دخپریدو نیټه :جمعه ۶ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۲۳:۲۰
د مطلب کود : 138582
دوستم او لومړي ځای ته بیرته ګرځیدنه!
د حکومت جنجال د رئیس جمهور د لومړي معاون سره هغه وخت شروع سو چی دوستم ماموریت ترلاسه کړ چی دهیواد شمالی صفحاتو ته د دولت مسلح مخالفانو د ټکولو لپاره ولاړ سی. دوستم د هر وخت په شان لکه د جنرال علی مراد په شان چی دواړه د هیواد لپاره د تروریستانو سره په رښتنۍ مبارزه کی شهرت پیدا کړی دی، او ددی هیواد هر ځای چی دشمنان کوم شرارت رامنځته کوی، مراد او دوستم او دهغوی تر لاس لاندی ځواکونه ځان ورته سپروی، دا ځل هم بیله کوم جنجال او اعتراض کابل د مسلح مخالفو دشمنانو د ټکولو لپاره د خپل دوو زامنو سره پریږدی.
تر اوسه دوستم او ځواکونه یی شمالی صفحاتو ته نه وو رسیدلی چی د هغه منفی تبلیغاتو سیلاب شروع سو او دا ډول شایعاتو یا دروغو شیانو باندی لمن وهل کیدل چی ګویا دوستم د پشتون وړونو د قلع او قمع لپاره ملا تړلی دی او دا ډول شایعات دقیقآ هغه وخت خپل اوج ته ورسید چی د رئیس جمهور لومړی معاون د خپل رییس جمهور اشرف غنی په امر، د شمال نا امنو مناطقو ته ولاړ او خپل مبارزه شروع کړ.
د شمالی مناطقو د عینی شاهدانو د ویناوو او هم د رسنیو د خبرونو له مخی، د دوستم او هم مراد علی مراد نوم د هیواد ددشمنانو لپاره د بیری او آشنا نوم دی او هغه وخت به چی اوریدله دا دوه رښتینۍ د افغانستان سرتیری د هغوی سره د جنګ لپاره راځی، د خپل کار حساب یی کوله او په ډیرو ځایونو کی په ډیر مقاومت سره به ساحه ددی دوو جنرالانو ځواکونو ته پریښودله.
دا بریالیتوبونه او پرمختګونه او هم رښتینۍ حماسی، د مسلح مخالفانو لپاره د نظام په داخل په هیڅ عنوان سره رضایت بخشه نه وو؛ نو دهمدی لپاره په سرعت سره لاس په کار سول او حتی د دوستم د تلو مخکی د جنګ و ساحی ته د هیواد په شمال کی، د رئیس جمهور لومړۍ معاون پر ضد په شدت سره کمپاین شروع کړ او په خپلو تبلیغاتو کی داسی ښودله چی دوستم د هیواد د دشمنانو سره د مبارزی لپاره شمال صفحاتو ته نه دی تللی او هغه د پشتون قوم د قمع او قلع کولو لپاره تللی دی او د هغه کار بیله نسل وژنی بل کوم کار نه دی.
نو د همدی لاری غوښتله چی د رییس جمهور لومړۍ معاون د جنګ ماشین د هیواد په شمال کی ودروی او د خپله دوستم په وینا ځینی جنرالان او صاحب منصبان چی خاص تیره او ټبر پوری اړه درلودی او د ریاست جمهوری ماڼۍ د داخلی نفوذ څخه هم امر ترلاسه کوله، په ډیرو هڅو سره د عملیات د درولو هڅه یی کوله چی په نتیجه کی بریالی هم سول.
د ارګ او د رییس جمهور لومړۍ معاون ترمنځ اختلافات د همدی ځای څخه شروع سو. دوستم ددی سره سره چی ډیر رسنیو ته وویل چی په خپل سر د هیواد شمال ته نه دی راغلی او د هیواد د تروریستانو د ټکولو لپاره د ریاست جمهوری د فرمان او امر مطابق د هیواد شمال ته راغلی دی؛ خو خو دا بسنه ونه کړه او په همغه شمال کی توطئی د هغه په وړاندی په شدت سره ادامه پیداکړ.
دا تهمتونه او افتراګانی دوستم عکس العمل باندی مجبور کړ او هغه په خپل څو مصاحبو کی اظهار درلودی چی کابل ته بیرته ګرځیدنی سره، یو اسرار به فاش کړی او دهغه کسانو څخه به نوم واخلی چی د هغه او مسلح مخالفانو په جنګ کی خنډ رامنځته کړی دی او ددی باعث سوله چی عملیات د هغوی په وړاندی نهایی نه سی او د هیواد دشمنان همداسی خپل جنایت او خیانت او خلګ وژنی ته ادامه ورکړی!.
دا ګواښونه د ارګ په داخل کی نفوذ لرونکو باندی ګران تمام سو او تراوسه دوستم حقایق نه وو برملا کړی چی هغوی پر دوستم باندی ډیر شرم آوره تور ولګاوه او په دی سره په ټوله نړی کی د ټول افغانانو حیثیت خراب کړ؛ هغه شرم آوره او غیری اخلاقی توطئه چی بیله افغانستان کی د نړی په هیڅ ځای کی سارۍ نه لری؛ حتی په فاسد او بداخلاقو خلګو کی!.
د نظام نفوذی ګانی د احمد ایشچی په نامه د مبتذلی پروندی سره، په حقیقت کی دوستم او هغه په شان نورو رجالو ته وطن دوست خلګو ته یو جدی هشدار ورکړی او هم یو جدی لیک ودی غیرتمنده افغانانو ته مخابره کړ او هغه لیک دا وو چی د خائینینو او نفوذی ډلو توان او قدرت په هیواد کی ترهر نورو ارګانو څخه ډیر دی او که څوک وغواړی ددی خرڅ سوی افغانانو سره ښاخ په ښاخ سی او د افغانستان د خلګو څخه د دفاع او خدمت فکر یی په سر کی وګرځی، لومړي باید ددی محکم او نفوذ ناپذیر سد او لایی څخه تیر سی؛ هغه لایه او سد چی ومولیدل چی رسوخ او نفوذ یی د ریاست جمهوری لومړي معاون او حتی حکومت لپاره هم آسان نه وو او حتی ددی باعث سو چی د تهمتونو او سیستماتیک او بی ریشی دروغونه او دهغه سره د ټولو افغانستان حیثیت او عزت  د پوښتنی لاندی راوړ، د یو وخت لپاره خپل کار له لاسه ورکړ او حتی په کورنۍ حصر کی هم قرار ونیوی.
https://avapress.com/vdcc44qsi2bq1p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته