دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 138676
د خبرنګارانو سره د ترامپ جنجال!
دونالد ترامپ؛ د امریکا متحده ایالاتو جنجالی ولس مشر، لکه څنګه چی د ډیرو مسایلو په وړاندی ناآرامه او پرشور نظر لری او ډیرۍ تصمیمونه یی د هغه خپل ځان او نورو لپاره مشکل سازه دی؛ په دا آخیرو کی د هیواد د خبرنګارانو په وړاندی عکس العمل ښودلی دی.
دونالد ترامپ چی مخکی لکه د ۲۰۱۵ کال په کلني جشن کی په سپین ماڼۍ کی ګډون کړی وو، اعلان کړ چی د سپین ماڼۍ د خبرنګارانو په کلنۍ جشن کی به ګډون ونه کړی.
دا مراسم عمومآ د ورځپاڼه لیکونکو، سیاستمداران او مشهور څیرو او د امریکا جمهوری رئیسانو په شتون ترسره کیږی. ښاغلی ترامپ یو ورځ وروسته چی سپین ماڼۍ څو رسنۍ او ورځپاڼي د خپل په یو خبری کنفرانس کی منع کړ په دی مراسم کی ګډون نه کوی.
ښاغلی ترامپ د رسنیو خبری پوشش دروغ بولی. د امریکا رییس جمهور دا خبر د خپل نورو موضع ګیریو په شان د خپل تویتر په حساب کی اعلان کړی دی. د جمعی په ورځ ډیر رسنۍ لکه بی بی سی، سی ان ان، نیویورک تایمز، ګاردین، لوس آنجلس تایمز، بازفید، دیلی میل و پولیتیکو د یو غیری تلویزیونی خبری کنفرانس د ګډون څخه محروم سول.
ددی کنفرانس څو ساعته مخی دونالد ترامپ په خپل تند خبرو کی د رسنیو څخه نیوکی وکړی او وویل د خبر دروغ ویونکی د خلګو دشمنان دی.
د بلومبرګ او نیویورکر خبری شبکی د هغه رسنیو څخه دی چی ویلی دی سږ کال جدا مراسم د نورو کلونو په شان د کلنۍ مراسمو وروسته نه ترسره کوی.
ځینی هم ددی جشن د تحریم غوښتنه د ورځپاڼه لیکونکو ]خه کړی دی. د امریکا ټول رئیس جمهوران د ۱۹۲۴ کال را په دی خوا لږ ترلږه د خبرنګارانو سپین ماڼۍ په جشن کی یو ځل ګډون کړی دی. د امریکا رئیس جمهوران معمولآ په دی مراسمو کی په خپل ډول سره د کال حساسو مسائلو باندی خبری کوی. باراک اوباما د خپل اته کلنو ریاست جمهوری کی په دی مراسمو کی ګډون کړی دی.
که وغواړو چی د ترامپ او خبرنګارانو په سړه جنګ کی دخالت وکړو او ددواړو لورو خبرو باندی قضاوت وکړو، وبه وینو چی د امریکا نوی ولس مشر لکه څنګه چی ترشا یی خبری کیږی، ډیر هم بی ځایه خبری ورباندی نه کیږی او کوم کسان بیله کوم مدرکه نه تورنوی.
لکه څنګه چی پوهیږو او وینو چی غربی رسنۍ په دومره کلونو کی خپل وظیفه او رسالت رسونی باندی چی هغه دقیق او شفاف اطلاع رسونه دی، عمل نه دی کړی او هر وخت د خپل دولت د مقصدونو لپاره خبری کړی دی.
غربی رسنۍ البته ډیرۍ یی هیڅ وخت خپل آزادی د مقبول او معقول خبرو د خپرولو لپاره نه دی درلودلی او هر وخت د دولتمردانو او سرانو فکر او څیړنه د هغوی تګلاره ترسیم کړی دی.
غربی رسنۍ ته نه سو ویلای چی دخپل اصل او ریشی څخه لیری سوی دی؛ ځکه چی ددی رسنیو تاریخ په یو ډول سره د غرب د حاکمیتونو په تاریخ کی نغښتي دی، د رسنیو په برخه یا عرصه کی دداسی بی عدالتیو او اجحافو او ناشفافیت اقتضا او ایجاب درلودونکی دی اوو ددا دلیل فکری او رفتاری غوښتنه ده چی ددی رسنیو مدیران یی لری چی د دولتمردانو او سرانو په عمل او تګلوری کی ریشه لری.
نو غربی رسنۍ په اصل کی د هغوی بنا پر ناشفافی او سترګی پټونی باندی سوی دی چی د غربی ټولنو د قضایاوو او اتفاقاتو په وړاندی د انصاف او عدالت څخه لیری  او نورو انسانی ټولنو په وړاندی یی کوی؛ لکه څنګه چی دونالد ترامپ هم دا حقیقت د غربی رسنیو په وړاندی درک کړی دی او هغه جار وهی؛ هغه جاروهنه او بی باکی چی تر اوسه د امریکا د هیڅ رییس جمهور په واسطه نه وو ترسره سوی.
په هر حال کی، که څه هم د دونالد ترامپ غیری مسئولانه رفتار او فکر بالخصوص د مسلمان ټولنی په وړاندی، سم او د قبول وړ نه دی او په جرئت سره ویلای سو چی دا زوړ مغز او منحط سیاستونه د اسلامی ټولنی په وړاندی چی نیولی دی د هغه پیامدونه قطعآ د امریکا دولت او ملت په ګټه نه دی، خو دا ټولو ته لااقل په یو خبره کی چی د غربی غیری مسئوله رسنیو څخه نیوکی دی، ویلای سو چی حق د دونالد ترامپ سره دی.
https://avapress.com/vdcgu79q3ak9w34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته