خوښ ديک ۰

دا نخبه کشه هیواد!

دا نخبه کشه هیواد!
سید مظفر دره صوفی(حاچی ابوذر) د دره صوف محرومو کسانو څخه وو چی ډیر کلونه مخکی ایران ته مهاجر سو.
د ژوند د مصرفونو د تامین لپاره یی هر کار ته لاس واچوله تر دی چی دهغه د هڅی نتیجه د فرهنګ او قلم په ساحل کی ولویدی. هغه د ژوند دمشکلاتو په خاطر آکادمیک ښوونی نه درلودی او ډیر وخت وروسته کتاب او قلم ته ورسیدی؛ خو داسی وخت چی ورته ورسیدی، پرینښودی او په ډیر جدی توګه، څیړنی او لیکلو ته ادامه ورکړه.
د هغه د هڅو او تلاش او مینی په خاطر چی هغه د زده کړی او فرهنګ سره درلودی، ډیر رشد ته لاسرسی پیدا کړ او ډیر ژیر د لیکونکی او تحلیل کوونکی او اهل قلمو څخه سول. خصوصآ په دی کلو کی چی هغه په کابل کی ژوند تیر کړل او د ډیرو رسنیو سره همکاری وکړل. ډیر نخبه ګان او فرهنګی او علاقه مندان و رسنیو او خبرګزاریو ته د هغه د فکرونو او قلم سره آشنا وو. دره صوفی د یو پرتلاشه او هڅه کوونکی نمونو څخه وو او په همدی هڅو سره، خپل ځان د فرهنګ او پوهی او قلم ولویو مرتبو ته ورسوله.
د دیرشو کالو څخه ډیر کیږی چی د دره صوفی سره د مشهد د مهاجرت په محیط کی آشنا وم؛ ځوان وو او د یو بل په شان مو د جهاد او انقلاب او... په فضا کی می ساه کښله او نه پوهیدو چی دا جهاد او دا هڅی به دایی نتیجه سی او ځینی کسان دهغه څخه پل جوړوی او ځان ټولو شیانو ته رسوی؛ خو زه او دره صوفی د هغه ځوانانو څخه وو چی در په در د یو کار پسی مو زغستله تر څو د وږي توب څخه مو ژوند د لاسه نه وای ورکړی. کلونه د کور او کوچنیانو څخه لیری، د محرومیت او غربت او یواځی توب اتاقونو کی په کابل کی او...
د امین په میاشتپاڼه کی سره یو ځای وو او تر یوځایه مو همکاری درلوده؛ د شهید سید مصطفی کاظمی په همکاری مو د ملی تحقیقاتو مرکز د طالبانو په وخت کی مو جوړ کړ او دره صوفی په هغه کی جدی او فعال حضور درلودی. خو د یو خلقی ماجاغوښتونکی کس حضور هر څه خراب کړ او هغه نهال لوی نه سوله او ثمر ته ونه رسید.
د طالبانو د حکومت د سقوط وروسته هغه افغانستان ته رالی او په بیلابیلو رسنیو کی قلم ووهله؛ خو د کم مهری سره مخامخ سو دهغه جملی څخه ملی اقتدار اوونیزه یا هفته نامه کی چی ډیر ګلایه یی ورڅخه درلودی. هغه د ځینو فرهنګیانو او اهل قلمو پپه شان، هیڅ رهبر او قوماندان او قدرت لرونکی او ثروت داره ته مداحی ونه کړه؛ خپل آزاد فکر او آزادګی یی وساتله او هغه یی په قدرت او ثروت او موقعیت سره بدل نه پلورله. آزاد ډول سره یی ژوند وکړ او یواځی د هغه کار په وړاندی چی یی ترسره کوله اجوره غوښتله.
همدا وو چی د کار او نشریاتو او رسنیو کی د کار د پیداکولو لپاره مشکل درلودی؛ په کابل کی داغسی پاته کیدو او دوه متری ځمکه چی ورباندی یی بیده کیدله مشکل درلود؛ د یو ګوله ډوډی د پیدا کولو لپاره د خپل کورنی لپاره مشکل درلود؛ ایران ته د تلو لپاره دخپل کورنۍ تر څنګ د ویزی لپاره مشکل درلود او...
ددی څو کالو په ترڅ کی چی ځینی وختونه زما حضور د هغه سره په مشهد کی برابریدی، ډیر ځلی مو سره لیدله. د یاده څخه می نه وځی چی مازدیګری محال مو د ګلشور په پارک سره کتنه درلود او په اوونۍ کی دوه یا دری ځلی سره مو کتنه درلود؛ پیاده روی مو کوله او خبری مو کوله؛ د سیاست، ادبیاتو او فرهنګ وضعیت څخه په هیواد کی، د رسنیو څخه او...
آخری ځل چی می هغه په مشهد کی ولیدل ډیر پریشان وو. ویله: د خپل زامنو د لیری والی څخه په تنګ سوی یم او ډیر وخت کیږی کابل ته نه یم تللی؛ خو په دی ځای کی هم بیکاره یم او ژوند راباندی فشار راوړی دی، د ځینو سایتونو او نشریاتو لپاره قلم وهم، معاش می نه راکوی... ویله: مجبور یم بیرته کابل ته ولاړ سم او کابل ته رالی او...
همدا څو ورځی مخکی وو چی ورسره می چت وکړ او ویله چی ډیر وخت کیږی د ایران د ویزی لپاره سرګردانه دی تر څو ولاړ سی او زامن ووینی. هردواړه مو سره وعده وکړ چی د نوروز او اختر په ورځو کی په مشهد کی سره یوځای سو او د ګلشور په پارک کی پیاده روی وکړو...؛ خو اوس هغه تللی دی؛ غریبانه او یواځی، د خپل کورنۍ څخه لیری او زه پاته سوی یم او د غم څخه ډک غر په اوږو می...
سید اسحاق شجاعی
جمعه ۸ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود: 137283 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *