دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۶
د مطلب کود : 135204
تکفیری غورځنګونه؛ د مسلمانانو د دین او دنیا لپاره زیان!
نن د کفر او شرک او نفاق نړی، لاس په لاس کی ورکړی دی او د مسلمان امت په وړاندی واحد صف جوړ کړی دی. د کفر او شرک او نفاق جبهی چی د نړی استکبار او استعمار په هیات کی او منطقه ای عواملو کی رشد کړی دی، نن د هر لاری څخه واردیږی او دهر آلی او وسیلی په مرستی سره د مسلمانانو په منځ کی نفاق منځته راوړی؛ تر څو دمسلمانانو په منځ کی د عمیقو سوریو په رامنځته کولو سره، د هغوی په منځ کی اتحاد او همدلی له منځه یوسی او داسلام ټول نړی د سقوط او ماتی په ورطه کی قرار ونیسی.
هغه تکفیری غورځنګونه چی د اسلام په مړی کی په حاضر حال کی د تروریسی ډلو په عنوان لکه داعش او القاعده او النصره او جیش الاسلام او...، په سوریه او عراق او لیبیا کی پوخوالی ته رسیدلی دی، ټوله د اسلام د شعار په ویناوو، د حنیف دین په وړاندی و عمل ته وارد سوی دی او ددی ډلو تر شاه داسی قدرتونه او دولتونه وجود لری چی دحقوق بشر ناری یی فلک او ملک کوڼ کړی دی.
دهغه غربی استکبار او منطقه ای عوامل، له دی ځلی د مسلمانانو په وړاندی، د خپل ځان په ګمان ښه او مناسب انتخاب کړی دی؛ د افراط او کفیری ډیریدنه د دهشت او وحشیانه عملونو په ترسره کلو سره ډیر سوی دی.
هغه امر چی دا ډلو ته ورکړل سوی دی دا معنی او مفهموم ورکوی چی اسلام یعنی تاوتریخوالی او دهشت منځته راوړنه او افراطیت او واقعی مسلمان هم هغه څوک دی چی دارنګه نظر دین ته لری او هغه کسان لکه دده په شان فکر او عمل نه کوی، مشرک او کافر او داسلام د دین څخه خارج بولی او دهغه مال او ناموس او وینه مباح بولی؛ یعنی دقیقآ هغه څه چی اوس داعش د عراق او سوریی هیوادو کی ترسره کوی.
اوس داسی وضعیت دی چی هغه پوهان او علما چی اسلام یی دقیق او عمیق مطالعه کړی دی او په واقعیت کی ددی انسان دین او نړی سازه دین څخه یو څه پوهیږی، قد پورته کړی او ژبه وڅرخوی او واقعی اسلام نړی ته په نمایش کښیږدی او په ټول وجود سره فریاد وکړی چی داعش او دهغه په شان ډلی د اسلام سره کوم اړیکه نه لری.
دا نړی ته ووایی چی دا شیطان ډلی نه یواځی داچی  داسلام سره کوم اړیکه نه لری؛ بلکه په دا جاهل او متعصب عناصرو سره غواړی اسلام یو خشن او مخالف دین دهر مدنیت او پرمختګ په وړاندی وښیی اودا هم همغه ماموریت دی چی غربی استعمارګران او دهغوی منطقه ای عوامل دا ډلو ته ورکړی دی.
د تکفیری او افراطی ډلو معرفی کول، په نظررسیږی چی دهر دینی عالم  او پوه او قلم په لاس مسلمانانو باندی عقلی واجب او عرفی دی چی د مسائلو دتحلیل او تجزیی وړتیا لری؛ چی د اسلام نړی او د بشریت نړی د داعش ډلو اصلی څیری وپیژنی.
د تکفیری او افراطی ډلو د شناسایی او ورپژندلو لپاره لازم دی چی دنړی د ګوټ ګوټ څخه عالمان او پوهان سره یوځای سی او لوی جلسی رامنځته کړی؛ تر څو نړی دا ډلی په ښه توګه وپیژنی.
په همدی لاره کی په هر کال کی د بین المللی اسلامی وحدت کنفرانسونه په تهران کی د توجه او دقت وړدی.
د خبرونو په اساس دریم کنفرانس د اسلامی بین المللی وحدت دا د قوس د میاشتی د ۲۵ څخه تر ۲۷ پوری د جهانی مجمع په واسطه په تهران کی رامنځته کیږی.
دریم کنفرانس د اسلامی بین المللی وحدت دا د ( د تکفیری جریاناتو سره د مقابلی لپاره وحدت او اړتیا) تر نامه لاندی په تهران کی رامنځته کیږی چی په هغه کی د عمومی مجمعو غړی او نړی مجمعو غړی او د ۵۰ هیوادو څخه ډیر متفکران به حضور پیدا کړی.
په دی کنفرانس کی متفکران او اندیشمندان د مالزی، روسیه، اندونزی، عراق، لبنان، تایلند، الجزایر، انګلستان، امریکا، آسترالیا، تونس، چین، مصر او نورو هیوادو څخه وجود لری.
په نظر رسیږی چی داسی کنفرانسونه ډیر ښه دی او حداقل داسی خلګو او نړی ته پوهوی چی تکفیری او افراطی ډلی د اسلام په مبین دین کی کوم ځای نه لری او دا موضوع خپله دهغوی دروغ څیره شکاره کوی.
خو بله نکته دا چی دا ډول کنفرانسونه یواځی د ایران په هیواد باندی مربوط نه سی او نور هیوادونه او دولتونه هم چی د تکفیری او افراطی ډلو سره په مبارزه کی دی ددی ډولو کنفرانسونو جوړونکی وی؛ تر څو د اسلام په نړی کی یو لوی غورځنګ د تکفیریو او افراطیو ډلو په وړاندی رامنځته سی.
https://avapress.com/vdcawmn6y49neu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته