دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 139242
افغانستان او د ۲۰۱۷ کال تاریک لید
د سازمان ملل ګزارش د افغانستان وضعیت په اړه وایی ددی هیواد امنیتی وضعیت خرابوالی ډیر سوی دی او امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ جنګ چی په ۲۰۱۶ کال کی خپل اوج ته رسیدلی وو، په ۲۰۱۷ کال کی همداسی ادامه لری.
سازمان ملل په خپل تازه ګزارش کی ویلی چی د افغانستان وضعیت په ټوله توګه د خرابیدو لوری ته روان دی او دا سازمان  د یو کال په جریان کی د ۲۴۰۰۰ په شاوخوا امنیتی حادثی ثبت کړی دی چی دا آمار، د ۲۰۱۵ کال په نسبت ۵ سلنه زیاتوالی ښیی.
په دا ګزارش کی همدارنګه راغلی دی چی په داسی حال کی چی ۵۰ سلنه امنیتی حادثی د افغانستان ۵ جنوبی او ختیځی ولایتونو کی رامنځته کیږی؛ خو د افغانستان په شمال او شمال ختیځه کی د طالبانو د فعالیتونو ډیروالی، د جنګ د جغرافیی پراختیا شکاره کوونکی په افغانستان کی دی.
د سازمان ملل په وینا، داعش خپل حضور په ننګرهار، کنر او نورستان کی ساتلی دی.
سازمان ملل ویلی چی په کنترل او فرمان، رهبری او تدارکات او امنیتی ځواکونو فرسایش لوړ نرخ کی کموالی ددی ځواکونو د استخدام او پایداری پر روحیی باندی د توجه وړ تاثیر کړی دی.
دا ګزارش ددی شکاره کوونکی دی چی راتلونکی میلادی کال او راتلونکی خورشید کال، د نورو کلونو څخه به هم سخت وی؛ ځکه چی نه د هیواد امنیتی ځواکونو تجهیزاتو او توان باندی څه اضافه سوی دی، او نه هم د جنګ او تاوتریخوالی کمیدو او تروریستی ځواکونو ضعف چی خارجی قدرتونه یی ملاتړ کوونکی دی، څخه کوم څه لیدل کیږی.
په دی حساب سره د تحلیلګرانو په باور، د همدی اوس څخه باید د افغانستان راتلونکی میلادی کال او خورشیدی کال امنیتی وضعیت خرابوالی ته آماده واوسو.
د نظامی مسایلو کارپوهان وایی چی د افغانستان امنیتی ځواکونه،که څه هم په تیر میلادی کال کی د نورو کلونو په شان د تسلیحاتو محدودیت، لږ تجهیزات او ابتدایی توانمندیو سره سره وتوانیدل چی په څو جبهو کی وجنګیږی او د ډیرو ولسوالیو او ښارونو د سقوط مانع وګرځی؛ خو له بل لوری، باید د نظر څخه لیری نه کړو چی ددی ځواکونو تلفاتو میزان په تیرکال کی په ډیر اندیښمند ډول سره لوړ ولاړل او د هغه څخه بدتر دا چی تیر کال، د دوهم ځل لپاره په متوالی ډول سره د هیواد شمال راهبردی ښارونو یعنی قندوز د سقوط شاهدان د طالبانو په لاس وو، که څه هم لږمدته وو؛ بنا پردی، د تروریستانو ضد امنیتی ګواښونو ډیریدو ته په توجه سره، د داعش داخلیدل نظامی عملیاتونو عرصو ته او تازه تحرکات چی قرار دی په روان میلادی کال کی په افغانستان کی د تروریزم د ملاتړ کوونکی قدرتونو له لوری، سازمان ورکړل سی، په هیڅ ډول سره دا انتظار نه کیږی چی امنیتی ځواکونه وکولای سی په یواځیتوب سره د تروریزم سره د مبارزی مسؤولیت څخه ووځی؛ مګر داچی امریکا او هم پیمانه یی د جنګ په جبهو کی خپل مستقیم عدم حضور د امنیتی ځواکونو صادقانه او واقعی تجهیز سره لوی درانده سلاح ګانو، جنګی الوتکو او پرمختللی اطلاعاتی مرستو باندی بدل کړی.
بیله دی به، د امریکایی ځواکونو او ناتو دایمی او اوږد مدته حضور په افغانستان کی، خپل مشروعیت به تردی هم له لاسه ورکوی.
د سازمان ملل اخیر ناهیله کوونکی ګزارش محتوا په عین حال کی، دا نکته تاییدوی چی تروریستان په تیر میلادی کال کی هم په تهاجمی موضع کی قرار درلودی او دا داخلی امنیتی ځواکونه وو چی مقتدرانه دفاع کړي؛ خو دا نکته باید له یاده ونه باسو چی د نظامی دکترینو په اساس، دفاع په هر شرایطو کی چی وی دفاع دی او حتی که د هغه نتیجه د مدافعانو بریالیتوب او مهاجمانو ماتی نه وی هم نه سی کیدلای چی د مدافعانو قدرت نشانه وبلل سی؛ بالخصوص هغه وخت چی حتی مقتدرانه دفاع او سریع عکس العملونه د امنیتی ځواکونو دا پر وخت باندی د تروریستانو په وړاندی هم نه دی توانیدلی د هغوی د بریدونو حجم کم کړی. بنا پردی، دا کار د دولت دستګاه رسمی سیاستونو کی د تروریزم په وړاندی باید ولټول سی؛ نه د هیواد امنیتی ځواکونو  په ضعف او یا د قوت روحیه کی، آمادګی، تجهیزاتو او... کی.
منتقدان وایی چی د دولت رسمی سیاستونه په تیر وخت کی پردی اساس باندی ولاړ وو چی د تروریستانو سره د حداکثره مماشات او مدارا څخه ګټه واخیستل سی، د هغوی بندیان آزاد سی، د پولیسو او ځواک تهاجمی تګلاره په تدافعی تګلاری باندی بدل سی او هغوی ته تشویقی بستی او امیتازونه ورکړل سی ترڅو د سولی د روند سره یوځای سی.
دا تګلاره نه یواځی دا چی کوم نتیجه نه دی ورکړی؛ بلکه امنیتی ځواکونو ته د خونینو کلونو د رامنځته کیدو سبب سوی او که وضعیت همداسی ادامه پیدا کړی بیله شکه، خلګ او ناظران هغه په بد فال باندی به ونیسی، د هیواد امنیتی وضعیت ښه والی لپاره کوم هیلی چی شتون لری، په یاس او ناهیله توب باندی به بدل سی او دا کار، ډیر مخرب روانی او ټولنیزی نتیجی به په لړ کی ولری، د تروریستان په تقویت کی به مرسته وکړی او امنیتی ځواکونه به تردی هم زیان منونکی کړی.
دا انتظار کیږی چی مخکی تردی چی وضعیت د کنترل څخه خارج سی، د ملی وحدت حکومت، عمده او اساسی بدلونونه په امنیتی استراتژی، تروریزم سره په مبارزه کی او پراخ ناامنیو په مهار کی رامنځته کړی.
https://avapress.com/vdcgty9qxak9wx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته