دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 139442
د افغانستان اقتصاد ژورتوب او لوړتوب په ۹۵ کال کی
۹۵ په ظاهر سره د یمنی ډک کال د افغانستان لپاره وو. په دی کال کی د صنعت وضعیت په هیواد کی ښه والی پیدا کړ او صادرات په شپږو لومړیو میاشتو کی په تیر کال کی، ۲۸ سلنه زیاتوالی پیدا کړی او همدارنګه د ۱ څخه تر ۱.۵ میلیارده دالرو پوری سرمایه ګذاری هم په دی کال کی کشور کی سوی دی.
په ۱۳۹۵ کال د افغانستان اقتصادی مهمو واقعاتو څخه یو تجارت جهانی سازمان سره یوځای کیدل وو. د مسئولانو په وینا، افغانستان وتوانیدی په دی کال کی، د ۳۰ مرحلو څخه په تیریدو سره د تجارت جهانی سازمان سره یوځای سی.
د سلما څخه د افغانستان ترکمنستان اوسپنی خط پوری
تقریبا د تیر کال د شروع لپاره دوه میاشتی پاته وو چی د افغانستان، هند او ایران مقامات په تهران کی سره کښینستل او د چابهار بندر یی اقتتاح کړ.
چابهار هند د ایران او افغانستان له لاری منځنۍ آسیا سره وصلوی. د چابهار طرحه د افغانستان او اهند ترمنځ د سهولت د رامنځته کونی ترڅنګ د افغانستان د سرچینو په وینا، کولای سی دا هیواد د خاورمیانی او اروپا او آمریکا نوی بازارونو سره هم وصل کړی.
افغانستان د چابهار بندر د پاکستان کراچی او ایران عباس بندر په نسبت ښه او ارزان لاره د صادراتو او وارداتو لپاره بولی؛ اوس افغانستان د کالاوو د ډیرو مبادلاتو لپاره دی بنادرو سره تړلی دی.
د چابهار بندر د عباس بندر او کراچی بندر په مقایسی سره په ترتیب سره ۹۰ کیلومتر او ۷۰۰ کیلومتر د افغانستان مرکز ته نږدی دی او دا چانس د افغانستان بازرګانانو لپاره رامنځته کوی چی د نورو بنادرو په نسبت خپل اموال ۲۰ سلنه ژیر صادر کړی.
د چابهار بندر څخه د بازرګانانو د مال د هر کانتینر د واردولو لګښت، ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ دالرو پوری لږ تر نورو بندرونو دی چی اوس د هغه د لاری کالا افغانستان ته واردیږی.
تقریبا د چابهار د بندر د خلاصولو ۱۳ ورځی وروسته، د افغانستان رییس جمهور او د هند لومړی وزیر د سلما سد د ۴۰ کالو ژورتوب او لوړتوب څخه د هغه په ساخت کی افتتاح کړ.
د سلما بند احداث د محمد داوود، د افغانستان لومړۍ رییس جمهور د لویو پروژو څخه وو چی په ۱۹۷۶ کی د هند په مرسته شروع سو. ددی بند د جوړولو کار چی په افغانستان کی د جنګونو له امله ودرید، یو ځل بیا په ۲۰۰۵ کی شروع سو.
د سلما بند اصلی ذخیره په ۲۰ کیلومترو طول او ۳ کیلومترو عرض سره، د اوبو ۶۴۰ میلیونو مترمکعبو ظرفیت لری. ویل سوی دی چی ددی ذخیری پوره ډکیدل ۹ څخه تر ۱۲ میاشتو پوری به وخت ونیسی. د سلما بند هند هیواد لوی پروژه د افغانستان بیا جوړونی لپاره دی چی د ۳۰۰ میلیونو دالرو په ارزښت سره احداث سوی دی.
په دی کال کی اقتصادی مثبتو واقعاتو څخه یو هم کولای سو د چین وسپنیزی لاری په واسطه تجارتی لومړۍ محمولی ته رسیدنی او د اوزبیکستان او قزاقستان له لاری افغانستان ته رسیدنی ته  اشاره وکړو.
دا محموله د یو زرو تجارتی کالاوو کانتینرونو درلودونکی دی.
د قوس په اتمه چی وسپنیزه لاره افغانستان د ترکمنستان سره وصل کړ د محمد اشرف غنی او قربان قلی بردی محمدوف، د هیوادونو د رییس جمهورانو له لوری کلی وخوړله.
د وسپنی دا لاره د امام نظر د منطقی څخه په ترکمنستان کی شروع کیږی او په لومړی ځل کی ۳.۵ کیلومتر د افغانستان په داخل کی امتداد پیدا کړی دی. ددی وسپنی لاری جوړونه د ترکمنستان له لوری ترسره سوی دی او قرار دی په راتلونکی کی، تر اندخوی ښار پوری امتداد پیدا کړی. د ترکمنستان د وسپنی لاری امتداد افغانستان دننه د ترکمنستان-افغانستان-تاجیکستان د وسپنی لارو د طرحی احداث برخو څخه دی.
د اتامراد، امام نظر، آقینه، اندخوی، شبرغان، مزارشریف، خلم، قندوز، شبرغان، پنج پایان او کلخوزآباد لاری د ۶۳۵ کیلو په طول سره ددی وسپنیزی لاری اصلی لاری په حیث دی چی د افغانستان د مقاماتو په وینا، د هغه د ډیرو بخشونو د فنی مطالعات پوره سوی دی.
ددی وسپنی لاری په جوړیدو سره، افغانستان بین المللی وسپنیزو لارو شبکو سره وصل سو. افغانستان اوس د لویدیځ له لوری د ایران وسپنیزی لاری او د شمال له لوری اوزبکیستان او ترکمنستان وسپنیزی لاری سره وصل دی.
د کابل تجارت نبض د اسلام آباد په لاس
ټوله شیان په کمی او کاستی سره په ښه توګه مخته تللی دی او څو انتحاری او انفجاری برید ددی لامل سو اسلام آباد د یونیم میاشته مخکی د تورخم او چمن تجاری لاری د افغانستان مخته تړلی دی.
د مسؤولانو په وینا، دا لاری د ټولو تجارتی تفاهم نامو برخلاف لکه د اپتا او بین المللی نورمونو له جملی څخه د پاکستان له لوری تړل سوی دی.
ددی لارو تړل کیدل ددی سبب سوی دی تر څو افغانستان د سل میلیونو دالرو په شاوخوا زیان وکړی او ټوله وارداتی او صادراتی کالاوی ددی لارو څخه وتړل سی.
د یادولو وړ دی چی اسلام آباد د مهاجرانو د بیرته راګرځیدو لپاره، یواځی د حوت ۱۸ او ۱۷ ورځو کی دالاری خلاصی کړلی.
د اقتصاد دوه سلنه زیاتوالی
مسافر قوقندی، د تجارت وزارت ویاند وایی چی ډیر ژیر به د افغانستان او اوزبیکستان تجارتی توافقونو څخه خوشحالی خبری به غوږونو ته ورسیږی. ښاغلی قوقندی د ۱۳۹۵ کال د سرمایه ګذاری په اړه وایی چی د ایران په لومړۍ اتو میاشتو کی یو میلیارد دالر افغانستان ته وعده ورکړل سو او ددی څخه ۸۵۰ میلیونه د کابل، قندهار او هلمند انرژی پروژو باندی لګول سوی دی.
قوقندی مهم لاسته راوړنه د افغانستان اقتصاد دوه سلنه ډیروالی بولی او جهانی تجارت سازمان غړیتوب، صنعت وضعیت ښه والی او زیربنایی پروژو پراختیا ددی رشد دلیلونه بولی.
د تجارت وزارت ویاند زیاتوالی راولی چی د هیواد صنعت وضعیت هم په دی کال کی مخ په ښه کیدو سو او سرمایه لرونکی په دی مهم برخه کی سرمایه ګذاری وکړل. او همدارنګه ګمرکی معرفی پر خامو موادو داخلی تولیداتو باندی د ۸ سلنی څخه یو سلنی ته کم سو او هم داخلی اداراتو کی ۲۵ سلنه لومړیتوب داخلی تولیداتو ته ورکړل سو. د هغه په وینا، په آخیر کی د امنیتی نهادونو څخه وغوښتل سږ تر څو دداخلی محصولاتو څخه ګټه واخلی.
د تجارت اتاقونو مسؤولان په دی سره انتقادونه پر دی کال باندی لری، خو وایی چی ۹۴ کال ښه کال اقتصادی نظر څخه وو.
صیام الدین پسرلی، تجارت اتاقونو ویاند وایی چی دا کال د اقتصادی خصوصی نهادونو ناامن ترین کلونو څخه وو. هغه اداری فساد، مقاماتو ناهماهنګی او کافی سرمایه ګذاری نه شتون د سږ کال مهمو مشکلاتو څخه وبلل.
په دی حال کی شکایتونه د نورو کلونو په پرتله پر بی کاری باندی زیاتوالی وموند.
محب الله شریف، اقتصادی پوه وایی چی د ۹۵ کال په لومړیو میاشتو کی افغانستان حکومت اقتصادی زیربنایی کارونه شروع کړ او وتوانیدل چی ددی کلونو په ترڅ کی د موادو قیمت ثابت وساتی.
د ښاغلی شریف په وینا، په دی سره چی حکومت د پروژو په تطبیق کی خپل هڅی وکړی، خو تر اوسه د بیکاری میزان په هیواد کی محسوس دی او ظاهرا نه دی توانیدلی په دی برخه کی د توجه وړ ګام پورته کړی. شریف وایی دا وضعیت احتمالآ راتلونکی کال هم ادامه پیدا کوی.
https://avapress.com/vdci53azrt1ap52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته