دخپریدو نیټه :شنبه ۶ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 134293
د مجلس اهرمونه د حکومت سره په تقابل کی
د نماینده ګانو مجلس، وکیلان د وزارتخانو تللو ته چی وزیران یی د مجلس لخوا سلب صلاحیت سوی دی، منع کړی دی.

په اخیر کی د نماینده ګانو مجلس ۷ وزیران چی د ۷۰٪ څخه لږ بودجه په ۱۳۹۵ کال کب مصرف کړی وو برکناره کړی دی.

ظاهر قدیر؛ د مجلس لومړی معاون، وویل: نماینده ګان باید هغه وزارتخانو ته ولاړ نه سی چی وزیران یی سلب صلاحیت سوی دی تر څو چی نوی وزیران معرفی کیږی.

اسدالله حنیف بلخی؛ د معارف وزیر، محمد الله بتاش؛ د ترانسپورت وزیر، عبدالرزاق وحیدی؛ د مخابراتو وزیر، فریده مومند؛ د عالی تحصیلاتو وزیر، صلاح الدین ربانی؛ د خارجی وزیر، نسرین اوریاخیل؛ دکار او اجتماعی چارو وزیر او محمود بلیغ؛ د عامه ګټو وزیر د مجلس لخوا برکناره سوی دی.

حکومت، د وزیرانو برکناری او استیضاح غیری موجه بللی دی او د ستری محکمی څخه د اساسی قانون د تفسیر غوښتونکی سو.

د نماینده ګانو مجلس همدارنګه هشدار ورکړی دی چی که حکومت نوی وزیران معرفی نه کړی، د راتلونکی کال بودجه به تصویب نه کړی.

دا نهاد له بلی خوا، د حکومت اقدام د انتخاباتی کمیسیونو په تشکیل کی غیری قانونی بللی دی.

شاید د نماینده ګانو ممنوعیت د وزارت خانو څخه یو مهم اقدام ونه بلل سی؛ خو هغه انګیزی چی ددا تصمیم تر شاه قرار لری، د دولت د دوو قوو ترمنځ جدی تقابل بلل کیږی؛ هغه څه چی بیله شکه یو بل لوی بحران به په هیواد کی وی.

کارپوهان وایی چی د دواړو قوو دا ټینګار چی هغوی په تقابل کی نه دی، د وضعیت روند، په شکاره ډول سره شکاره کوی چی نه یواځی دا چی تقابل وجود لری؛ بلکه ورځ په ورځ د هغه ابعاد او لمن، پراخیږی.

نماینده ګان په یو احساسه فضا کی د ۱۶ وزیرانو د استیضاح لپاره تصمیم ونیول. په همغو لومړیو ورځو کی د وزیرانو د استولو څخه مجلس ته منع کړ؛ هغه کار چی د نماینده ګانو خشم دوه چنده کړ او نور وزیران هم سلب صلاحیت سو.

حکومت هم د مجلس په غیر موجه بللو سره، له یو خوا څخه د اساسی قانون تفسیر د ستری محکمی څخه، محول کړ او له بلی خوا، د وزیرانو په سلب صلاحیت سره، عملآ د مجلس تصمیم نادیده ونیول.

مجلس هم په مقابل کی د بودجی دتصویب څخه امتناع وکړ: هغه اقدام چی هیڅ معنی د حکومت سره د تقابل بغیره نه لری.

خو د نماینده ګانو د تللو منع کیدل وزارتخانو ته د حکومت سره د تقابل لپاره یو بل ګام بلل کیږی.

په دی حساب سره لیدل کیږی چی مجلس په شدت سره په دی تلاش کی دی چی د حکومت په وړاندی د خپل حیثیت او ځای د احیا کولو پسی دی.

په دی منځ کی، لیدل کیږی چی دا نهاد بیله دی چی بودجه په خپل لاس کی ونیسی، بل اختیار د حکومت په وړاندی نه لری.

د حکومت په وړاندی مهم اهرم د مجلس دا دکابینی د وزیرانو استیضاح دی؛ هغه څه چی په عدم حضور سره په آسانی سره د حکومت لخوا، نادیده ونیول سی.

د نماینده ګانو محدودیت هم په یواځی ډول سره نه سی کولای چی پر حکومت باندی فشار وارد کړی؛ بلکه شاید د وزیرانو لخوا هم داستقبال وړ وګرځی؛ ځکه چی ددی مخکی هم، د نماینده ګانو څخه شکایت کړی دی چی د رشوت د اخیستلو په هدف او یا د خپلوانانو په ګمارلو سره په حکومتی چارو کی پر وزیرانو باندی فشار راوړی.

که دا مشکلات خاتمه پیدا نه کړی، هغه ډول چی مجلس، د حکومت اقدام د انتخاباتی کمیسیون په تشکیلاتو کی تر پوښتنی لاندی یوړل اود پارلمان د انتخاباتو جوړول یواځنی لاره د پارلمان د موافقت لپاره امکان پذیر بللی دی، په راتلونکی کی هم امکان سته چی حکومت، مجلس تر پوښتنی لاندی راولی او د مجلس کارونه د حکومت په وړاندی غیری مشروع وبولی. مجلس هم البته په مقابل کی کولای سی د ملی وحدت د حکومت اساس له منځه یوسی؛ هغه موضوع چی ددی نه مخکی هم څو ځلی دنماینده ګانواو مجلس لخوا مطرح سوی دی.
په نهایت کی دا تقابل کیدنه ډیر لوی مشکلات په هیواد کی منځته راوړی.

https://avapress.com/vdchwknzx23nxid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته