته کړ چی حکومت خلګ کوچنی فکر کړی دی.
د فساد سره مبارزه یو ښه امر او خرد پسنده امر دی، بغیر له داچی فساد یو مذموم او غیری اخلاقی امر دی، ټولنه او حکومت دیو رذیلت سره مخ کوی او حکومت یو نامطلوب او نامطبوعاتی څیره د خلګو او بین المللی ټولنه کی ترسیموی او کیدلای سی په هیواد کی فساد ددی باعث سی چی خارجی هیوادونه او بین المللی هیوادونه د افغانستان څخه بی اعتماده سی. 
په همغه اندازه چی د فساد سره مبارزه ښه بلل کیږی په همغه اندازه د صداقت میزان افغانستان د نړی په سطحه او په بین المللی ټولنه کی بااعتماده کړی. د سارنوال نیونه د ۵۰۰۰۰ افغانیو په رشوت سره او د دری میاشتو زندان د حکم په صادرولو سره، ددی نه مخکی چی عدالت او قضایی دستګاه د فساد سره مبارزه شکاره کړی ددی اداری ضعفونه او خرابیانی شکاره کوی. 
د فساد سره مبارزه ددی په معنی نه دی چی یو کس محاکمه سی. د فساد سره مبارزه په لومړی ګام کی باید یو مطلوب راهکار د فساد د مخنیوی لپاره رامنځته سی چی د پنځه لس کالو څخه راهیسی روان دی او حکومت په یو فاسد نهاد باندی تبدیل کړی دی. 
که دا پوښتنه رامنځته سی چی د کرزی د حکومت د وخت د فساد عاملان کوم یو محاکمه سوی دی، د کابل بانک د فساد عاملان چیری دی د خلګو څومره پیسی د هغوی څخه بیرته اخیستل سوی دی او د مخدره توکو قاچاقیان څومره نیول سوی دی او محاکمه سوی دی، هغه طالبان چی د خلګو د وژنی په خاطر په زندانونو کی اچول سوی دی کوم عادلانه حکم د هغوی په وړاندی صادر سوی دی، د طالبانو د فرار عاملان څومره تر اوسه نیول سوی دی او محاکمه سوی دی؟ هیڅ کوم مثبت ځواب نه لری. هغه کسان چی تر اوسه محاکمه سوی دی یو سیاسی جنبه او نمایشی جنبه لری. 
د قومی حکومت یو بد او خراب څیره د حکومت دی، دا په یو روند تبدیل سوی دی؛ ولی دا بد اخلاقیانی د لفافی لاندی پټ سوی دی؟
علت دادی چی د هیواد قضایی دستګاه په فساد باندی لړلی دی، د هغه بی عدالتیو په وړاندی چی ترسره کیږی سترګی پټوی او یو بی تفاوتی حالت ځانته نیسی. که قضایی دستګاه د عدالت او دخلګو د حقوقو د پرځای کولو لپاره منځته راغلی وی، باید د هر بی عدالتی په وړاندی عکس العمل وښیی او نور دولتی نهادونه د بی عدالتی په دام کی د لویدلو څخه مخنیوی وکړی. 
خو داسی نه دی، قضایی دستګاه متاسفانه داسی عمل اجرا کوی چی نور نهادونه هم ترسره کوی او هغه عمل ترسره کوی چی نور حکومتی اداری هم ترسره کوی. 
له همدی مخه دی چی بی عدالتی په دا هیواد کی لمنځه نه سی، د مخدره توکو قاچاق نه کمیږی. 
له دی نه مخکی چی یو سارنوال او یا جنرال محاکمه سی او د خلګو د اطمینان لامل سی د تمسخر لامل ګرځی؛ ځکه چی خلګ په تیر پنځه لس کالو کی لیدلی قضایی دستګاه صلاحیت نه لری او نه لازم صلابت په لاس کی درلودلی دی. 
لومړی مهم خبره دادی چی دا دستګاه باید لازم استقلال ولری. دوهم داچی باید لازم توان د قانون لپاره وجود لری. 
دریم داچی د نورو څیزونو تر تاثیر لاندی رانه سی خو متاسفانه د قضایی داستګاه ددی صفاتو څخه برخمن نه دی. 
که قضایی دستګاه ددی مثبتو خصوصیاتو لرونکی وی، بی ګمان د ریاست جمهوری انتخابات هم افتضاح ته نه رسیدی. یو مریض حکومت د ملی وحدت په نامه منځ ته نه راتلی، هیواد ددی زیان سره هم نه مخ کیدی. 
بنا پر دی قضایی دستګاه د محاکمی پر ځای باید لومړی شفاف سازی وکړی، میلیاردی فسادونه په شفاف ډول سره د خلګو په وړاندی قرار ورکړی او هغه کسان چی د دولت په کارو کی دخالت کوی شکاره کړی، هغه موانع چی باعث ګرځی قضایی دستګاه بد عمل وکړی او ونه سی کړای چی عدالت رامنځته کړی آشکار کړی. په دی صورت کی خلګ د ابهام څخه دباندی راځی، پوهیږی چی کوم کسان نه غواړی عدالت اجرا سی.

سی شنبه ۲ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود: 134112
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *