دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 137792
د امریکا د متحده ایالاتو د مهاجراتی سیاست دوه ګونی توب!
لکه څنګه چی وړاندوینه کیدله چی د ترامپ دولت د خپلو سیاستونو په اعمال کی د سل په سله عمل آزادی څخه برخمن نه دی او دا موضوع لکه څنګه چی نړی شاهد دی د ښاغلی ترامپ په لومړی فرمان کی منځته راځی او دهغه دولت قدرت او صلاحیت د مشکل سره مخامخوی.
د خبرونو په اساس، ښاغلی ترامپ د خپل ریاستی لومړی اقدام کی اووه مسلمان هیوادونه تر حملی لاندی ونیول او په عجیب فرمان سره د ایران، عراق، لیبیا، یمن، سوریه، سومالیا او سودان هیوادونو اتباعو په وړاندی ویزی صدور وځنډولی.
د ترامپ دولت دا اقدام نه یواځی داچی د نړي په سطحه د انتقادونو او مشکلاتو سره مخامخ سو، په امریکا کی هم بیله ځواب نه پاته کیږی او دخلګو داعتراض ماسیوا، د فدرال محکمه هم د ښاغلی ترامپ د حکم په وړاندی دریږی او په موقت ډول سره د ترامپ دولت ضد مهاجراتی فرمان لغوه کوی.
داسی په نظر رسیږی چی په واشنګتن کی د فدرال یو قاضی داسی اقدام، ترامپ او دهغه دولت په شدت سره عصبانی کړی دی؛ ځکه چی یو فرمان د رییس جمهور څخه تازه و سپین کاخ ته رسیدلی، تر اوسه اجرا او تطبیق مرحلی ته نه دی رسیدلی چی د یو بل حکم په واسطه هغه هم د یو قاضی له خوا تعلیق او ځنډول کیږی او دا دهغه ترامپ لپاره چی راغلی دی چی ډیر خاوری او دوړی پورته کړی او ډیر بحرانونه او مشکلات په داخل او خارج کی رامنځته کړی، ډیر سخت او دباور او صبر څخه لیری په نظر رسیږی.
که څه هم د هغه قاضی فرمان چی د ترامپ د مهاجرتی فرمان په وړاندی دریدلی دی او دهغه دولت د مشکل سره مخامخوی، یو دموکرات دی او دهغه عمل ډیر حزبی شکل درلودی؛ تر څو د ځینی پوهانو په نظر، خپل لومړی رقابتی ضربه پر ترامپ باندی وارد کړی وی او دا عکس العمل نړی او امریکایی ټولنی ته ښودلی وی چی جمهوری غوښتونکی د امریکا هیواد په درد باندی نه خوری چی د نړی د رهبری مدعی دی.
ددی خاص لید څخه، شاید د دموکرات قاضی خبره دادی چی ( ښه کال، د پسرلۍ څخه یی پیژندل کیږی ) په دی معنی چی ترامپ جمهوری غوښتونکی تراوسه په کامل ډول سره د ریاست جمهوری پر تخت باندی نه دی کښینستلی او په معروف قول سره، تر اوسه یی خوله نه دی وچ سوی، چی داسی فرمان صادر کړی دی او په لومړی اقدام کی، د امریکا دولت او ملت د اوو مسلمانو هیوادونو په وړاندی قرار ورکړی دی او دا قطعآ کیدلای سی ددی زوړ سړی چی د خپل ریاست جمهوری باقی عمر کی ډیر مشکلات او بحران رامنځته کړی یو نمونه وی.
دی نظر ته په کتو سره، خو ځینی نور پوهان دا باور لری، داسی په نظر رسیږی چی که دا قاضی دموکرات هم نه وای، نو به دداسی سیاسی شعور او خرد څخه لیری فرمان په وړاندی دریدلی وای او هغه حداقل د خپل هیواد د اعتبار د ساتلو لپاره ځنډولی وای؛ هغه کار چی هر بشردوست او وجدان لرونکی قاضی ترسره کوی که څه هم دا عکس العمل، حاکم دولت عصبانی کوی او د قاضی ژوند هم خطر ته اچوی!
جالب داچی د امریکا استیناف محکمه د ترامپ دولت د غوښتنی تجدید نظر، د اوو اسلامی هیوادونو د اتباعو ورود ممنوعیت لپاره هم رد کړی دی.
د رسنیو په ګزارش سره، یو قاضی د واشنګتن په ایالت کی د شنبه په ورځ  د یو فرمان په صادرولو سره د دونالد ترامپ مهاجرتی ضد فرمان د موقت وخت لپاره په ټول امریکا کی لغوه کړی، دا رای ددی باعث سو چی سپین کاخ د تجدید نظر غوښتنه مطرح کړی.
د استیناف محکمه په یو بیانیه کی اعلام کړی دی چی تر دوشنبی (۱۸ دلوه) ورځی پوری د ترامپ دولت محکمی ته وخت ورکول کیږی چی خپل پوره ځواب ددی رای په اړه ارائه کړی.
که څه هم د یو نظر په اساس، امکان لری چی  فدرال قاضی ونه سی کولای د ترامپ دولت په وړاندی مقاومت وکړی او د ترامپ ضد مهاجراتی فرمان د ځنډولو رفع کول امضاء کړی؛ خو د استیناف محکمی نوی فیصلی ته په کتو سره، د ترامپ ضد مهاجراتی حکم په وړاندی دریدل، د امکان څخه خالی نه دی او باید صبر وسی چی د ترامپ دولت دداسی مقاومتونو سره د هغه دولت په وړاندی د رارسیدونکو سیاستونو په وړاندی به عرض اندام وکړی، څنګه عکس العمل وښیی.
https://avapress.com/vdceof8zwjh8xfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته