دخپریدو نیټه :جمعه ۸ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 137284
مرحوم استاد دره صوفی، د مستدل ادب او عمل نمونه
ددی څخه متاثره یم چی دداسی شخص په اړه لیکنی کوم چی یو څه وخت می ورسره فرهنګی فعالیتونه ترسره کړی دی. هغه وخت چی د ښاغلی دره صوفی د وفات څخه می واوریدی، ډیر شوکه سولم او باور می نه کیدۍ چی زما همیشه مهربان او په خندا همکار دومره ژیر آخرت سفر ته تللی وی.
مرحوم دره صوفی د انسانی لحاظه، په رښتیا سره یو نمونه وو او د همکارانو او ملګرو په منځ کی لږ داسی کسان پیدا کیدله چی د هغه اجتماعی عمل څخه راضی نه وای. هغه ټولو ته احترام کوی او هڅه یی کوی چی حتی الاامکانه پوری د چا سره لفظی او ژبنۍ برخورد ونه کړی.
د ښاغلی دره صوفی د سجایایو څخه یو هم، د مناظری د ادب او اصولو مراعتول وو. هغه په خبرو اترو کی ډیر ږیر نه ګرمیدۍ. متین او آرام هر بحث ته داخلیدۍ او منطقی او معقول هم ادامه ورکوی.
هر د هر انسان په شان خپل مخالفان هم درلود؛ خو عجیبه نکته داوو چی هغه هیڅ وخت نه غوښته چی د چا سره چنګ او دعوا ولری. هغه خپل خبری او استدلال په راحته ژبه بیانوله او د لوی زړه اعتماد یا هم اعتماد به نفس څخه برخمن وو. هغه د هر مودبه انسان په شان د نورو سپکاوي نه کاوه او د بل چا سپکاوي ځانته هم نه قبلوله او په واقعیت سره یو معتدل او رئوف القلبه انسان وو.
د دره صوفی ډیر همکاران د هغه ښه اخلاقو او صفاتو سره مینه درلوده؛ که څه هم په ځینی عرفانی-فلسفی مسائلو کی ورسره می منشاء اختلاف درلودی؛ خو بیا هم د هغه د ښه اخلاقو او صفاتو لپاره می ورڅخه ښه راتلی او دهمدی لپاره وو چی هغه وخت چی می د هغه د وفات خبر می واوریدی د کور څخه تر دفتره می لاره په ژړا تیره کړله.
یو منحصر او خاص خاصیت د مرحوم دره صوفی دا، دهغه دینداری وو؛ هغه کس چی ښه لمونځ یی کوی او په داسی عصر ی چی بی دینی او لاقیدی د روشنفکرانو نشانه بلل کیدی او دی، استاد همدارنګه آسمان ته نظر درلودی؛ تر دی دمه چی خدای تعالی، هغه خپل حضور ته وغوښتل او د هغه همکاران او ملګری یی په فراق او هجران کی قرار ورکړ. روح یی شاد یاد یی تلپاته
https://avapress.com/vdcaa0n6y49neu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته