دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۰۳
د مطلب کود : 137631
د ویزی د صادرولو منع والی، د دونالد ترامپ لومړي مشکل!
د تازه خبرونو په اساس، دونالد ترامپ په خپل لومړی حکومتی اقدام کی، د اسلام نړی تر نشانی لاندی ونیوی او د ۷ مسلمانو هیوادو ویزی صادرول د بل اطلاع تر رسیدو پوری وځنډوله. د ډیرو کارپوهانو په باور د دونالد ترامپ دا اقدام د دونالد ترامپ په انتخاباتی شعارونو کی ریشه لری چی د انتخاباتو مخکی یی کړی وو.
ترامپ په خپل انتخاباتی کمپاین کی هر وخت پر مهاجرانو باندی د محدودیتونو بالخصوص پر مسلمانانو باندی او حتی په امریکا کی د مسلمان مهاجر د نه قبلولو څخه خبری کولی.
اوس چی دونالد ترامپ خپل کارپه سپین ماڼۍ کی شروع کړی دی؛ لکه څنګه چی وعده کړی وو لومړی اقدام یی مسلمان ټولنی په وړاندی محدودیتونه عملی کولو په حال کی دی.
د پوهانو په باور دونالد ترامپ په خپل لومړی اقدام کی غواړی د مسلمان ټولنو مشران و آزمایی. هغه او همفکران یی غواړی چی په دی اقدام سره د ۷ مسلمان هیوادونو اتباعو ته د ویزی ځنډولو څخه د مسلمان ملتونو حوصله وآزمایی او که د دونالد ترامپ په وړاندی مسلمان ټولنه کوم اقدام ونه کړی او سکوت اختیار کړی، د ترامپ دولت تردی هم شیر کیږی او د امریکا د مهاجرانو د ټولنی لپاره به تردی هم سخت قوانین وضع کړی.
د ترامپ د دولت په ادعا سره، په امریکا کی د محدودیت طرحه د امنیتی تهدیداتو سره د مبارزی په مقصد چی چی د امریکا ټولنه ګواښوی، تر لاس لاندی نیول سوی دی؛ اوس دا چی ډیر پوهان په دی باور لری چی د ترامپ دولت دا اقدام په امنیت پوری هیڅ اړه نه لری؛ ځکه چی د پاکستان د داخلی چارو وزیر په وینا، تقریبآ ۱.۵ میلیارده مسلمان په ټوله نړی کی ژوند کوی او یواځی لږ سلنه خلګ یی د اسلام د سولی پیغام نفی کوی. د اسلام او یا مسلمان لوری ته د تورنوالی ګوته وړل د تروریستانو په ګټه به وی.
د اسپوتنیک د خبرګزاری څخه په نقل سره هغوی د خپل استدلال په لړ کی وایی: د دونالد ترامپ اجرایی فرمان، چی د هغه په اساس، د اووه مسلمانو هیوادونو د اتباعو په وړاندی امریکا ته د تللو لپاره ممنوعیت اعمالیږی، د تروریسم سره د مبارزی لپاره به موثره وسیله نه وی.
داسی اقدام په بین المللی اتحاد د تروریسم په وړاندی له منځه یوسی. د امریکا له لوری د ویزی تازه فرمان به پر تروریستانو کوم تاثیر ونه لری بلکه افرادی مشکلات به ډیر کړی چی خپله د تروریسم تر تاثیر لاندی دی.
دا اقدام، د بین المللی ټولنی مختلفو هیوادونو ترمنځ  اتحاد او یوځایوالی د تروریسم په وړاندی به د ډیر مشکلاتو سره مخ کړی.
لکه څنګه چی د پاکستان د داخلی چارو وزیر ویلی دی او دونالد ترامپ د سیاستونو منتقدان د امریکایی مهاجرینو په برخه کی هم وایی، تر اوسه د مسلمان مهاجرینو څخه هیڅ کوم زیان و امریکا ته نه دی رسیدلی او حتی په هغه وخت کی چی د امریکا برجونه تر تروریستی حملی لاندی قرار ونیوی د هغه عامل مسلمان مهاجرین په نیویارک او یا نور ښارونو کی نه وو؛ بلکه د ډیرو تحلیل کوونکو په وینا هغه حمله د دوو دولتونو ریاض او واشنګتن په واسطه طرحه سوی وو چی په ۲۰۰۱ کی ترسره سو؛ یا هم د موجود تحلیلونو په اساس هغه یو بهانه وو چی امریکایان خپل شتون والی ته په خاورمیانه کی ادامه ورکړی په دی بهانی سره چی د تروریسم سره مبارزه کوی. هغه مبارزه چی هیڅ وخت ترسره نه سو او امریکایان په دی بهانو سره خپل قانونی شتون والی ته ادامه ورکړ. امریکایان نه په افغانستان کی او نه په سوریه او لیبیا کی د تروریسم سره مبارزه کړی دی او اوس مهال د امریکا نوی دولت غواړی چی د مسلمان ټولنی په وړانی په تبلیغاتو سره، له یو خوا غواړی چی امریکا ټولنی ته دا وپوهوی چی د مسلمان ټولنی شتون په امریکا کی د امریکایانو لپاره خطر دی او له بل خوا د اسلام نړی ته دا پیغام ورکړی چی مسلمانان ټوله تروریستان دی او د ډیر وخت لپاره ددی اړتیا شته چی د امریکا ټولنه پریږدی!.
خو هم ترامپ او هم نور همفکران یی ښه پوهیږی چی قضیه داسی نه ده او شاید ۹۹ فیصده مسلمان مهاجران په امریکا او اروپا کی هیڅ اړیکه د تړوریزم او شرارت سره نه لری. بلکه هغوی هغه اوسیدونکی دی چی د ژوند دمشکلاتو څخه غرب ته پناه اخیستی دی او دامرکایانو او اروپایانو په شان خپل شرافتمندانه ژوند باندی مصروفه دی.
https://avapress.com/vdcgwu9qqak9w34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته