دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۵:۱۵
د مطلب کود : 138144
امریکا او میلیاردونه مصرف د داعش سره د مبارزی لپاره!
پوهیږو چی امریکا او غربی هیوادونه هر وخت د تروریستی ډلو بالخصوص د داعش سره د مبارزی ادعا کوی. امریکا د دوو نیم کلونو څخه راپه دیخوا یو ائتلاف رامنځته کړ چی مقصد یی په عراق او سوریه کی د داعش ډلی سره مبارزه وبلل سو او په دی ائتلاف کی ځینی هیوادونه لکه بریتانیا، فرانسه او آلمان شرکت درلودی.
لکه څنګه چی په منطقه کی موجود حقیقتونه شکاره کړی دی چی امریکایی-اروپایی ائتلاف په منطقه کی ګټور نه دی تمام سوی او لیدل کیږی چی ددی ائتلاف څخه دوه نیم کالو په تیریدو سره بیاهم دا تروریسته ډله، پر انرژی او انګیزی سوی دی او د نورو وختونو څخه ډیر د عراق او سوریی د مسلمانانو په وژلو لاس پوری کړی دی او ددی هیوادونو د زیرساختونو د هدفمند او سیستماتیک تخریب باندی لاس پوری کړی دی.
د امریکا دفاع وزارت په تازګۍ سره اعلان کړی دی چی تقریبآ ۱۱ میلیارد دالر د داعش سره په جنګ کی مصرف سوی دی.
د رسنیو په ګزارش سره، تازه خپور سوی آمارونه د امریکا دفاع وزارت څخه شکاره کوی چی دا هیواد د ۲۰۱۶ کال دسامبر تر ۳۱ پوری، ۱۰ میلیارد او ۹۹ میلیون دالر د داعش ډلی د جنګ لپاره په مصرف رسولی دی.
البته ارائه سوی آمار د هوایی بریدونو، نظامی تجهیزاتو او په خلیج فارس کی د ناوګانو شتون مصرف سره دی او که په عراق کی د مستقر ځواکونو ورځنۍ لګښت هم په نظر کی ونیول سی تقریبآ ۱۲ میلیارده او ۵۰۰ میلیون دالرو ته رسیږی.
امریکایی ائتلاف جنګ کوونکی د ۲۰۱۷ کال د ژانویی تر ۲۷ پوری تقریبآ ۱۳۶ زره او ۶۷ ځله د تروریستی ډلو په وړاندی عملیات کړی او په پرواز باندی راغلی دی.
۱۷ زره او ۷۳۴ ځله هوایی برید د تیر اوني څخه د تروریستانو په وړاندی ترسره سوی دی چی د عراق برخه پکی ۱۰ زره او ۹۴۸ برید او د سوریی برخه ۶ زره او ۷۸۵ ځله وو.
پنتاګون ددی ادعا کوی چی تیر دسامبر څخه ۳۱ زره او ۹۰۰ ځله داعش تر راکتی برید لاندی نیولی دی او دهغه په لړ کی ۱۶۴ تانک، ۳۸۸ زرهی یا زد مرمی موټر او ۸ زره او ۶۳۸ کمین ګاه هم معدوم کړی دی.
لکه څنګه چی ارائه سوی ارقام ښیی چی امریکا او غربی ملاتړ کوونکی یی د داعش ډلی سره د مبارزی لپاره ډیر مصرف ترسره کړی دی.
داسی په نظر رسیږی چی دومره ډیر مصرف د داعش د منځه وړلو لپاره او دومره ډیر سرمایه ګزاری په دی لاره کی که واقعیت ولری، په سوریه او عراق کی به نه یواځی ۵۰۰۰ داعش له منځه وړله بلکه د هغوی ډیر جنګی وسیلی به هم له منځه وړي وای؛ په قوی ګمان سره په منطقه کی یو داعش کس هم نه پاته کیدل او خلګ به نور په سوریه او عراق کی د داعش د نوم سره هم نه مخامخیدي.
دا چی امریکا وایی چی دومره ډیر مصرف یی کړی دی، کیدلای سی پرځای خبره وی؛ ولی دا ټوله ارائه سیوی ارقام د پنتاګون د ارائه سوی ارقام سره نږدیوالی لری او شاید د امریکا او ملاتړ کوونکو مصرف یی تردی هم ډیر کړی وی.
خو هغه څه چی لیدل کیږی او د پنتاګون څخه یواځی د یو بی دلیله ادعا په شان معلومیږی، میلیاردونه دالره مصرف دی چی په عراق او سوریه کی داعش سره په واقعی ډول سره مبارزه نه دی سوی او کوم څه نه دی ترسره کړي؛ که داسی وای او د امریکا په مشری دا ائتلاف د داعش سره د واقعی مبارزی لپاره وای، د هغوی د ادعا له مخی، چی ۱۷ زره او ۷۳۴ ځله هوایی برید د تیر اوني څخه د تروریستانو په وړاندی ترسره سوی دی چی د عراق برخه پکی ۱۰ زره او ۹۴۸ برید او د سوریی برخه ۶ زره او ۷۸۵ ځله وو او هم د ادعا له مخی تیر دسامبر څخه ۳۱ زره او ۹۰۰ ځله داعش تر راکتی برید لاندی نیول سوی دی او دهغه په لړ کی ۱۶۴ تانک، ۳۸۸ زرهی یا زد مرمی موټر او ۸ زره او ۶۳۸ کمین ګاه هم معدوم کړی دی؛ نو ددی لویو مصرفونو او پراخ بریدونو سره سره باید په سوریه او عراق کی دا ډله منځه تللی وای او ملتونه او دولتونه د داعش د منځه تلل او سقوط جشن نیولای وای.
خو د امریکا او نورو د ادعا برخلاف، داسی لیدل کیږی چی تراوسه داعش او نور تروریستی ډلی تراوسه پاته دی او د مسلمانانو او هیوادونو په تخریب مصروف دی، یواځی یو تاسف لرونکی نتیجی ته خو سل په سل واقعی ته رسیږو او هغه داچی د سپین کاخ سران او مشران او هم اروپایی ملاتړ کوونکی د داعش سره د مبارزی لپاره صادق نه دی؛ بلکه تر اوسه دهغوی څخه د خپل دخالت کوونکو مقصدونو په لړ کی ګټه اخیستلي دی او د امریکا دفاع وزارت، پنتاګون د مصرف ادعا د داعش سره د مبارزی لپاره او د نابودی لپاره نه دی او نه به په راتلونکی کی وی.
https://avapress.com/vdcgt79qtak9wq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته