دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۲۹
د مطلب کود : 140094
د روسیی او طالبانو اړیکی؛ امریکا د څه شی په اندیښنه کی دی؟
جیمز متیس؛ د امریکا دفاع وزیر په افغانستان کی د روسیی د فعالیتونو څخه بالخصوص اړیکی د طالبانو څخه اندیښنه وښودله.
د امریکا دفاع وزیر د لندن په سفر کی وویل: موږ د روسیی او طالبانو د اړیکی شاهدان یو. په دی برخه کی قصد نه لرم چی ووایم چی روسیه د طالبانو سره نظامی او تسلیحاتی مرستی کوی؛ خو دهغه هیواد فعالیتونه په قطعی ډول سره د امریکا د اندیښمند کیدو سبب سوی دی.
مخکی جنرال جوزف ووتل؛ د امریکا مرکزی قوماندی ستاد قوماندان هم روسیه د طالبانو سره په ملاتړ تورن کړی وو.
ښاغلی ووتل وویل: روسیه امکان لری د طالبانو لپاره تجهیزات برابر کړی. زما په باور، روسیه هڅه لری د نړی په دی برخه کی د ډیر نفوذ لرونکی وی؛ خو په کامله توګه زه د هغه هیواد اړیکه د طالبانو سره ګټه مند نه بولم.
مسکو ددی ډلی سره هر ډول تجهیزاتی مرستی رد کړی؛ خو مخکی ټینګار کړی چی د طالبانو سره یی اړیکی د داعش په وړاندی د مشترک مبارزی لپاره دی.
موږ به په راتلونکی کی د افغانستان په اړه په روسیه کی د مذاکراتو میلمانه به اوسو.
امریکا ویلی دی چی په دی ناسته کی ګډون نه کوی.
جیمز متیس د امریکا نوی لوړ رتبه مقام دی چی د طالبانو او روسیی اړیکو څخه په صریح ډول سره اندیښنه شکاره کوی.
که څه هم هغه د امریکا دوو لوړ رتبه مقاماتو په شان روسیه مخامخ د طالبانو سره نظامی او مالی او تدارکاتی مرستو باندی نه دی تورن کړی؛ خو کارپوهان وایی چی دهغه د خبرو څخه معلوم دی چی د امریکا اصلی اندیښنه، د روسیی او طالبانو ترمنځ د عادی اړیکی څخه لوړ اړیکی رامنځته کیدنه دی.
په دی منځ کی، څیړونکی، دا پوښتنه مطرح کوی چی د روسیی اصلی انګیزه او مقصد د طالبانو سره د اړیکو څخه څه دی او په دی اړیکه کی کوم څه شتون لری چی امریکا اندیښمند کوی؟
دا پوښتنه، لکه څنګه چی وویل سو، دوه مهم وجهی لری؛ یو د طالبانو سره د رورسیی اړیکو مقصد او دوهم هم د امریکا اندیښنی مقصد ددی اړیکو څخه چی کوم څه امریکا  داسی عکس العمل باندی مجبوره کوی.
روسیه ډیر ځلی اعلان کړی دی چی د طالبانو سره اړیکو اصلی مقصد، د داعش سره مقابله او د روسی اتباعو څخه ملاتړ په افغانستان کی دی. وروسته او د افغانستان دولت سخت اعتراضاتو په نتیجه کی د مسکو دی اقدام ته، یو بل وجه هم اضافه سو او هغه د طالبانو هڅول د سولی روند سره د یوځای کیدو لپاره د افغانستان دولت په مشری.
پوهان وایی چی دا دریمه وجه په لومړی سر کی د مسکو او طالبانو اړیکو مقصد کی قرار نه درلود. بله مهمه نکته چی د یو نظامی شبه ډلی سره اړیکه چی په بین المللی برخه کی هیڅ مشروع سیاسی فعالیت نه لری، اساسآ نه سی کولای غیری نظامی ماهیت ولری. په بل تعبیر سره، حتی که روسیه د طالبانو سره نظامی مرستی څخه منکر سی، په دی کی کوم شک نسته چی د مسکو سره د طالبانو اړیکی مخکی شرط، حتمآ مالی او تسلیحاتی مرستو لاسته راوړنه به وی او اوس دا اړیکه په لوړه سطحه کی، شکل نیولی، دا شک هم له منځه تللی دی چی مسکو هم د طالبانو دا غوښتنی ته مثبت او مطلوب ځواب ویلی دی.
له بل لوری، که روسیه خپله مخامخ ویلی دی چی د طالبانوسره د اړیکی مقصد، د داعش په وړاندی مشترک مواضعو لپاره دی، نو څنګه د روسیی نظامی مرستی د طالبانو سره د داعش د منځه وړلو لپاره د اساسه څخه، منتفی وبولو؟
تردی ځایه پوری، د افغانستان او هر هیواد اندیښنه چی خپل ګټه د طالبانو نظامی قدرت په ضعیفیدو کی وینی، په کامله توګه پرځای او مشروع دی. که امریکا هم ددی قاعدی لاندی قرار نیسی، د واشنګتن اندیښنه د روسیی او طالبانو د اړیکی څخه، مشروعیت لری؛ خو په دی منځ کی، نادیده نه سو نیولای چی د واشنګتن صداقت د طالبانو نظامی قدرت په اړه، په دی سره چی په افغانستان کی ۱۶ کالو څخه ډیر درانده نظامی حضور درلودلی دی، د تردید او ابهام لاندی او اثبات ته اړتیا لری.
دی امر، د طالبانو نظامی قدرت نیونه د یو مستوجب سرکوب او نابودی تروریستی ډلی په عنوان نه دی؛ بلکه د روسیی نفوذ د افغانستان دولتی ضد پر قدرته نظامی شبه تروریستی ډلی کی دی او دا چی دا نفوذ یو ورځ دومره پیاوړی سی چی د امریکا ځان هم ونیسی او طالبان د امریکا سره واقعی تقابل باندی وهڅوی؛ هغه تجربه چی د افغانستان اشغال په جریان کی د شوروی په واسطه، د امریکا له لوری ترسره سو او د شوروی په ماته کی، اصلی تاثیر کښیښود.
په دی منځ کی البته د پوهانو په باور، یو ټاکونکی بل عامل هم شتون لری چی د امریکا د اندیښنی وړ ګرځی او هغه، د داعش تضعیف دی. امریکا د روسیی له لوری د داعش سره په ملاتړ باندی تورنیږی چی د خپلو رقیبانو لکه روسیی په وړاندی ورڅخه ګټه اخلی؛ بناپردی، د طالبانو او روسیی اتحاد د داعش په وړاندی هم کولای سی د امریکا د اندیښنی څخه وشمیرل سی.
https://avapress.com/vdcdnz0foyt0oz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته