دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۰:۵۳
د مطلب کود : 135948
یو بل ډول دری اړخیزه ناسته!
د افغانستان خلګ په اخیرو کلو کی د طالبانو د تاوتریخوالی سره مخ دی او د ډیرو دری اړخیزو ناستو شاهدان دی چی د افغانستان، امریکا او پاکستان تر منځ جوړ سوی دی او یا هغه ناستی چی د افغانستان او پاکستان او ځینی غربی هیوادو تر منځ صورت نیولی دی تر څو د افغانستان لپاره د حل لاره ولټول سی.

دا ځل لکه چی یو بل ډول او په بیل کیفیت سره دری اړخیزه ناسته په مبهم انګیزی سره صورت نیولی دی چی په حقیقت کی حدس او ګمان منځته راوړی. ددی ناستی هدف نامشخص توب چی د افغانستان حکومت یی هم اندیښمند کړی دی او ځینی پوښتنی او ابهامات منځته راوړی دی.

د روسیی، چین او پاکستان دری اړخیزه ناسته یو بل نوی دری اړخیزه ناسته ده چی د تیری سه شنبی په ورځ د روسیی په مسکو کی صورت ونیوی.

لمړی ذهنیت چی ددی دری اړخیزی ناستی په اړه منځته راځی دادی چی د قدرت معادلات ډیر تغیر کړی دی، سیاسی جهت ګیری تغیر کړی دی او د دوستی او دشمنی ځایونه تغیر کړی دی. شاید دا د نادرو ناستو څخه وی چی د پاکستان او روسیی ترمنځ صورت نیولی دی او دواړه د سازمان ملل څخه غواړی چی ځینی د طالبانو ځینی سران د ترو لیست څخه لیری کړی.

او همدارنګه دواړه هیوادونه په افغانستان کی د داعش د حضور څخه اظهار نظر کوی، په داسی حال کی عمده ذهنیت دادی چی داعش د پاکستان د قبیله نشینه منطقو څخه افغانستان ته داخل سوی دی،  اوس څنګه باور کولای سو چی غل او د مال صاحب دواړه د غل پسی ځغلی!! له بل لوری پاکستان د پیدایش څخه راهیسی د غرب په لمن کی لوی سوی دی او اوس هم د امریکا د ملاتړ کوونکو څخه شمیرل کیږی. په ډیر بد حالت کی، هغه وخت چی د امریکا مرستی د پاکستان سره کمی لوری ته روان سوی دی، بیا هم پاکستانی مقامات ډیر کوششونه کړی دی چی سپین کاخ ته د نماینده ګانو په استولو سره د امریکایانو زړه خوشحاله کړی او هڅه یی کړی دی چی د امریکایی مقاماتو ذهنیت د نسبت ځانته تغیر ورکړی.

هغه وخت چی روسیه او پاکستان یو دبل سره کشینی او مشترک تصمیمونه نیسی دوه معنی په ذهن کی منځته راوړی. یو دادی چی امکان لری د پاکستانیانو ترفندونه کارسازه سوی نه دی او نه دی توانیدلی چی امریکایی سیاستمداران قانع کړی. او یا بل داچی د امریکایانو سیاستمداران د پاکستان ټول کارتونه ویلی دی او نور پر پاکستانیانو باندی اعتماد نه سی کولای.

د توجه وړ نکته چی د افغانستانی مقاماتو عکس العمل هم منځته راوړی دی دا چی چین د امریکا د حضور څخه په منطقه کی مخالف وو خو تراوسه صریح موضع اعلام یی نه دی کړی. په نظر رسیږی چی دا به لومړی ځل وی چی چینی مقامات په داسی ناستو کی شرکت کړی وی چی د امریکا د سیاستونو سره په وضاحت او صراحت سره مخالفت کیږی.

دا دری اړخیزه ناسته د هر څه نه مخکی د روسیی قدرتمندی د یو منطقه ای ساختار په رامنځته کولو کی د امریکا د سیاست په وړاندی ښیی. هغه ساختار چی د هغه محور د امریکا پخوانی ملاتړ کوونکی تشکیلوی.

لکه چی ځینی کارپوهان ویلی دی چی روسیه او امریکا په سوریه کی د یو بل پر وړاندی قرار نیولی دی.

که څه هم امریکا هڅه کړی دی چی د روسیی سره د مخامخ کیدو څخه مخنیوی وکړی. خو داچی روسیه د امریکا طرفداران په منطقه کی بمباران کړی دی او ډیر تلفات یی ورته اړولی دی هیڅ وخت د امریکایانو څخه نه هیریږی.

امریکا او غربی قدرتونه د سوریی د بحران د شروع څخه هڅه کړی دی چی یو میانه روه جبهه منځته راوړی چی د داعش تر شاه حرکت وکړی او د خپل ډلی لپاره یو مصؤنیت رامنځته کړی.

خو د روسیی حضور د سوریی د عملیات په صحنه کی دا نقشی د اوبو سره یوځای کړ. اوس د سوریی تحولات داسی لوری ته روان دی چی امریکایانو ته د تصور وړنه دی.

روسان په دی درک سره چی امریکایان د هغوی د عملکرد څخه ډکه زړه لری، هڅه کوی چی منطقه ای هیوادونه ځان ته راټول کړی، مشترک تصمیمونه ونیسی او متحدانه تصمیمونه ونیسی تر اوسو د امریکا د زیان څخه په منطقه کی مصؤون پاته سی.

اوس په دی حالت کی دافغانستان حکومت به په کوم ځای کی قرار ولری او کوم لوری به ونیسی باید منتظر پاته سو او باید د افغانستان دعکس العمل منتظر پاته سو.
https://avapress.com/vdcfjtdycw6dm1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته