دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۲۳:۲۱
د مطلب کود : 135629
امریکا او د داعش د ماتی بد خوب په سوریه کی!
په تیرو ورځو کی عجیب خبری خپور سو. هغه خبری چی اوریدل سوی دی دهغه قبلول ډیر دروند کار دی. د امریکا نوی رییس جمهور(دونالد ترامپ) د امریکا د نوی استراتژی څخه د داعش د ډلی لپاره خبر ورکوی، خو د سپین کاخ اوسنی مقامات د داعش د ماتی څخه د خواشینی احساس کوی.
په سوریه کی د داعش د ډلی د ماتی خبر خپریږی؛ ځکه چی داعش د حلب د حفظ او ساتنی لپاره ډیر سرمایه ګزاری کړی دی او ویل کیدی چی د حلب تر لاس لاندی نیول ټول سوریه تر نفوذ لاندی نیولای سی؛ خو داسی معلومیږی چی د داعش د بخت کاسه نسکوره سوی دی.
د خپور سوو خبرونو په اساس داسی معلومیږی چی د داعش ډله د سوریی او حلب څخه د تیښتی په حال کی دی. دا ماته د ډیرو لپاره یو خوشحالی وه. داسی ګمان کیدی چی امریکایی مقامات هم ددی ماتی څخه خوشحاله وه چی دهغوی د مبارزی اتحاد و ثمر ته رسیدلی دی او داعشیان د تیښتی په حال کی د سوریی څخه دی؛ خو ددی برعکس نه یواځی داچی امریکا نه دی خوشحاله سوی بلکه په غوسه هم دی او دا غوسه والی شکاره کړی هم دی. په تیره اونی کی د امریکا د خارجی وزیر جان کری د داعش د ماتی نظر په حلب کی د امنیت او هوساینی په معنی نه دی بللی.
تحلیلکوونکی د جان کری د خبرو څخه دوه فکرونه واخیستل، یو داچی امریکایی مقامات د داعش د ماتی څخه ناخوښه دی او د امریکا دخارجی وزیر خبری په دی اړه  سیاسی-روانی اندیښنی د هیواد په مقاماتو کی پیدا کړی دی. دوهم داچی هغه وخت چی امریکایان وایی چی دداعش ماته په حلب کی ددی جنګ د ختمیدو په معنی نه دی بل معنی یی دادی چی امریکایان نه پریږدی چی د سوریی خلګ ارامه ژوند وکړی یعنی که داعش ماته وخوړه نو امریکایان کولای سی دداعش ځای په نورو ډلو ډک کړی.
په هر حال دا دواړه نکتی د پوهانو په تحلیل کی د واقعیت څخه خالی نه دی او دواړه اخذونه کولای سی د امریکایانو د مقاماتو په اړه وی.
ځینی پوهان په دی باور دی چی هغه څه چی امریکایان په اندیښنه کړی دی کیدلای سی ددی هیواد د سناتور په خبرو کی ولیدل سی.
لیندسی ګراهام امریکایی جمهوری غوښتونکی سناتور په نظری اظهار کی ویلی دی چی دداعش ماته په سوریه کی د امریکا لپاره یو فاجعه دی! یعنی سوریه د امریکایانو لپاره یو استراتژیک منطقه او داعش ددی منطقی تثبیت کوونکی دی.
دداعش ماته په سوریه کی د سوریی د لاسه تللو په معنی یواځی نه دی چی د روسیی بریالی توب په میانه آسیا کی او دهغه هیواد قدرتمنده پایګاوی رامنځته کول په مهم استراتژیک منطقه کی له یو طرف او امریکا ته د هغه هیواد ملاتړو بی اعتمادی له بله طرف دی.
امریکایان د ډیر وخت راهیسی په میانه آسیا کی حضور درلودی تر څو دیو طرف څخه د هغه هیوادونو د سرشار انرژی څخه ګټه واخلی، او له بله طرفه د امریکا د اسلحه جوړنی کارخانی فعاله پاته سی. یعنی امریکایان د خلیج فارس څخه مضاعف ګټه پورته کوی.
امریکا، په خپل حضور سره په منطقه کی د عیاشو شیوخو لپاره دا ذهنیت پیدا کړی دی چی د امریکا حضور دی چی امنیت راوستلی دی تر څو هغوی خپل عیش او عشرت وکړی، او که دامریکا سایه د هغه شیوخو د سر څخه لیری سی ځینی منطقه ای قدرتونه په هغوی ژوندی تیر کړی. دا روانی تلقین خپل تاثیر پرځای پریښی دی او خلیج فارس د وابستګی لامل سوی دی.
د داعش ماته په سوریه کی د هغه هیواد د ځواک پواسطه، د امریکایانو امنیتی حضور په خلیج فارس کی متزلزله کوی، یعنی دا چی امریکا ډیر منافع له لاسه ورکوی او خلیج فارس هیوادونو د شیوخو وابستګی هم کموی.
په بله وینا داچی هغه څه چی عربی شیوخ و امریکا پوری تړی نور به دا اعتنا وجود نه لری او دداعش د ماتی وروسته په سوریه کی دا به روسیه وی چی د امریکا پر ځای کښینی. هغه وخت چی د امریکا رییس جمهور اوباما وایی: روسیه کوچنی هیواد دی او په هیڅ عنوان سره نه سی کولای د امریکا قدرتمنده هیواد ځای ونیسی. داسی لیدل کیږی چی په منطقه کی د روسیی د حضور څخه خواښینی دی.
په هر حال، د سوریی د بحران حلیدل کولای سی د ایران او روسیی په واسطه په منطقه کی قدرتی معادلات خراب کړی، نوی خبری منځته راوړی او نوی اړیکی په منطقه کی رامنځته سی چی دامریکا په ګټه نه وی.
اوس په دی شرایطو کی د افغانانو لپاره دا د اندیښنی وړ دی چی داسی نه وی چی امریکایان د داعش ماتی وروسته په سوریه کی دا ډله په افغانستان کی ځای پرځای نه کړی او په دی طریقی سره وغواړی روسیه تر فشار لاندی راولی.
د ایشچی سناریو او پر جنرال دوستم باندی فشارونه نه سو کولای د امریکا د سیاستونو څخه لیری وبولو اوس د افغانستان د حکومتی مقاماتو کار دی چی د امریکا د لوبو سره څنګه مخامخ کیږی د امریکا په ساز رخصیږی او یا که مستقلانه سیاست واخلی چی افغانستان د روسیی په وړاندی د وسیلی په توګه استفاده ورڅخه ونه سی.
https://avapress.com/vdcb5sb89rhbf0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته