دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 137253
کرزی او د قدرت نوستالژی!
د امریکا د نوی رییس جمهور دونالد ترامپ د قسم په اخیستو سره همزمان د هیواد پخوانی رییس جمهور حامد کرزی د امریکا نوی حکومت څخه وغوښتل چی په افغانستان کی د پخوانیو حکومتو په شان تیروتنی تکرار نه کړی.
دا خبری ددی نه مخکی چی امریکا ته اخلاقی توصیی وبلل سی، دا ذهنیت رامنځته کړ چی ښاغلی کرزی غواړی په داسی خبرو باندی شکاره کړی چی د امریکا د دموکرات حکومتونو څخه ناراضه دی او دا ناراضی توب په بیلابیلو لارو باندی شکاره کوی.
دا چی د قدرت عقربه د جمهوری غوښتونکو پر مخ دریدلی دی، هغه غواړی چی په یو ډول سره ددی ګوند څخه ملاتړ وکړی او دا وښیی چی هغه هم د جمهوری غوښتونکۍ څخه ښه کیږی او هیله لری چی ددی ګوند د حکومت په دوام کی، خپل تیر قدرت بیرته لاسته راوړی او ریاست جمهوری کاخ ته هغه ته هم لاره همواره سی.
کرزی د خپل زمامداری په وخت کی ډیر ځلی شالوده ماتونی او نامتعارف خبری وکړی تر څو ددی لاری یو څه لاسته راوړی او همدارنګه د ریاست جمهوری کاخ کی پاته سی. هغه طالبان وړونه وبلل، د طالبانو سران یی د بندیخانی څخه ایله کړل او د کندهار د بندیخانی څخه د ډیرو انسان وژونکو طالبانو زمینه یی برابره کړه. هغه طالبانو ته دخدمت لپاره د امریکا سره دښمنۍ ته راووتل او هڅه وکړه چی د آمریکایی ځواکونو تیروتنی څو چنده کړی او رسنیو ته ورکړی. حتی ځینی وختونه یی تهدید ته مخه کړه، امریکایانو ته اختار ورکړ چی که امریکا خپل سیاستونو ته د افغانستان په وړاندی تغیر ورنه کړی، هغه به روسیی ته مخه کړی او د افغانستان تسلیحاتی اړتیاوی به د هغه هیواد څخه پوره کړی.
که څه هم ښاغلی کرزی پوهیدی چی د هغه په شتون د افغانستان د سیاسی نظام په راس کی هیواد به لږ زیان ووینی او دهغه خبره به جدی ونیسی، خو هغه ددی لپاره چی دامریکا حکومت تر فشار لاندی راولی او خپل غوښتنی د هغه هیواد پر حکومت باندی تعمیل کړی ځینی خبری پر ژبی باندی جاری کړلی چی د آمریکا حکومت لپاره د قبول وړنه وو.
ښاغلی کرزی د امریکا تر فشار راوستلو سره سره بیاهم ونه توانیدی چی د افغانستان په داخل کی یو څیره ځانته جوړ کړی او د اکثریتو خلګو د قبول وړ وګرځی. هغه د قومی حکومت په پیاوړی کولو سره په افغانستان کی حتی د خپل قوم رضایت هم لاسته رانه وړل، که څه هم په دی لاره کی ډیره سرمایه ګزاری وکړه.
هغه د پاکستان شکاره یرغل باندی د هیواد په شمالی مناطقو کی چوپتیا اختیار کړل. د ډیرو ډله ییزی رسنیو په وړاندی داسی ویله: چی هغه کولای سی د پاکستان او طالبانو رضایت لاسته راوړی، خو دی ته یی توجه نه وو کړی چی دهغه ملی مخ خدشه داره کوی، د هغه اعتبار په شدت سره کموی. هغه بل لاره هم د قهرمانه کیدلو لپاره تجربه کړه، خو هیڅ یو یی کوم نتیجه ورنه کړه او دهغه څخه مطلوب څیره ترسیم نه کړه. د هغه اقداماتو څخه یو هم د آمریکا سره امنیتی پیمان نه امضا کول وو چی ښاغلی کرزی پر هغه باندی ډیر حساب خلاص کړی وو.
داسی ګمان یی کوله چی که هغه دا پیمان امضاء نه کړی، د طالبانو، پاکستان او ځینی سنتی قبیله ګانو د قبول وړ به وګرځی او په نتیجه کی د هغه ډلو توجه به هغه ته جلب سی او د هغوی څخه په یو قوی ټیم جوړ کړی، هغه به د هغوی څخه د قدرت د ګټی اخیستنی د وسیلی په توګه ګټه اخیستی وای او په نتیجه کی په دی به وتوانیدلای چی پر قدرت باندی پاته سوی وای. د ښاغلی کرزی بل خاصیت هم دهغه افراطی قوم ګرایی وو. د هغه په حکومت کی قوم ګرایی دومره شدت درلود چی حتی د هغه پر سیاسی مواضعو باندی هم سایه واچوله، د هغه عوامل د انتخاباتو د کمیسیون تر عنوان لاندی، د ۱۳۹۳ کال په انتخاباتو کی هم دخالت وکړ او یو تقلبی انتخابات یی منځته راوړه چی د هغه تر نظر لاندی شخص پر قدرت کښینی.
هغه په دی عمل سره، خپل ملی او بین المللی جبهه تر دی هم خدشه داره کړ.
اوس چی ښاغلی کرزی خوله خلاص کړی دی او بیرته د قدرت غوښتونکی دی، هغه د امریکا د جمهوری غوښتونکو تر سایی لاندی، د هغه مخ د قبول وړ نه دی چی حتی د هغه نوم مدنی نهادونه د کابل په هوایی میدان کی هم نه اخلی څه ورسیږی قدرت رسیدلو ته.
بله نکته چی امکان لری ښاغلی کرزی هغه هیر کړی وی دادی چی که په امریکا کی که جمهوری غوښتونکی د قدرت پر سر وی یا که دموکراتان، په اصل کی د آمریکا ملی ګټی دی چی دواړه ګوندونه د هغه د تامین لپاره یوشان نظر لری.
داسی په نظر رسیږی چی د کرزی عمل په هیڅ وجی سره د پخوانی او اوسنی امریکایی زمامدارانو له خوا د قبول وړ نه دی، هغه ناهیله قدرت ته د رسیدو لپاره جمهوری غوښتونکی لمن ته لاس اچولی دی چی شاید هغه د هیرونی دریا څخه خلاص کړی. خو داسی شکاره کیږی چی د هغه د مصرف تاریخ د دواړو ګوندونو لپاره پای ته رسیدلی دی، د هغه هڅی به د قدرت د لاسته راوړنی لپاره به بی ګټی وی.
https://avapress.com/vdcgnu9qwak9wx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته