دخپریدو نیټه :جمعه ۳ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 135693
د صحنی شاته د ایشچی او دوستم کیسه!
دهغه لومړی ورځو څخه چی د ایشچی او جنرال دوستم کیسه شروع سو، ځینی رسنی دا مضحکه سناریو په نمایش کشيشوله؛ دوه ډوله اخیستنه وجود درلودی او تر اوسه هم سته.
یو اخیستنه د هغه کسانو دا دی چی دایشچی او دوستم کیسی ته د واقعیت په سترګه کتلی دی او فکر کړی دی چی جنرال دوستم دداسی کیسی په رامنځته کیدو کی رسمآ دخالت درلودی، ځکه چی دا سناریو دهر ډول تخیل او پیش بینی څخه خالی بولی، په دی باور دی چی باید دا کیسه د عدلی او قضایی نهادو په واسطه حل سی او په اخر کی جنرال دوستم د قانون و پنجی ته وسپارل سی!
داسی لیدل کیږی چی داسی خلګ تر اوسه ددی واقعیت څخه بی خبره دی چی ډیر اوسنی حادثی په تیرو وختو کی ریشه لری، هغه کسان چی تیر کیسی نه پوهیدی داسی فکر کوی چی دا کیسه په اوسنی وخت کی رامنځته سوی دی او په تیر وخت هیڅ اړه نه لری.
دوهمه نکته دادی چی په افغانستان کی قانون هیڅ وخت پنجه نه درلودی که یو تراش وهلی پنجه هم درلودی د سیاست مدارانو او قدرتمندانو په اختیار کی وواو هیڅ وخت د عدالت د برقراره کولو لپاره نه وو. دا چی دا حادثه په پوه توګه د قانون و پنجی ته وسپارل سی دهغه خنده داره خبرو څخه دی چی تر اوسه اوریدل سوی دی.
د تحلیل ګرانو بل طیف هم وجود لری چی دا حادثه د خارجی او داخلی عواملو څخه بولی. دا حادثه لویه سر لری، حقیقت به پیدا نه سی تر څو چی د ریشی، د صحنی شاته خبری یی تر څیړنی لاندی ونه نیول سی.
که دا نکته د توجه وړ وګرځی چی اوسنی حادثی په پخوانی وختو کی ریشه لری او دهغه ریشو بغیره د حادثی د ریشی څیړنه آسانه کوی. د احمد ایشچی او جنرال دوستم سابقه دا خبره روشانه کوی چی دواړه د دموکراتیک خلق حزب پوری اړه درلودی؛ خو جنرال دوستم د ډاکټر نجیب په آخری کلو کی هغه حزب او رژیم ته شاه اړولی دی او خلګو ته مخ کړی دی او دمجاهدانو سره مرسته کړی دی، او جنرال دوستم د دموکراتیک خلق حزب په ماته کی چی د وطن په نامه یی تغیر کړی وو دخالت درلودی.
احمد ایشچی هم دهغه حزب یو غړی وو او هغه حزب ته فعالیت کاوه او هغه وخت څخه د جنرال دوستم سره مخالفت(رقابت) درلودی؟ دا پوښتنه رامنځته کیږی چی آیا پخوانی مخالفتونه د احمد ایشچی او جنرال دوستم په اوسنی حادثه کی کوم نقش لری؟
که څه هم آمار او ارقام چی وکولای سو پر هغه باندی تکیه وکړو وجود نه لری؛ خو بیله شکه تیر کینی او بد بینی نه سی کیدلای چی داحمد ایشچی د ذهن څخه پاک سوی وی او هغه په ښه نیت سره د جنرال سره مرسته کړی وی.
دا چی دواړه د دموکراتیک حزب څخه وو او دواړه هم سیاسی فعالیت درلودی؛ خو جنرال دوستم د اقوامو د ثقل د مرکز په توګه راشکاره سو یدی او دهغه قوم د ژبی په حیث په حساب راتلی خپله ښه دلیل دی چی د احمد ایشچی حسادت او دشمنی راپارولی یی او د ضربی وهلو په تمه وی او د خپل سیاسی رقیب ته د ماته ورکولو لپاره حتی دخپل عزت څخه تیر سی.
هغه ادعا چی د جنرال دوستم د طرفدارانو لخوا مطرح سوی دی دادی چی احمد ایشچی په آخرو وختو کی طالبانو مواضع قبول کړی دی او دطالبانو په ګټه میدان ته داخل سوی دی او جنرال دوستم کمونست بللی دی. هغه ادعاوی چی د هیڅ رسنی او هیڅ قضایی مقام له خوا تر پوښتنی لاندی نه دی راغلی.
په داسی حال کی چی احمد ایشچی تر جنرال دوستم متدین تر نه دی او دا ددواړو سابقی شکاره کړی دی او یواځنی څیز چی ایشچی مجبور کړی دی چی طالبانو څخه طرفداری وکړی، رقابتونه، ضدیتونه او حسادتونه دی.
د هغه یو د حسادتونو څخه دادی چی د نجیب د ماتی وروسته د دوستم نوم ټوله دنیا تسخیر کړ، هغه د یو ملی او وطن دوست شخص په حیث شهرت پیدا کړ، خو دا نوم هیڅ وخت احمد ایشچی او دهغه هم قطارانو ته ورنه کړل سو.
نو همدی لپاره هڅی یی کړی دی چی جنرال دوستم دخلګو د سترګو څخه کښته واچوی.
د بین المللی نوی قطب بندی ته په توجه سره هم کولای سو چی حادثی ته توجه وکړو.
دا چی غربی حکومتونه د حقوق بشر طرفداران دی او د جنرال دوستم د متهمولو لپاره وتلی دی یو مضحکه خبره دی، هر انسان اوس پوهیږی چی حقوق بشر په اوسنی وخت کی یو سیاسی وسیله د غربی حکومتګرانو په لاس کی دی. هغه وخت چی د لسو هیوادو سفیران د احمد ایشچی څخه ملاتړ کوی او د افغانستان د حکومت څخه غواړی چی دا کیسه تر څیړنی لاندی ونیسی، دا شکاره کوی چی سیاسی جهت ګیری او ددوستم نږدی کیدل و روسیی ته د غربی هیوادو د فشارو اصلی لامل پر جنرال دوستم باندی شمیرل کیږی.
د جنرال دوستم حضور دافغانستان په شمال کی پر روسیی باندی د غربی هیوادو د فشار راوړلو د اصلی موانعو څخه شمیرل کیږی.
هغه کسان چی د کیسی د شاه څخه خبر نه دی او یا هم د آزادی او یا رسنی څخه په استفادی سره خپل شخصی اهدافو ته د رسیدو په هڅه کی دی.
https://avapress.com/vdccopqs12bq1e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته