دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 134413
د خلګو دفاع؛ هیلی او اندیښنی
د مقاومت جبهه په تازګی سره د میدان وردک د ولایت دمحلی اوسیدونکو پواسطه رامنځته سو.
دا جبهه چی یو مسلح بومی ځواک دی وایی چی د احتمالی متجاوزانو سره د مقابلی لپاره او د میدان وردک او کابل د لاری او خپله د میدان وردک د امنیت لپاره رامنځته سوی دی. ددی جبهی ځینی قوماندانان وایی چی محلی اوسیدونکی، اسلحی او پیسی د هغوی سره مرسته کوی. دا جبهه هشدار ورکړی دی چی هر ډول اقدام ددی لپاره چی جبهه خلع سلاح کړی او یا له منځه یوړل سی، په راتلونکی کی به ډیر بدی پایلی ولری. د مقاومت جبهه وایی چی دخلګو د صبر کاسه لبریزه سوی دی او خپله خلګ د منطقی او د جادو د امنیت لپاره مسلح سوی دی. دا جبهه خپل ځان یو خلګنی غورځنګ معرفی کوی چی د عدالت او سولی د شعار په عنوان راپورته سوی دی. دا جبهه ویلی دی چی د حکومت مخالف نه دی خو داچی حکومت د تروریستانوڅخه ملاتړ وکړی. په دی حال سره، دا حرکت، سرسخته منتقدان هم لری؛ هغه منتقدان چی د تیرو کلو په تریخو تجربو په اساس د محلی مسلح ډلو د ظهور څخه په اندیښنه کی دی. د هغوی په باور طالبان هم په شروع کی په ډیر کرار ډول سره او په ډیر کوچنی ډلو سره د قندهار د سپین بولدک څخه د مجاهدینو په وړاندی پاڅون وکړ؛ هغو دهغه پهوروسته په ټول هیواد کی پراختیا پیدا کړ. هغوی هم په لومړی سر کی ځان د خلګو یو پاڅون بلل؛ خو دهغه وروسته د پاکستان، عربستان، سعودی، امارات متحده عربی، انګلیس او امریکا د استخباراتو څخه راووتی. همدارنګه پوښتنه دادی چی د تیرو ۱۵ کالو په لړ کی، په سلهاوو زره داخلی امنیتی ځواکونو په شتون چی پیسی او سلاوی لری او همدارنګه ځمکنی او هوایی زده کړو پواسطه سمبال سوی دی، نه دی توانیدلی چی څو بی نومه تروریستان له منځه یوسی؛ خو څنګه کیدلای سی چی وی کوچنی محلی ډله کولای سی ددی کار د عهدی څخه ووځی؟ پوهان وایی چی دولت باید دا غورځنګونه او قیامونه په سمه توګه مدیریت کړی. هغه غوښتنه چی شاید د افغانستان د اوسیدونکی هیله هم وی؛ خو لیدل کیږی چی داکار هم د مشکلاتو سره مخ دی. غورځنګ کوونکی، د هیواد په نورو برخو کی، تر اوسه یو څه سلاوی او مقادیرو ته لاسرسی پیدا کړی دی او ځینی قلمروونه هم په لاس کی لری. هغوی په هغه منطقه کی چی لاسرسی پیداکړی دی، د حکومت د سلطی د نښتوالی سره مخ دی او یو خودمختاری یی منځته راوړی دی. په هر حال کی، دداسی ډلو رامنځته کیدل د نظام دداخل او دباندی څخه چی دطالبانو او شورشیانو په وړاندی منځته راځی، اوس هم دا اندیښنه وجود لری چی داسی نه وی چی دا غورځنګونه دومره قوی سی چی په سیاسی-نظامی برخه کی د یو بل ضد دولتی ډلی سره یوځای نه سی او یا په قدرت کی سهم وغواړی. لیدل کیږی چی دی تحلیل ته په توجه سره، اوس د کارپوهانو او امنیتی مراجعو او د چارو مسؤولانو نظریو ته ډیر ضرورت لیدل کیږی، دا غورځنګونه دهمدی وخت څخه باید مدیریت سی، دهغه ځای د دولت په امنیتی برخه کی معلوم سی چی دا خودجوشه ځواکونه او غورځنګ کوونکی، د رسمی ارتشو د ځواکونو ترڅنګ، کوم ځای لری او په آخر کی د کوم امنیتی ډلو په قطار کی پراختیا پیدا کوی. ددی ډلو مالی او تسلیحاتی منبع مشخصه سی، قانون او حقوقی نظام پردوی باندی عملی سی او د قانون تکلیف هم د هغوی په وړاندی مشخصه سی تر څو دداسی ډلو د انحراف او د ماهیت د تغیر څخه مخه ونیول سی او دا لوی جریانات د افغانستان د خلګو د ګټو په لوری مدیریت سی. دا هغه څه دی چی بیله شکه په راتلونکی کی د هغه د زیانونو څخه به کم کړو او د خلګو غورځنګونه د دولت د بازو سره یوځای کړو او د ناامنه کوونکو عواملو په وړاندی وجنګیږو، او بل داچی د دولتی امنیتی ځواکونو او د خلګو امنیتی غورځنګونو په منځ کی یو قوی او مستحکمه اړیکه رامنځته سی. بله بلی خوا، دداسی ډلو د رامنځته کیدو په خاطر باید مخکی له مخکی د د امنیت او د خلګو د غوښتنو د پرځای کولو لپاره باید دولت اندیښنه ولری او دولت باید پوه سی چی دخلګو ناهیله توب د دولت څخه په راتلونکی کولای سی ډیر لوی مشکلات رامنځته کړی؛ داسی مشکلات چی حتی شاید د عمومی ګټو، امنیت او ملی حاکمیت سره په تضاد کی وی.
https://avapress.com/vdcb8ab8frhbfap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته