دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 134114
د بیسوادی سره څنګه مبارزه وکړو؟

د معارف وزارت مقامات اعلان کړی دی چی یو طرحه د بیسوادی د منځه وړلو  او د سواد د زده کړی د اجباری کولو لپاره جوړ کړی دی. 
اسدالله حنیف بلخی؛ د معارف وزیر د یکشنبی په ورځ وویل چی ۶۰٪ خلګ  بیسواده دی چی د هغه ۸۰٪ خلګ ښځی تشکیلوی. 
سردار محمد رحیمی؛ د معارف وزارت د سواد د زده کړی معاون وویل چی یو ډیر ښه پلان د سواد د زده کړی لپاره په تازګیو کی د کابینی په کمیته کی د رییس جمهور د دوهم معاون په واسطه تصویب سوی دی. 
هغه اضافه کړ چی دا برنامه به عملآ په راتلونکی کال کی تر لاس لاندی ونیول سی او دهغه په اساس به د سواد د زده کړی مدیریت، د سواد د زده کړی کیفیت او د خلګو مشارکت ددی برنامی په اجرا کی ښه والی پیدا کړی. 
ددی برنامی په اساس، په هیواد کی د سواد د زده کړی نصاب د یونسکو په مرسته به تغیر وکړی او د زده کړی لپاره به نوی کتابونه جوړ سی. 
هغه ټینګار وکړ چی دا ښه کار نه دی چی افغانستان په نړی کی تر ټولو بی سواده هیواد وی او د بیسوادی له لحاظه ددوو افریقایی هیوادو ترشاه قرار ولری. 
دا برنامه په داسی حال کی اعلانیږی چی د معارف وزارت د یو اوونی لپاره د بیسوادی سره دمبارزی لپاره اقدام کړی وو. 
خو دا ځل کارپوهان هیله لری چی په دی برنامی سره په لویه سطحه او د سازمانونو او کلیدی وزارتخانو او د موسساتو په مشارکت سره او بین المللی بنیادو په مشارکت سره لکه یونسکو، ددی شاهدان و اوسو چی د افغانستان د خلګو په فرهنګی او اجتماعی حیات باندی ښه تاثیر وکړی او په راتلونکی کلو کی په هیواد کی د میلیونونو زده کوونکو شاهدان و اوسو. 
تحلیلګران وایی چی که ددی برنامی اعلان سره سره د معارف او اداراتو لخوا په مسوولانه او دقت سره هم ترسره سی کولای سی یو فرهنګی انقلاب په ټول هیواد کی رامنځته کړی او یو روشانه هیله د سواد د زده کړی او فرهنګ په برخه کی رامنځته سی. 
په دی حال کی، د ډیرو منتقدانو په باور، په دی برخه کی تراوسه کوم زیربنایی کار نه دی ترسره سوی او د معارف وزارت په افغانستان کی په دی برخه کی یو لوی دولتی اداره بلل کیږی او ټول کال، په میلیونونو ډالرو بودجه، ددی وزارت وزارت کی مصرفیږی؛ خو د معارف په برخه کی افغانستان، همدارنګه یو د پاته سوی هیواد، ناکارآمد تره هیواد، فاسد تره او فقیر تره هیواد په اجتماعی او فرهنګی برخو کی په حساب کی راځی. 
د پوهانو په باور، په دی کی شک نسته چی معارف هم د نورو حیاتی او اجتماعی برخو په شان، لوی زیان د جنګو او خشونت څخه متحمل سوی دی او د میلیونونو کسانو محرومیت د سواد د زده کړی څخه د همدی جنګونو څخه دی. 
  په دی حساب سره، د بیسوادی سره د مبارزی لپاره، په نظر نه رسیږی چی دا، آسان کار او ساده کار وی؛ په داسی حال کی چی نه دی معلوم دولت کوم برنامی ددی لپاره لری. 
په دی منځ کی، د پوهانو په باور، د بین المللی سازمانونو څخه استمداد ددی هدف د نیل لپاره او همدارنګه د نصاب تغیر هم مثبت کارکرد په دی برخه کی لری، د خطر او عیبونو څخه خالی نه دی؛ ځکه چی بین المللی سازمانونه په تیر وختونو کی شکاره کړی دی چی په دی برخه کی کوم دینی، فرهنګی، اجتماعی او متعالی او مقدسو ارزشونو ته کوم احترام نه لری؛ بلکه د غربی جوامعو د ارزشونو د تحمیل په لټه کی دی. 
دا کار د نوی نصاب په برخه کی ډیر حیاتی مساله بلل کیږی او په همدی دلیل، او دا باید د معارف وزارت د طرحو لپاره یو کلیدی نکته دی چی قرار دی د یونسکو لخوا تدوین سی. 
په دی طرحه کی نور اساسی لوازم هم سته چی عبارت دی له: یو متوازن او د قومی او مذهبی ګرایشو څخه خالی او دینی تاریخی او فرهنګی او ژبنی ارزشونو ته په کتو سره باید د سواد د زده کړی فرصتونه په عادلانه ډول سره توزیع سی او همدارنګه د خلاق او تحصیل کړی استادانو څخه استفاده او.... 
او آخری خبر دا چی په آخری برخه کی د بیسوادی سره مبارزه، یواځی په درسی نظام کی تغیر کافی نه دی؛ بلکه باید په دی برخه کی فرهنګی او اجتماعی ظرفیتونه، رسنی او مدنی او فرهنګی نهادونه داخل سی او په دی برخه کی مرسته وکړی. 
او د ټولو مربوطو فرهنګی او آموزشی نهادونو په نظام سره د افغانستان خلګ، کولای سو ددی برنامی کامیابی ته امیدوار و اوسی.

https://avapress.com/vdcjvxevxuqetvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته